BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د توتو یوه ډېرۍ

    کندهار کې د ځمکني توت دودېدل: 'د کوکنارو یو ښه بدیل'

    د افغانستان په سوېل کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ولایتي ادارې چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سټرابري یا ځمکني توت د کښت کچه لوړه شوې او اوس شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکې ته رسېدلې ده.

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو

    ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده، خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي. هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې ته اړتیا نه لري. ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي. د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

  • آلاء سعد

    مصر کې محکمې هغه سړي ته سزا ورکړه چې نجلۍ ته یې هوټل کې ځای نه و ورکړی

    دغه مدیر یوې مصرۍ مېرمنې ته په هوټل کې د یوازې پاتې کېدو لپاره د کوټې له ورکولو ډډه کړې وه. محکمې دا عمل "تبعیض" او توپیري چلند بللی، چې دې پرېکړې یو ځل بیا په هوټلونو کې د ښځو د یوازې پاتې کېدو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي.

  • Ex-Bosnian Serb military chief Ratko Mladic arrives in the courtroom prior to the hearing of the final verdict on appeal against his genocide conviction over the 1995 Srebrenica massacre

    د راتکو ملادیچ وکیلانو د مرګ په درشل کې د دغه جنګي مجرم خوشي کېدل غوښتي

    د راتکو ملادیچ مدافع وکیلان، چې د بوسني صربي ځواکونو پوځي قوماندان او د جنګي جرمونو په تور محکوم شوی دی، د ملګرو ملتونو د محکمې پرېکړې ته په تمه دي چې د هاګ له زندانه د هغه د خوشي کېدو په اړه د دوی غوښتنه وڅېړي؛ دا غوښتنه د هغه د بدني وضعیت او د ژوند د پای نژدېوالي پر بنسټ وړاندې شوې ده. ښاغلی ملادیچ، چې ۸۴ کلن دی، په ۲۰۱۷ کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړو پر مهال (۱۹۹۲–۱۹۹۵) د توکم‌وژنې، جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو په تور په عمري بند محکوم شو.

  • A woman with dark curly hair writing, the background is bright yellow and green.

    د ازموینې موسم د بریا لارښود: بیا وګورئ، یاد کړئ او بیا ارام وکړئ

    د ازموینې موسم را رسېدلی، مانا دا چې له میاشتو زدکړو، بیاکتنې او یادولو وروسته اوس د اصلي ازموینې وخت نژدې شوی دی. خو دا اړینه نه ده چې دا تجربه حتماً له فشار او اندېښنې ډکه وي.

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump
  • gaza

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي