BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • امرلله صالح، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، او جنرال یاسین ضیا

    د افغانستان د سیاسي مشرانو اختریز پیغامونه؛ نجونو لپاره د زدکړو غوښتنه او د ملي شتمنیو پر 'لوټلو' نیوکې

    نن د لوی اختر په مناسبت، د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو، لکه حامد کرزي، عبدالله عبدالله، امرالله صالح او د افغانستان د ازادۍ جبهې، په جلا جلا اختریز پیغامونو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکې کړې دي، او ځینو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان "پنځه کاله تیاره" بللی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان "د دې لرغونې خاورې د ټولو خلکو ګډ کور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.

  • اشرف غني

    اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی

    د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.'' ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بې‌خبره شوی نه دی.''

  • هرمز تنګی

    ایران د امریکا وروستي بریدونه له اوربند "جدي سرغړونه" بللې ده

    ایران وايي امریکا پر دغه هېواد د نويو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره له اوربند "جدي سرغړونه" کړې ده. د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.

  • ابراهيم ځدراڼ او راشد خان

    له راشد خان او ابراهيم ځدراڼ پرته د هند پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د افغان لوبغاړو نوملړ؛ څه ډول یې بولئ؟

    د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (۲۶ مې) د هند پر وړاندې يوې ټېسټ لوبې او دريو يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د ټېسټ لوبې په لوبغاړو کې وتلی ورو توپ اچوونکی راشد خان او همدا راز تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدارڼ نشته. راشد خان اوسمهال د هند غوره لیګ کې لوبېږي او ويل کېږي ډاکترانو ورته د دمې سپارښتنه کړې ده. ابراهیم ځدراڼ هم د روغتیايي مسئلو له کبله د ټېسټ لوبې لپاره نه دی غوره شوی.

لنډې ویډیوګانې

  • د هلمند لوبغالي
  • حج
  • کانګو
  • Tesla
  • BBC
  • UN Human Rights Office
  • fire
  • بغلان کې سېلاب
  • غوایی
  • کوتل
  • سټوډیو کې د کلاشنیکوف زدکول

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي