BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د افغانستان بانک ودانۍ

    'افغانستان کې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي'

    د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې او له نږدې پنځه کلونو انتظار وروسته هغو کمپنیو او شرکتونو ته د خپلو ضمانتونو د ورکولو پرېکړه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره یې خپلې پیسې امانتې اېښې وې. په عادي ډول حکومتونه د لویو پروژو د پلي کولو په تړاو له کمپنیو د ضمانت په توګه امانتې پیسې اخلي او پروژو کې د کومو ستونزو رامنځته کېدو پرمهال بیا ترې ګرځول کېږي.

  • په عکس کې ډېرې بټۍ او د تېلو زېرمې ښکاري چې له یوې د اور لمبه او لوګي پورته کېږي.

    ژوندۍ پاڼه, د ایران پارلمان یو غړی: امریکا او اسرائيل زموږ د ځينو جنوبي ټاپوګانو نیول غواړي

    د ایران د پارلمان یوه غړي کامران غضنفري ویلي چې، "امریکا او اسرائيل د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو" او په جنوب کې د ایران "د ځينو ټاپوګانو د نیولو اراده لري". په همدې حال کې د امریکا ولسمشر چین ته د خپل سفر په درشل کې تازه ایران ته ګواښ کړی چې یا به هوکړې ته ورسره رسېږي او یا به یې "په بشپړ ډول له منځه" وړي. بل لور ته د لبنان دولتي رسنۍ وايي چې د اسرائيل په تازه هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوبي سیمو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

  • د طالبانو حکومت یو امنیتي کس کلاشينکوف په لاس دریشي کړی ولاړ دی، تر څنګ یې د سرې میاشتې رضاکاران یو تابوت عیدګاه جومات ته لېږدوي.

    کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز برید کې د وژل شوو کورنۍ: له پاکستانه باید د "دغه جنایت" پوښتنه وشي

    په یوه باراني ورځ او ساړه سهار مسعوده د کابل په شمال لوېدیځ کې پر غونډۍ جوړې هدیرې کې د خپل کشري ورور میرویس قبر ته دعا ته ور روانه ده. میرویس له هغو لږترلږه ۲۶۹ کسانو و چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شول.

  • یو افغان کډوال په عراق کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له یوه کار کوونکې سره خبرې کوي، ظاهراً هغه نارامه ښکارې او هڅه کوي هغه قانع کړې، څو ددې ادارې ودانۍ ته د ننوتلو اجازه ورکړي .

    عراق کې د افغان کډوالو ستونزې؛ "ملګري ملتونه زموږ سره توپيري چلند کوي‌"

    جواد د هغو درېیو کسانو له ډلې یو بل کس دی چې له بي‌بي‌سي سره یې خبرې کړې دي. هغه وایي؛ " له درېیو کلونو څخه ډېر وخت کېږي چې موږ د خپلو دوسیو د پړاوونو د ټاکلو په تمه یو، خو تر اوسه هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی. زموږ اصلي ستونزه دا ده چې دوسیې هېڅ نه ارزول کېږي. ان اووه میاشتې کېږي چې د تمدید لپاره هر ځل اړیکه نیسو، یا په حضوري ډول د ملګرو ملتونو دفتر ته ورځو، هغوی موږ ته وایي چې د اړیکې ته په تمه اوسئ. "

  • د ملکي تلفاتو له نيمايي زيات په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان له برید سره تړاو لري

    ملګري ملتونه: د سږ کال لومړيو دريو مياشتو کې له پاکستان سره د جګړې په ترڅ کې ۳۷۲ تنه ملکي افغانان وژل شوي

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو له کبله په افغانستان کې ټولټال ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟
  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د جنازې مراسمو په دغه عکس کې ګڼ تابوتونه ایښي چې د پاکستان بیرغ پرې اچول شوی او شا ته یې ملا او ورپسې مقتدیانو د جنازې لمونځ ته اقتدا کړې ده.

    د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟

    "اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتح‌خېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټر‌بم او وسله‌وال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځ‌ته شوې؟

  • کابل له لوړ ځایه

    د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.

  • قطر

    د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز

    د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.

  • جنگ ربات ها

    په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

    د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۳ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي