BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د طالبانو حکومت او سعودي شرکت تر منځ د تړون لاسليک

    د طالبانو حکومت او یوه سعودي شرکت تر منځ د تېلو او ګازو د تړون لاسلیک، زلمي خلیلزاد هم پکې ګډون درلود

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ (۷ سپټمبر) په پلازمېنه کابل کې د ډېلټا انټرنېشنل په نامه له يوه سعودي شرکت سره د کشک - تيرپل د نفتو او ګازو حوزې د لټون او استخراج تړون لاسلیک کړ.

  • دودبرخاسته از حملات حوثی‌ها بر عربستان سعودی

    د سعودي پر څلورو ښارونو د حوثي وسله والو بریدونه؛ "۷۳ کسان ټپيان شوي"

    د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف ويلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې حوثۍ ډلې د سعودي عربستان څلور ښارونه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديزو بریدونو هدف ګرځولي دي. دغه ائتلاف وايي د دغو بریدونو په پايله کې لږ تر لږه ۷۳ کسان ټپيان شوی دي.

  • د کابل ښار یوه څنډه

    یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم دریځونه افغان ولس لا پسې ځوروي

    یو شمېر افغان لیکوال، شاعران، او اکاډیمیک شخصیتونه وايي، په افغانستان کې د ژبو، ادب او فرهنګي رنګارنګي او تنوع د ټولو افغانانو ګډ ''معنوي میراث'' دی، چې باید د ''بېلتون او تقابل'' پر ځای باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره محور شي.

  • خاتم النبین

    په کابل کې د خاتم النبین تعلیمي مرکز په بشپړه توګه تخلیه شو

    د خاتم النبیین دیني مرکز چې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو له مهمو مذهبي او تعلیمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، تخلیه شوی دی. د دغه مرکز تخلیې لپاره په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه ورغلي وو. د بي بي سي‌ خبریال حسیب عمار د کابل کارتې سې سیمې ته چېرې چې دغه مرکز موقعیت لري، ورغلی و او وایي، هغه امنیتي ځواکونه چې تر څو ساعتونو وړاندې د دې مرکز په شاوخواوو کې وو، اوس له سیمې وتلي دي.

  • ټیکری پر سر ښځه

    اتریش: په ښوونځیو کې له ۱۴ کالو کم عمره نجونې د ټیکري د پر سرولو اجازه نه لري

    په اتریش (اسټریا) کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، هغه قانون نافذ شوی چې له مخې یې له ۱۴ کلونو څخه کم عمره نجونې په ښوونځیو کې د سر پوښلو (ټيکري پرسرولو) څخه منع کېږي. دغه قانون په ټول هېواد کې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د حجاب او برقعې په څېر د (د مسلمانو ښځو سرپټولو) دودویز ډولونه منع کوي. د ادغام چارو وزیرې، کلاودیا باوېر، چې د خلکو محافظه کاره ګوند (ÖVP) غړې ده، وايي چې حجاب «د نجونو د ځپلو نښه او له ماشومتوبه د هغوی د کنټرول وسیله» ده.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • رسام الآنسي
  • انګور
  • ږلۍ
  • اسونه
  • نجلۍ
  • ښځه
  • خیبر
  • برقۍ
  • نیپال سېلابونه
  • پولیس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي