د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله انګلېنډ ته ځي

    • Author, سټیفن شملټ
    • دنده, د کرېکټ چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د افغانستان د کرېکټ کډواله ښځينه لوبډله سږ کال دوبی انګلېنډ ته ځي. دا سفر یې په نړیوالو سیالیو کې د رسمیت ترلاسه کولو لپاره د پرله‌پسې هڅو برخه ده.

د دې افغان لوبډلې تر ۲۰ ډېرې لوبغاړې وروسته له هغه اسټرالیا ته جلاوطنه او هلته د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې چې په ۲۰۲۱ کې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او د لوبو په ګډون یې پر ښځو بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

د افغانستان د ښځو ۱۱ کسیزې لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د تېر ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې وکړه او د همدغه کال په وروستیو کې د کرېکټ د ۵۰ اووریزو لوبو نړیوال جام سیالیو پرمهال په هند کې وه.

انګلېنډ ته یې اوسنی لوبیز سفر د را روانې جون میاشتې له ۲۲ پيلېږي چې دوی به پکې هم ۲۰ اووریزې لوبې وکړي او هم به روزنه ترلاسه کړي. دا افغان لوبډله به همداراز د شل اووریزو لوبو نړیوال جام پایلوبې ته هم ورشي چې په انګلېنډ کې کېدونکې ده.

د انګلېنډ او وېلز کرېکټ بورډ (اي‌سي‌بي) وايي چې دا سفر "د پام‌وړ کلتوري او ورزشي ارزښت لري".

د انګلېنډ د نارینه‌و کرېکټ لوبډله دمګړۍ د افغانستان د نارینه‌و کرېکټ لوبډلې سره د کومې دوه اړخیز لوبلړۍ پلان نه لري. پخوا یې ترمنځ شوې اووه سیالۍ ټولې د نړیوالو لوبو پرمهال وې.

د تېر کال په سر کې له انګلېنډه داسې غوښتنې شوې وې چې د کرېکټ په چمپينز ټرافۍ سیالیو کې له افغانستان سره له لوبېدو ډډه وکړي. تر ۲۰۰ ډېرو سیاستوالو هغه لیک لاسلیک کړی و چې له (اي‌سي‌بي) پکې د دغه وړاندیز د منلو غوښتنه شوې وه.

که څه هم د انګلېنډ او وېلز کرېکټ بورډ په افغانستان کې روان وضعیت په ځانګړي ډول پر ښځو لیګېدلي محدودیتونه "جنسیتي اپرتاید" یا پر جنسیت ولاړ توپيري چلند وباله خو له افغان لوبډلې سره یې لوبې لغوه نه کړې.

"ای‌سي‌سي دې د فیفا پر پله پل کېږدي"

تېر کال اپرېل کې د کرېکت نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د افغانستان د کډوالو ښځينه لوبډلې د ملاتړ لپاره هغوی ته ځانګړې مرسته بېله کړه. په دې برخه کې له ای‌سي‌سي سره د انګلېنډ او وېلز، د اسرالیا او د هند کرېکټ بورډونو له لوري کومک وشو.

په دې مرسته کې دې لوبډلې ته "ځانګړې شوې بودیجه" هم شامله ده چې نېغ‌په‌نېغه به د لوبډلې په لاس کې وي او د افغانستان کرېکټ بورډ به واک نه پرې لري. خو د دې مالي مرستې برخلیک لا معلوم نه دی چې تر څو به روانه وي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب په شرطونو کې د ښځينه لوبډلې درلودل او د نارینه‌و لوبډلې د ټېسټ لوبې دریځ ساتل شامل دي. افغانستان که څه هم لا رسمي د ښځينه‌و کرېکټ لوبډله نه لري خو د ټېسټ دریځ یې ساتلی دی او د ای‌سي‌سي بشپړ غړیتوب هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په تېره اپرېل میاشت کې د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د جلاوطنه افغان ښځو فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د لوبېدو اجازه ورکړه.

د کرېکټ د کډوالو ښځينه افغان لوبډلې پر ای‌سي‌سي غږ کړی چې د فیفا پر پله پل کېږدي او دې لوبډلې ته اجازه ورکړي چې د کرېکټ په نړیوالو رسمي سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ لوبې وکړي.

د جلاوطنه افغان کرېکټ لوبډلې غړې شفیقه خان اسټرالیاوۍ رسنۍ اې‌بي‌سي ته ویلي چې فیفا په دغه کار سره "ګڼو افغان ښځينه لوبغاړو ته دا هیله او امید ورکړ چې د نړۍ په هر کونج کې چې ژوند کوي، دوی خپلو ارمانونو ته رسېدلی او د افغانستان استازیتوب کولی شي".

د شفیقې په وینا، "موږ د هغو افغان ښځو استازیتوب کولی شو چې په هېواد کې دننه دي او د هغو میلیونونو نجونو غږ ګرځېدلی شو چې خپلو هیلو ته د رسېدو په ارمان دي او له بنسټيزو حقونو بې‌برخې ساتل شوې دي".