BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ خبرې کوي

    ژوندۍ پاڼه, ډونلډ ټرمپ وايي، "د ازادۍ پروژه" عملیات د لنډې مودې لپاره ځنډوي؛ دا څه ډول عملیات دي؟

    ډونلډ ټرمپ وايي‌ چې "د ازادۍ پروژه" عملیات د لنډې مودې لپاره ځنډوي ځکه چې په وینا یې، د ایران پر ضد جګړه کې یې "د پام‌وړ بری" خپل کړی او له ایرانیو استازو سره "یوې بشپړې او وروستۍ هوکړې ته په رسېدو کې لوی پرمختګ" شوی. بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته رسېدلی او هلته یې له خپل سیال وانګ یي سره لیدلي دي.

  • د سوماليا او امریکا د بيرغ عکسونه

    "سوماليا ته د بېرته ستنېدو پرتله به غوره وګڼم چې په امریکا کې په پټه ژوند وکړم"

    د امریکا په مېنېسوټا ایالت کې له هغه اعلان څو مياشتې وروسته چې د کډوالۍ اجنټانو زیاتوالی پايته رسېږي، لا هم د دغه ایالت په ځينو برخو کې وېره خپره ده. د دغو عملياو پر مهال د دو امریکايي وګړو له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاريونونه راوپارېدل. دې ګڼ کسان په ځانګړې توکه سوماليايان چې په مينياپوليس کې یې له افریقا بهر تر ټولو لويه ټولنه ده اندېښمن کړي دي.

  • په کیېف کې يو ګادي سوځي

    د مسکو او کيېف د اوربند له وړانديزونو مخکې د روسیې بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي

    په اوکرايين کې د دروسيې بریدونو له کبله له ۲۰ زيات کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې مسکو او کيېف په جلا توګه د یو اړخيزو اوربندونو وړانديزونه کړي دي. په زپوريژيا کې چارواکو ويلي د روسیې په هوايي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي. د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېسنکي دا "بې رحمانه ترهګريز برید" بللی دی. نوموړي ويلي پنځه تنه په کراماتورسک او څلور په دنيپرو کې وژل شوي دي.

  • مولانا ادریس

    پښتونخوا کې دیني عالم مولانا محمد ادریس یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی، دی څوک و؟

    د خيبر پښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې د سې‌شنبې په ورځ یو مشهور دیني عالم شیخ‌الحدیث مولانا محمد ادریس په 'هدفي برید' کې ووژل شو. د پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسله‌والو د چارسدې ولسوالۍ د اتمانزو په سیمه کې د مولانا ادریس پر موټر برید وکړ چې له امله یې د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان شول.

  • جرګه

    د کونړ، باجوړ او مومندو قومي مشرانو د سولې تړون وکړ

    د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو د کونړ ولایت او باجوړ او مومندو ضلعو یا ولسوالیو قومي مشرانو د سولې او امن ګډ ولسي تړون کړی او د دواړو خواوو له حکومتونو غوښتنه شوې چې خپل ځواکونه مخکنیو ځایونو ته په شا کړي. په دې تړون کې راغلي چې دواړو غاړو حکومتونه د خپلو سیمو د امنیت ساتلو مسؤولیت پر خپله غاړه لري او که جګړه کیږي نو ولسي خلک دې نه په نښه کوي.

لنډې ویډیوګانې

  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي