BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • امرلله صالح، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، او جنرال یاسین ضیا

    د افغانستان د سیاسي مشرانو اختریز پیغامونه؛ نجونو لپاره د زدکړو غوښتنه او د ملي شتمنیو پر 'لوټلو' نیوکې

    نن د لوی اختر په مناسبت، د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو، لکه حامد کرزي، عبدالله عبدالله، امرالله صالح او د افغانستان د ازادۍ جبهې، په جلا جلا اختریز پیغامونو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکې کړې دي، او ځینو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان "پنځه کاله تیاره" بللی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان "د دې لرغونې خاورې د ټولو خلکو ګډ کور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.

  • اشرف غني

    اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی

    د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.'' ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بې‌خبره شوی نه دی.''

  • هرمز تنګی

    ایران د امریکا وروستي بریدونه له اوربند "جدي سرغړونه" بللې ده

    ایران وايي امریکا پر دغه هېواد د نويو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره له اوربند "جدي سرغړونه" کړې ده. د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.

  • حج

    حاجیان د 'ستر رکن' د ادا کولو لپاره د عرفات میدانونو ته ورځي

    حاجيانو د ذي الحجې اتمه ورځ او ورپسې شپه منی (منا) کې تېره کړه، ورپسې د سې شنبې سهار لومړیو ساعتونو کې د حج تر ټولو مهم رکن ادا کولو لپاره د عرفات میدان ته ورسېدل.

لنډې ویډیوګانې

  • د هلمند لوبغالي
  • حج
  • کانګو
  • Tesla
  • BBC
  • UN Human Rights Office
  • fire
  • بغلان کې سېلاب
  • غوایی
  • کوتل
  • سټوډیو کې د کلاشنیکوف زدکول

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • ابراهيم ځدراڼ او راشد خان

    له راشد خان او ابراهيم ځدراڼ پرته د هند پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د افغان لوبغاړو نوملړ؛ څه ډول یې بولئ؟

    د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (۲۶ مې) د هند پر وړاندې يوې ټېسټ لوبې او دريو يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د ټېسټ لوبې په لوبغاړو کې وتلی ورو توپ اچوونکی راشد خان او همدا راز تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدارڼ نشته. راشد خان اوسمهال د هند غوره لیګ کې لوبېږي او ويل کېږي ډاکترانو ورته د دمې سپارښتنه کړې ده. ابراهیم ځدراڼ هم د روغتیايي مسئلو له کبله د ټېسټ لوبې لپاره نه دی غوره شوی.

  • مجتبی خامنه‌اي د خلکو ترمنځ روان دی، توره مذهبي پګړۍ يې پر سر ده، عینکې یې اچولې دي او موسکی دی.

    مجتبی خامنه‌ يي: امریکا به نور په سیمه کې خپلو اډو ته هېڅ خوندي ځای و نه مومي

    د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي په یوه لیکلي پيغام کې ویلي چې د سیمې هېوادونه به نور امریکايي اډو ته ډال پاتې نه شي. ښاغلی خامنه‌اي چې په تېره مارچ میاشت کې د خپل وژل شوي پلار تر ځای‌ناستي ټاکل کېدو وروسته په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، نننی لیکلی پیغام یې د ایران دولتی تلویزون خپور کړی دی. هغه د حج په مناسبت په دغه پیغام کې ویلي، "یقیني خبره دا ده چې د وخت د ساعت ستن شا ته نه راګرځي او نور به د سیمې ملتونه او ځمکه د امریکايي اډو لپاره ډال/سپر و نه اوسي".

  • A girl sits in front of a window wearing pink

    د افغان نجونو پرزده کړو بنديز: "کله چې د خپل عمرهلکان ووینم چې پوهنتونونو ته ځي - د خپل نه فراغت له امله ډېر بد احساس کوم"

    عالیه چې موږ یې د خوندیتوب لپاره نوم بدل کړی، له خپل کور او کلي‌ سلګونه کیلومتره لېرې کابل ته سفر کړی چې له جبري واده وتښتي.‌ هغې چې کله تېر کال له خپلې ترور لور سره دا استثنایي سفر کاوه نو په افغانستان کې د نافذ قوانین له مخې له سر تر پښو پورې پوښلې وه او یوازې سترګې یې ښکارېدي.

  • د مونیکا وېټ هغه انځور چې د امریکا تحقیقاتو ادارې (FBI) خپور کړی

    د امریکا یوه پخوانۍ پوځۍ ایران ته پر جاسوسۍ تورنه او د نیولو لپاره یې جایزه اعلان شوې: مونیکا وېټ څوک ده؟

    د امریکا تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) د پخوانۍ امریکايۍ پوځۍ مونیکا وېټ د نیولو لپاره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو جایزه اعلان کړې ده. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په واشنګټن ډي سي کې یوې فدرالۍ جرګې پرې د جاسوسۍ او د ایران حکومت سره د ملي دفاع اړوند معلوماتو سپارلو تور پورې کړی و. د جرم رسمي راپورکې ویل شوي چې مونیکا وېټ په ۲۰۱۳ کال کې ایران ته تللې وه. د مې پر ۱۴مې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې د امریکا تحقیقاتو ادارې لا هم د هغې د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.

  • حج په ۱۹۶۷ کال کې

    پخوا به حاجیان د نړۍ له هر ګوټه له کومو تاریخي لارو حج ته تلل؟

    د حاجیانو ټینګار پر دې چې د "حاج" لقب وساتي، له هغه ژور ارزښته سرچینه اخلي چې د مکې او مقدسو ځایونو څخه لرې مېشتو مسلمانانو لپاره لري. هغوی اوږده واټنونه وهلي، د تیږو او سختو ډبرو له امله یې پښې زخمي شوې او د بیت الله (کعبې) په لور په خپل سفر کې یې لوږه او تنده زغملې ده.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي