تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت ټولګټو وزارت: د تورغونډۍ سپین بولدک او هرات-حیرتان د اورګاډي پټلیو د ډیزاین چارې روانې دي
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني وايي د تورغونډۍ - هرات - کندهار او سپین بولدک ترمنځ د ۸۷۸ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې د بشپړېدو په حال کې دي او عملي کارونه به یې هم ژر پیل شي.
هغه زیاته کړې چې پر دې سربېره د ازبکستان لخوا د حیرتان او هرات ترمنځ د ۶۵۷ کیلومتره پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم روانې دي.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر دا څرګندونې پنجشنبه د هېواد شمال کې د حيرتان - مزار شریف ترمنځ د اورګاډ پټلۍ د پنځم پورټ د ترمیم او بیارغوونې چارو د بشپړېدو په مراسمو کې کړې دي.
په دغو مراسمو کې د طالبانو حکومت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر او د اوزبکستان د ریل پټلۍ رییس ظفر اویچ نظرالله اوف هم ګډون کړی و.
ښاغلي ثاني وویل د حیرتان – مزار شریف د اورګاډي پټلۍ پنځم پورټ دمګړۍ د ۵۰ واګونونو ظرفیت لري خو هڅه کېږي ۲۰۰ یا ۳۰۰ واګونونو ته لوړ شي.
بلخوا د اوزبکستان د اوسپنې پټلۍ رییس ویلي، د نایب اباد د اورګاډي ستېشن د لا پراختیا لپاره هم چمتووالی نیول شوی او هڅه کېږي د واګونونو د تګ راتګ شمېر تر ۷۰۰ پورې لوړ شي.
هغه د اوسپنې پټلۍ د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا ښکاره بېلګه بللې او ویلي یې دي، چې له دې لارې د تېر کال پرتله د انتقالاتو کچه پام وړ لوړه شوې ده.
د حیرتان – مزار شریف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۵ کیلومتره یې اصلي او ۳۰ کیلومتره فرعي لیکه ده.
د دغه مسیر د ترمیم او بیارغونې پر چارو د یوه اوزبکستاني شرکت لخوا ۶ اعشاریه ۳ میلیون ډالره لګښت شوی.
اوزبکستان د طالبانو له حکومت سره ښه راشه درشه او زیاتېدونکې سوداګري لري.
دغه هېواد د روان (۲۰۲۶م) کال پیل کې ویلي وو چې غواړي له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پام وړ پراخې او د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي.
د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم تازه دغو اړیکو ته په اشارې ویلي چې "د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د پخوا پرتله لا پياوړې شوې" او دا چې د دغو اړيکو د لا پراختيا لپاره د بلخ د والي په مشرۍ له اړوندو ادارو ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.
افغانستان کې د اورګاډو لیکې او فعال بندرونه
د طالبانو حکومت وايي، افغانستان دمګړۍ د څلورو فعالو بندرونو له لارې (د حیرتان له لارې له اوزبکستان، د اقینې او تورغونډۍ له لارې له ترکمنستان او د خواف په مسیر له ایران سره) پرلهپسې انتقالات لري.
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت همدا تېره اوونۍ (د می ۱۲مه) اعلان وکړ چې په یوه اوونۍ کې د دغو بندرونو له لارې څه باندې ۲۳۵ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
په دغو صادراتو او وارداتو کې نفتي او غیرنفتي توکي شامل دي.
تازه د طالبانو حکومت د ټولګټو وزیر ویلي، د یو شمېر نورو اوسپنیزو کرښو رغنیزې چارې هم روانې دي، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.
افغانستان هڅه کوي چې د اورګاډي د لیکو او زېربناوو د پراختیا له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره راکړه ورکړه پراخه او په کور دننه هم پټلۍ وغځوي.
په تېرو ورځو کې په تهران کې د طالبانو حکومت سفارت اعلان کړی و چې د دغه سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د سویلي اسیا څانګې له عمومي رییس محمدرضا بهرامي سره
پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو او د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ د پروژې په اړه خبرې کړې دي.
تر هغې ورمخکې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي هم د هرات او مزارشریف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په ۱۴۰۵ کال افغانستان کې د ایران تر ټولو مهمه پروژه بللې وه.