BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • طاهر اندرابی،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

    پاکستان پر ډیورنډ کرښه د قومي مشرانو د تازه هوکړو هرکلی وکړ

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ د قومي مشرانو او د پاکستان د باجوړ او مومند سیمو ترمنځ د وروستۍ هوکړې او تر دې وړاندې د نورستان او چترال د ځايي مشرانو ترمنځ د یوې جرګې هرکلی کړی چې په دغو سیمو کې یې اوربند ته لاره هواره کړې ده.

  • دوشنبه، تاجکستان

    له تاجکستانه تر ۱۰۰ ډېر نور افغان کډوال وشړل شول

    د تازه راپورونو له مخې، تېر شپه له دوشنبه ښار شاوخوا له وحدت ښارګوټي ۱۱۰ نور افغان کډوال د افغانستان کندوز ولایت ته شړل شوي دي. تر اوسه د تاجکستان چارواکو د جبار رسولوف ولسوالۍ (چې د هېواد په شمال کې موقعیت لري) او د وحدت ښار له سیمې څخه د کډوالو د ایستلو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. عموماً په داسې مواردو کې د تاجکستان چارواکي رسنیو ته توضیحات نه ورکوي.

  • بېړۍ

    ژوندۍ پاڼه, مرکزي قومانداني: ایران د هرمز تنګي کې پر امریکايي ویجاړوونکو بېړیو برید کړی، موږ "دفاعي بریدونه"‌‌ پرې وکړل

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ "سېنټکام" ویلي چې ایراني ځواکونو هغه مهال څو توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې او کوچنۍ کښتۍ وکارولې کله چې درې امریکايي ویجاړوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د عمان خلیج په لور تېرېدې. دې ادارې ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ امریکايي پوځي وسایط یا تجهیزات نه دي زیانمن شوي. سېنټکام زیاتوي چې امریکايي ځواکونو دا هغه بریدونه شنډ کړي چې هغوی یې "بې‌دلیله" بللي او په ځواب کې یې "دفاعي بریدونه" کړي دي.

  • د ترکمنستان د اورګاډي لارې

    د چین او افغانستان ترمنځ د ازبکستان او ترکمنستان له لارې نوی ځمکنی کاریدور پرانیستل شوی

    په لندن کې د ترکمنستان سفارت د دغه هېواد او ازبکستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د نوي ځمکني دهلیز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی او دا ګام یې د ټولې مرکزي‌ اسیا په کچه تر پخوا "ډېر چټک او کارنده ځمکني لوجېستیک" ته د اوښتلو پر لور د چلن بدلون بللی دی. دغه سفارت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې له چین څخه په لنډ وخت کې افغانستان ته د توکو لېږد لپاره د دغه نوي رامنځ ته شوي مسیر یوه برخه له ترکمنستانه تېرېږي.‌

  • عرب امارات

    له ځینو هېوادونو سره د متحده عرب اماراتو اړیکې ولې ترینګلې شوې؟

    متحده عربي امارات له سعودي عربستان وروسته د وګړو د شمېر له پلوه د خلیج تر ټولو لوی عربي هېواد دی چې له ۱۱ میلیونو ډېر نفوس لري. د دوی ۹۰ سلنه یې د ۲۰۰ تابعیتونو لرونکي بهرني اوسېدونکي دي. ډېر یې له هند، پاکستان او بنګله دېشه د کار لپاره ورغلي دي. هندي کډوال د هېواد د وګړو ۳۸.۴۵ سلنه جوړوي.

لنډې ویډیوګانې

  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي