BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • هرمز تنګي ته نژدې د بېړیو ارشیف تصویر

    سنټکام: پر سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې امریکا په ایران کې ځینې هدفونه وویشتل

    د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي، امریکايي ځواکونو د جمعې پر ورځ په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د ایران د برید په غبرګون کې په ایران کې ځینې هدفونه وویشتل. د سنټکام د اعلامیې له مخې، امریکايي الوتکو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز د ایران ساحلي راډاري تاسیسات بمبار کړل.

  • پاکستانۍ اداکاره عایشه عمر وايي، کله چې یې د لامبو په جامو او لنډو جامو کې یې انځورونه آنلاین خپاره شول، نو کار یې له لاسه ورکړ.

    په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه

    د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای. دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی. د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!

  • د بروک د مخ عکس

    په دوبۍ کې یوه ټېکټاکره د ملګري د وژنې په تور د اعدامېدو خطر سره مخ ده

    د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د بروک جارج په نوم یوه ۲۳ کلنه برېتانوۍ ټېکټاکره په دوبۍ کې د خپل ملګري د وژنې په تور نیول شوې او د اعدام له خطر سره مخ ده. دا ډله (ډيټېنډ اېن دوبۍ) یا (په دوبۍ کې توقیف شوي) نومېږي او وايي چې اغلې جارج له دغه سړي سره پرلیکه یا انلاین بڼه ملګرې شوې وه. دا بنسټ دعوه کوي چې ګواکې دې ښځې په متحده عرب اماراتو کې پر خپل دغه ملګري هغه وخت د ځان په دفاع کې د چړې ګوزار کړی چې هغه ورسره تاوتریخوالی کاوه.

  • افغان کډوال

    د بي بي سي‌ ځانګړی راپور:"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې"

    "کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې. لاسونه مې پورته کړل، سپک معلومېدل، دواړه لاسونه مې هم پرې شوي وو. ستونی مې ډک شو او خبرې مې نه شوای کولی". د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له هغو دوولسو ناقانونه افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې وایي د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو سخت وهلي وو، له هغه هېواده یې په جبري توګه په لوڅو پښو ایستلو ته اړ کړي وو. دوی وایي، په واوره کې یې په ساعتونو لوڅو پښو سره مزل کړی و چې د بدن غړي یې یخ وهلي‌ وو او له کبله یې اوس د بدن یو یا څو غړي پرې شوي دي.

  • توتۍ

    د چڼاسکې وهلي خواړو روغتیایي زیانونه

    د "چڼاسکې وهلي خواړو" په اړه په انلاین نړۍ کې یو چټک لټون کولای شي ځینې په زړه پورې پایلې راوباسي. ایا دا خوړل خوندي دي؟ که په تېروتنه ترې وخوړل شي، څه به پېښ شي؟ یا ان دا که چرګانو ته ورکړل شي، څه به وشي؟ همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته ډېرې پوښتنې شته او په ټیک‌ټاک کې داسې ویډیوګانې هم لیدل کېږي چې ځینې خلک په قصدي ډول چڼاسکه وهلي خواړه خوري! کله کله دا د ټوکو لپاره وي او ښايي د ډېرو لیدنو (کلېکونو) ترلاسه کولو لپاره هم وي، خو داسې پوسټونه هم شته چې غواړي د دې موضوع په اړه معلومات ورکړي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • عاشورا
  • شرپا
  • فیل
  • زلزله
  • BBC News Africa
  • خلک له زلزلې په منډه دي.
  • عبدالاحد مومند
  • اندونیزیا
  • کارځای
  • پرستو احمدي
  • د تودوخې درجه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي