BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایل ټانکر

    امریکا د تېلو بندیزونه نرم کړل؛ ایران د اټومي پلټونکو ورتګ په هکله د وینس ادعا رد کړه

    ایران د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې و، دغه هېواد به بېرته د اټومي انرژۍ نړیوالو پلټونکو ته د ننوتلو اجازه ورکړي. دا خبره وروسته له هغې راپورته شوه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې ختمولو په پار د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.

  • د اروپايي ټولنې بیرغ

    بلجیم د طالبانو حکومت یوه پلاوي ته د اروپايي ټولنې ناسته کې ګډون لپاره ویزې صادرې کړې

    د بلجیم بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو حکومت یوه پینځه کسیز پلاوي ته یې د ګډوالۍ په تړاو د اروپايي ټولنې په ناسته کې ګډون لپاره ویزې صادرې کړې دي. پخپله د طالبانو حکومت تر اوسه اروپا ته د خپلو استازو د سفر او د دې ناستې د ایجنډا په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا اروپا ته د طالبانو حکومت د استازو دغه پلان شوی سفر د بشري حقونو د فعالانو له غبرګون سره مخامخ شوی.

  • سلویا یاسمینا ۵۴ کلنه او فرانسوۍ ده

    فرانسوۍ ښځه چې مېړه په زور ۱۲ کاله له ماشومانو سره باړه کې ساتلې؛ "بېرته فرانسې ته ځم"

    په خیبرپښتونخوا کې پولیس وايي، یوه ۵۴ کلنه فرانسوۍ ښځه یې چې د خپل مېړه لخوا له پېنځو ماشومانو سره یو ځای په زور 'باړه' کې په یوه کور کې ساتل کېده، موندل شوې ده. پولیسو ویلي، د دې ښځې د مېړه خلاف یې د زور زیاتي او خپلسري حبس د تور قضیه ثبت کړې او هغه یې نیولی دی. د خیبر ضلعې د پولیسو مشر (ډي‌پي‌او) وقار احمد بي‌بي‌سي ته ویلي، د سلویا یاسمینا په نوې دې فرانسوۍ ښځې ته د مېړه له کوره د وتلو اجازه نه وه او دا چې زوی یې د موکې په موندلو سره ځايي پولیس پرې خبر کړي دي.

  • امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ

    ټرمپ: د ایران یو څه کنګل شوې پیسې ازادې شوې، له امریکا به خوراکي توکي پرې پېرل کېږي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ وايي، د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړې دي. هغه ویلي پر دغو پیسو به له امریکايي کرونګرو خوراکي توکي پېرل کېږي. نوموړي همدا راز سویس کې له ایران سره د مذاکراتو د لومړي پړاو له پایلو هم رضایت ښودلی دی.

  • انډي برنهم

    د بریتانیا د لومړي وزیر استعفا: انډي برنهم د پارلمان د غړي په توګه لوړه کړې

    د بریتانیا د کارګر ګوند د مشر او لومړي وزیر سر کېیر سټارمر تر استعفا وروسته د دغه ګوند بل غړي انډي برنهام د پارلمان د غړي په توګه لوړه وکړه. ښاغلي برنهم تایید کړې چې غواړي د لومړي وزیر په توګه د سټارمر ځایناستی شي. خو هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، اوس تر وخت وړاندې ده چې د نویو عمومي ټاکنو په تړاو فکر وشي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • Kabul
  • سویس کې د خبرو ځای
  • هرات
  • ډرون
  • مرسي او ګډنس
  • بریتانیا - شاهي محکمه
  • یونیسف افغانستان
  • محبوبه اخترزاده
  • ټرمپ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یوې احتجاج کوونکې د ماه‌رنګ بلوڅ عکس په لاسونو کې نیولې او په پرلت ناسته برېښي.

    ماه‌ رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

    له بلوچستانه رپوټونه وايي چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ ته د "عمري بند سزا اورول شوې ده". اغلې بلوڅ ته دا سزا د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورولې ده. ځینو پاکستانیو رسنیو او پر خواله رسنیو فعالانو لیکلي چې د اغلې بلوڅ محاکمه د کوټې له زندانه په انلاین بڼه ترسره شوه او محکمې په ګوادر کې د یوه امنیتي کس د وژنې په قضیه کې پړه وپېژندله او د عمري بند سزا یې ورته واوروله.

  • ستورمزلی عبدالاحد مومند

    افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند ومړ

    د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۶۷ کلونو به عمر جرمني کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بي‌بي‌سي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی. عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.

  • عراقچي

    عراقچي: د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې"

    په داسې حال کې چې منځګړو د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې وروسته د لومړي پړاو مذاکرات "له هیله‌بښونکي پرمختګ" سره مله بللي، عراقچي وايي چې د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې دي". د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پای‌ته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".

  • A hand holding a bunch of supplements in an open palm. There are bottles of supplements as a background.

    هره ورځ د خوړو بشپړوونکو درملو ګډوله خوړل ښايي تر ګټي زیان ډېر ولري

    ما هېڅکله ځان د خلکو له ډلې نه باله چې د غذایي تکمیلوونکو (بشپړوونکو (سپلیمنټونو) خوړلو ته لېواله وي، خو ما خپلې المارۍ ته ښه وکتل.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي