BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
لیبیا کې یو شمېر زنداني افغانان خوشي شوي، دوی په شمالي افریقا کې څه کول؟
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي "د سفارت په هلو ځلو او اړوندو ښکېلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ له لیبیا پنځه تنه افغان بنديان هېواد ته ولېږدول شول." دغه ویناپاڼه کې نه ده روښانه شوې چې لیبیا کې دغه افغانان پر کوم تور زنداني وو. د شمالي افریقا دغه هېواد اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ یوه لاره ده چې ډېر لارویان یې د افریقايي هېوادونو وګړي وي.
له شکایتونو وروسته د طالبانو حکومت مخابراتو وزارت مخابراتي شبکو ته د بیو کمولو لارښونه کړې
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، ټولو مخابراتي شبکو ته یې تر یکشنبې ورځې وخت ورکړی چې د ټیلیفوني او انټرنېټي کڅوړو "پکېجونو" بیې بېرته خپل پخواني حالت ته ور وګرځوي. دا ګام وروسته له هغه پورته شو، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د انټرنټ او ټیلیفوني مکالمو د لوړو بیو له امله ګن شمېر کسانو شکایتونه وکړل او ان پر خواله رسنیو یې پر وړاندې یو کمپاین پیل شوی دی.
ژوندۍ پاڼه, هرمز تنګي کې پر یوه تېل وړونکې کښتۍ 'نامالوم توغندی' توغول شوی
د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو سازمان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په هرمز تنګي کې پر یوه تېل وړونکې کښتۍ د نامعلومې توغندۍ برید شوی دی. دغه سازمان زیاته کړه چې د کښتۍ د قوماندې پل زیانمن شوی، خو ټوله عمله په خوندي حالت کې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله اعلامیه کې د امریکا برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای لپاره د لاسلیک شوي تفاهملیک "ښکاره سرغړونه" بللې ده.
شبانه محمود بریتانیا ته د پناغوښتنې د سپانسرشپ نوې لارې اعلان کړې
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې سږ کال به د پناغوښتونکو لپاره نوې "محدودې خوندي او قانوني" لارې پیل کړي چې هغوی په دې له لارې بریتانیا ته راشي. دغه وزارت وویل، دا به موسسو لکه پوهنتونونو، ټولنیزو ډلو او سوداګریزو شرکتونو ته اجازه ورکړي هغه کډوال سپانسر کړي چې بریتانیا ته راتلو لپاره غوښتنه کوي - دا یوه نمونه ده چې د کاناډا د پناغوښتنې سیسټم پر بنسټ ولاړه ده.
وېنزویلا کې د زلزلې قربانیان ۹۲۰ کسانو ته ورسېدل، ژغورونکي کنډوالو کې پاتې کسان لټوي
د حکومتي چارواکو په وینا، په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله تر ۹۰۰ زیات کسان مړه شوي او ۳٬۳۶۰ نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا هم د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي او کورنۍ د خپلو عزیزانو د خبرونو په تمه دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه
د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای. دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی. د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!
د بي بي سي ځانګړی راپور:"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې"
"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې. لاسونه مې پورته کړل، سپک معلومېدل، دواړه لاسونه مې هم پرې شوي وو. ستونی مې ډک شو او خبرې مې نه شوای کولی". د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له هغو دوولسو ناقانونه افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې وایي د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو سخت وهلي وو، له هغه هېواده یې په جبري توګه په لوڅو پښو ایستلو ته اړ کړي وو. دوی وایي، په واوره کې یې په ساعتونو لوڅو پښو سره مزل کړی و چې د بدن غړي یې یخ وهلي وو او له کبله یې اوس د بدن یو یا څو غړي پرې شوي دي.
د چڼاسکې وهلي خواړو روغتیایي زیانونه
د "چڼاسکې وهلي خواړو" په اړه په انلاین نړۍ کې یو چټک لټون کولای شي ځینې په زړه پورې پایلې راوباسي. ایا دا خوړل خوندي دي؟ که په تېروتنه ترې وخوړل شي، څه به پېښ شي؟ یا ان دا که چرګانو ته ورکړل شي، څه به وشي؟ همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته ډېرې پوښتنې شته او په ټیکټاک کې داسې ویډیوګانې هم لیدل کېږي چې ځینې خلک په قصدي ډول چڼاسکه وهلي خواړه خوري! کله کله دا د ټوکو لپاره وي او ښايي د ډېرو لیدنو (کلېکونو) ترلاسه کولو لپاره هم وي، خو داسې پوسټونه هم شته چې غواړي د دې موضوع په اړه معلومات ورکړي.
په دوبۍ کې یوه ټېکټاکره د ملګري د وژنې په تور د اعدامېدو خطر سره مخ ده
د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د بروک جارج په نوم یوه ۲۳ کلنه برېتانوۍ ټېکټاکره په دوبۍ کې د خپل ملګري د وژنې په تور نیول شوې او د اعدام له خطر سره مخ ده. دا ډله (ډيټېنډ اېن دوبۍ) یا (په دوبۍ کې توقیف شوي) نومېږي او وايي چې اغلې جارج له دغه سړي سره پرلیکه یا انلاین بڼه ملګرې شوې وه. دا بنسټ دعوه کوي چې ګواکې دې ښځې په متحده عرب اماراتو کې پر خپل دغه ملګري هغه وخت د ځان په دفاع کې د چړې ګوزار کړی چې هغه ورسره تاوتریخوالی کاوه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۷ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































