تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وېنزویلا کې دوه پرلهپسې زلزلې؛ لږترلږه ۳۲ تنه وژل شوي او ۷۰۰ نور ژوبل دي
د وېنزویلا سرپرسته ولسمشره ډیلسي روډرېګر د لومړنیو شمېرو له مخې وايي چې هلته د چهارشنبې په ماښام په دوو پرلهپسې زورورو زلزلو کې تر اوسه "لږترلږه ۳۲ تنه مړه او ۷۰۰ نور ژوبل دي".
په دغه هېواد کې تېر ماښام له یوې دقیقې هم لږ وخت کې د دوو زورورو زلزلو له امله د زرګونو کسانو د مړینې وېره څرګندېږي.
لومړنۍ زلزله چې شدت یې د ریهکټر په کچه ۷.۲ درجې و، په کارابوبو ایالت کې رامنځته شوه او مرکز یې له پلازمېنې کراکس نه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېرې و.
د امریکا د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي س اېس) په وینا، یوازې ۳۹ ثانیې وروسته تر دې هم زوروره دوهمه زلزله راغله چې شدت یې ۷.۵ ثبت شو.
د (یو اېس جي س اېس) رپوټ له مخې، د پراخې مرګژوبلې او لویې ویجاړۍ احتمال شته، او اټکل کېږي چې له دوهمې زورورې زلزلې وروسته ۴۴ سلنه احتمال شته چې د مړو شمېر له ۱۰ زرو واوړي، او ۳۰ سلنه احتمال څرګندېږي چې دا شمېر حتی له ۱۰۰ زرو څخه هم زیات شي.
په کراکاس کې هم سخت ټکانونه محسوس شوي، ودانۍ نړېدلې دي، د تېلو رسونه بنده شوې ده، او تر خاورو، خځلو لاندې بند پاتې خلک د مرستې غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي او بهر ووځي.
د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د دې هېواد پر ملي تلویزون خپله وینا کې په ټول هېواد کې د بېړني حالت اعلان وکړ.
هغې وویل: ''زموږ لومړنی پیغام خلکو ته دا دی چې د ژوند ژغورنې لپاره متحد پاتې شي.''
ولسمشرې زیاته کړه چې د اوونۍ د پاتې ورځو لپاره به ټولې تعلیمي ادارې تړلې وي، او له اړینو خدمتونو پرته به ټول فعالیتونه ودرول شي.
رودریګز له ډاکټرانو او نرسانو وغوښتل چې سمدلاسي روغتیايي مرکزونو ته حاضر شي.
د وېنزویلا مرکزي نړیوال هوايي ډګر مایکیتیا د زلزلې له امله د ''سختو زیانونو'' له کبله تړل شوی دی.
د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز په ملي ټلویزیون خپله وینا کې تائید کړه چې د زلزلې له امله د هوايي ډګر ترمینل ته جدي زیان اوښتی او له همدې امله تړل شوی دی.
له دې وړاندې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د زلزلې پر مهال خلک د هوايي ډګر په دهلېزونو کې منډې وهي، او له چتونو خاورې، خځلې ښکته پرېوځي.
امریکا او د لاتینې امریکا هېوادونو د مرستې غږ کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو مرستیال وزیر جېرمي لوېن ویلي، امریکا به وینزویلا ته د لټون او ژغورنې ډلې، او دغه راز روغتیايي او بشري مرستې ولېږي.
هغه وايي، د بهرنیو چارو وزارت د ناورین مرستو ځانګړې ډله لري چې د وینزویلا له سرپرست حکومت سره په ګډه کار کوي.
د لاتینې امریکا یو شمېر هېوادونو هم د مرستو وړاندیز کړی دی.
د السلواډور ولسمشر نایب بوکیله ویلي، هېواد یې ۵۰ ټنه تجهیزات او مرستې، او دغه راز ۳۰۰ ژغورونکي ''چمتو دي کراکاس ته ولاړ شي''.
د ایکواډور ولسمشر دانیل نوبوا ازین هم ویلي چې هېواد یې بېړنۍ مرستې وینزویلا ته د استولو لپاره برابرې کړې دي.
په ورته وخت کې، د برازیل ولسمشر لوئیز اناسیو لولا دسیلوا ویلي چې هېواد به یې ارزونه وکړي چې کوم ډول مرسته کولای شي، چې د خپل ''ورور هېواد'' د ملاتړ لپاره یې ترسره کړي.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر روبېرتو ویلاسکو الوارېز هم وینزویلا ته ''هر ډول یووالی او ملاتړ'' وړاندې کړی چې اړتیا ورته ولري.