BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم دریځونه افغان ولس لا پسې ځوروي
یو شمېر افغان لیکوال، شاعران، او اکاډیمیک شخصیتونه وايي، په افغانستان کې د ژبو، ادب او فرهنګي رنګارنګي او تنوع د ټولو افغانانو ګډ ''معنوي میراث'' دی، چې باید د ''بېلتون او تقابل'' پر ځای باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره محور شي.
په کابل کې د خاتم النبین تعلیمي مرکز په بشپړه توګه تخلیه شو
د خاتم النبیین دیني مرکز چې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو له مهمو مذهبي او تعلیمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، تخلیه شوی دی. د دغه مرکز تخلیې لپاره په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه ورغلي وو. د بي بي سي خبریال حسیب عمار د کابل کارتې سې سیمې ته چېرې چې دغه مرکز موقعیت لري، ورغلی و او وایي، هغه امنیتي ځواکونه چې تر څو ساعتونو وړاندې د دې مرکز په شاوخواوو کې وو، اوس له سیمې وتلي دي.
اتریش: په ښوونځیو کې له ۱۴ کالو کم عمره نجونې د ټیکري د پر سرولو اجازه نه لري
په اتریش (اسټریا) کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، هغه قانون نافذ شوی چې له مخې یې له ۱۴ کلونو څخه کم عمره نجونې په ښوونځیو کې د سر پوښلو (ټيکري پرسرولو) څخه منع کېږي. دغه قانون په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د حجاب او برقعې په څېر د (د مسلمانو ښځو سرپټولو) دودویز ډولونه منع کوي. د ادغام چارو وزیرې، کلاودیا باوېر، چې د خلکو محافظه کاره ګوند (ÖVP) غړې ده، وايي چې حجاب «د نجونو د ځپلو نښه او له ماشومتوبه د هغوی د کنټرول وسیله» ده.
ولې د نارينه وو پرتله ښځې ډېرې د نیم سري په ناروغۍ اخته کېږي او څه مرسته کولی شي؟
د نيم سري يا مايګرېن درد ډېرو کسانو ته نوې خبره نه ده. دا حالت کولی شي پر اړيکو، دندو او رواني روغتيا ډېر اغېز ولري او ځانګړې توګه د نارينه وو پرتله ښځې درې برابره ډېرې د نیم سري له درد سره مخامخ شي. خو نيم سری یا مايګرېن ولې رامنځته کېږي او د دې حالت د کنټرول لپاره څه کېدی شي؟
بلوچستان کې پولیس: نامعلومو وسله والو د عوامي ګوند ځايي مشر په ډزو وژلی
د بلوچستان نوشکي ضلعې یا ولسوالۍ په سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو کې د بلوچستان عوامي ګوند (بي اې پي) ضلعي مشر عبدالرحمان لانګو وژلی دی. دغه ګوند د بلوچستان په ائتلافي ایالتي حکومت کې شامل دی. د نوشکي پولیسو چارواکو دغه پېښه تائید کړې او وايي، وسله والو کسانو پر یکشنبې شپه هغه د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی. د نوشکي پولیسو د حوزې مشر (اېس ایچ او) عبدالحی پرکاني وايي، برید د نوشکي ښار سویل لوېدیځ لوري ته 'کلي بټو' ته نږدې د عبدالرحمان لانګو د کور مخې ته ترسره شوی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال؛'دا وضعیت د ملګرو ملتونو په ۸۰ کلن تاریخ کې بې ساري دی'
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دې سازمان دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال بشپړېدو په مناسبت پر دې محدودیت نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې ''دا وضعیت د ملګرو ملتونو د ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې بېساری دی.''
'افغانستان له ازبکستان سره په سوداګرۍ کې پنځم ځای خپل کړ'
د افغانستان سوداګرۍ خونې بي بي سي ته ویلي، چې په تېرو اووه میاشتو کې له افغانستان سره د ازبکستان د سوداګرۍ کچه یو اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده. په افغانستان کې د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزی وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته ډېرو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړه او هڅه کوي چې له یادو هېوادونو سره راکړه ورکړه ډېره کړي. " افغان سوداګر اوس د منځنۍ اسیا له هېوادونو خوراکي مواد، غوړي، دوا او ځینې نورې توکي واردوي او همدارنګه وچه او تازه مېوه، غالۍ او غوښه یادو هېوادونو ته صادرېږي".
بلوچستان: د تاوتریخوالي پېښو کې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان وژل شوي
د بلوچستان په دوو ضلعو یا ولسوالیو، چاغي او دوکۍ کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي، چې په وژل شویو کې یو قومي مشر هم شامل دی، او دوه نور کسان لا هم بې درکه دي. د ځايي حکومتي چارواکو په وینا، په دوکۍ کې وژل شوي درې کسان افغانان دي، چې د یوه قومي مشر په کرونده کې یې د ساتونکو (څوکیدارانو) په توګه دنده ترسره کوله.
امریکا او ایران د شخړې له بیا سختېدو سره د یو بل پر بېړیو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل
د امریکا او ایران اړوند بېړیو د شنبې په ورځ د یو بل پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه وکړل. دا د هغو بریدونو وروستۍ لړۍ ده چې یوه اوونۍ وړاندې، له نږدې یوې میاشتې نسبي ارامۍ وروسته یې بیا زور اخیستی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۷ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































