بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې: په قلات کې د هوايي ډګر امنیتي ځواک افسر په ګډون دوه کسان تښتول شوي

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي-کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته نږدې د نامعلومو کسانو په برید کې دوه حکومتي کارکوونکي وژل شوي دي.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم، په خپل رپوټ کې کاږي، دغه دواړه کسان، چې وروڼه وو، د جمعې په ماښام د مستونګ د غنجه دوري په سیمه کې د نامعلومو وسله والو له لورې په نښه شول.

د حکومتي چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د مالي چارو افسر فرید الله شاه او د هغه ورور انعام الله شاه دي. انعام الله شاه د بلوچستان اعلی وزیر د دفتر کارکوونکی و.

د دې برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې.

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي دا پېښه وغندله او ژوره خواشیني او خپګان یې څرګند کړ. د یوه بیان له مخې، اعلی وزیر سملاسي له اړوندو چارواکو د پېښې په هکله راپور غوښتی دی.

اعلی وزیر امر کړی چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي.

بل لور د بلوچستان پښین سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځواک سي ټي ډي) په عملیاتو کې د چارواکو په وینا، څلور مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د سي ټي ډي ویاند وايي، چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پښین ولسوالۍ د سرخاب په سیمه کې ترسره شوي دي.

د ویاند په خبره، د عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ ډزې تبادله شوې چې پایله کې یې څلور وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال وسلې او مهمات هم نیول شوي دي. د وژل شویو وسله والو مړي د کوټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویاند زیاتوي، چې دغو کسانو له یوې ناقانونه ډلې سره تړاو درلود. تر اوسه د دې کسانو د وژلو او له کومې ناقانونه ډلې سره د تړاو ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تائید شوې.

بل لور ادعا کېږي، چې د بلوچستان قلات ولسوالۍ نه د هوايي ډګر د امنیتي ځواک (اې اېس ایف) یو لوړپوړی افسر له دوو کارکوونکو سره یو ځای تښتول شوي دي.

په قلات کې یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل په ژوب سیمه کې دنده لرونکی د هوايي ډګر د امنیتي ځواک مرستیال مشر محمد وسیم د مې پر ۲۰مه له خپل اشپز سره یو ځای له ژوبه کوټې ته راغلی و. هغه زیاته کړه چې هغوی له کوټې په یوه کرايي موټر کې د کراچۍ پر لور روان شوي وو.

د نوموړي په وینا، کله چې هغوی قلات ته ورسېدل"نامعلومو وسله والو د هوايي ډګر د امنیتي ځواک مرستیال مشر او د هغه اشپز وتښتول او نامعلوم ځای ته یې یوړل"، خو په موټر کې ناست یو مسافر او موټر چلوونکی یې خوشې کړل.

د لوړپوړي حکومتي چارواکي په وینا، د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي، خو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه کوم بیان نه دی خپور شوی.

په بلوچستان کې په دا وروستیو څو ورځو کې د لویو لارو اوږدو کې د معدني توکو د لېږدونکو موټرو پر ضد بریدونه او د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي. تېره شپه د زیارت ولسوالۍ د مانګي سیمې څخه د پولیسو یو افسر (ایس ایچ او) په ګډون درې کسان تښتول شوي دي.

د مې په ۱۳مه، د کوټې–کراچۍ پر لویه لاره د مستونګ ولسوالۍ د خډ کوچې له سیمې د ګوادر پوهنتون مرستیال مشر چانسلر له درې نورو همکارانو سره تښتول شوي وو، چې د لسو ورځو له تېرېدووروسته هم د ګوادر پوهنتون د مرستیال مشر او نورو کسانو د خوشې کېدو امکان نه دی برابر شوی.