BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټیکری پر سر ښځه

    اتریش: په ښوونځیو کې له ۱۴ کالو کم عمره نجونې د ټیکري د پر سرولو اجازه نه لري

    په اتریش (اسټریا) کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، هغه قانون نافذ شوی چې له مخې یې له ۱۴ کلونو څخه کم عمره نجونې په ښوونځیو کې د سر پوښلو (ټيکري پرسرولو) څخه منع کېږي. دغه قانون په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د حجاب او برقعې په څېر د (د مسلمانو ښځو سرپټولو) دودویز ډولونه منع کوي. د ادغام چارو وزیرې، کلاودیا باوېر، چې د خلکو محافظه کاره ګوند (ÖVP) غړې ده، وايي چې حجاب «د نجونو د ځپلو نښه او له ماشومتوبه د هغوی د کنټرول وسیله» ده.

  • د بلوچستان عوامي ګوند (بي اې پي) ضلعي مشر عبدالرحمان لانګو ارشیف تصویر

    بلوچستان کې پولیس: نامعلومو وسله والو د عوامي ګوند ځايي مشر په ډزو وژلی

    د بلوچستان نوشکي ضلعې یا ولسوالۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله‌ والو کسانو په ډزو کې د بلوچستان عوامي ګوند (بي اې پي) ضلعي مشر عبدالرحمان لانګو وژلی دی. دغه ګوند د بلوچستان په ائتلافي ایالتي حکومت کې شامل دی. د نوشکي پولیسو چارواکو دغه پېښه تائید کړې او وايي، وسله‌ والو کسانو پر یکشنبې شپه هغه د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی. د نوشکي پولیسو د حوزې مشر (اېس ایچ او) عبدالحی پرکاني وايي، برید د نوشکي ښار سویل لوېدیځ لوري ته 'کلي بټو' ته نږدې د عبدالرحمان لانګو د کور مخې ته ترسره شوی دی.

  • د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې کارکونکي له یوې افغانې ښځې سره خبرې کوي، چې د ویجاړو کورونو په شالید کې لیدل کیږي.

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال؛'دا وضعیت د ملګرو ملتونو په ۸۰ کلن تاریخ کې بې ساري دی'

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دې سازمان دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال بشپړېدو په مناسبت پر دې محدودیت نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې ''دا وضعیت د ملګرو ملتونو د ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې بې‌ساری دی.''

  • د خاتم النبيين مرکز

    د طالبانو په حکومت کې سرچينې وايي، د خاتم النبيين مرکز ځمکه "امارتي ده او بايد حکومت" ته وسپارل شي

    په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، په کابل کې د خاتم النبین پوهنتون، مدرسه او تمدن تلویزیون د هغې ځانګړې محکمې د حکم له مخې تخلیه کېږي چې د "دولتي ځمکو د بېرته تر لاسه کولو لپاره جوړه شوې". دغه سرچینه زیاتوي، دا ځای محکمې "امارتي" اعلان کړی او باید "حکومت ته وسپارل" شي. په همدې مهال سرچینو بي بي سي ته تائید کړې، چې د شیعه ګانو یاد د خاتم النبیین تعلیمي مرکز د قضیې په تړاو د دوی د امنیتي ځواکونو د اقدام پر وړاندې د شوي اعتراض یو شمېر ګډونوال یې نیولي دي.

  • د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ پله ته نژدې د دې تېل لېږدونکي ریل ګاډي تصویر د ۲۰۲۵ په جون کې اخیستل شوی.

    'افغانستان له ازبکستان سره په سوداګرۍ کې پنځم ځای خپل کړ'

    د افغانستان سوداګرۍ خونې بي بي سي‌ ته ویلي، چې په تېرو اووه میاشتو کې له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه یو اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزی وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته ډېرو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړه او هڅه کوي‌ چې له یادو هېوادونو سره راکړه ورکړه ډېره کړي. " افغان سوداګر اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو خوراکي مواد، غوړي، دوا او ځینې نورې توکي واردوي او همدارنګه وچه او تازه مېوه، غالۍ او غوښه یادو هېوادونو ته صادرېږي".

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • انګور
  • ږلۍ
  • اسونه
  • نجلۍ
  • ښځه
  • خیبر
  • برقۍ
  • نیپال سېلابونه
  • پولیس
  • قبرس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي