BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • بغداد

    عراق کې افغان کارګر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

    بي بي سي موندلې چې د عراق په زندانونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هغوی چې دغه هېواد ته ناقانونه ډول تللي، ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله یې حالت سخت شوی.

  • ټرمپ له ورسره پلاوي سره له الوتکې راکوز شوی او یوه بل لور ته یې هرکلي ته چینایان ولاړ دي.

    ژوندۍ پاڼه, ډونلډ ټرمپ چین ته ورسېد؛ د ایران جګړې په اړه به څه سره ووايي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته رسېدلی چې د یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي په ګډون د خپلې ادارې ځينې چارواکي هم ورسره دي. ټاکل شوې دی به له خپل چینايي سیال شي جین‌پينګ سره وګوري او د دواړو هېوداونو ترمنځ پر ناندریزو سوداګریزو اړیکو، د ایران جګړې او همداراز پر تایوان د امریکا لخوا د وسلو په خرڅولو باندې به خبرې سره وکړي. ټرمپ‌ تر دې مخکې ویلي چې د ایران په جګړه کې د چین مرستې ته اړتیا نه لري. بلخوا د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي چې، "امریکا او اسرائيل د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو" او په جنوب کې د ایران "د ځينو ټاپوګانو د نیولو اراده لري".

  • Trump

    چین ته د ولسمشرټرمپ له سفره، تمې څه دي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جي پېنګ دواړه له دغه سفره د مثبتو پایلو هیلې لري. د نړۍ د دوه سترو قدرتونو د ولسمشرانو تر منځ دا لیده کاته په نړۍ کې د دوه ډېرو مهمو سفارتي ناستو څخه حسابېږي. په نړیوالو اړیکو کې که څه هم دا دواړه مشران ستر سیالان باله شي خو ټرمپ چین ته له روانېدو مخکې په خپلو خبرو کې شي جي پېنګ دوست وباله او ویې ویل " دا به ډېر په زړه پورې سفر وي"

  • د افغانستان بانک ودانۍ

    'افغانستان کې د شرکتونو پر بانکي ضمانتونو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي'

    د افغانستان بانک په یوه تازه اقدام کې او له نږدې پنځه کلونو انتظار وروسته هغو کمپنیو او شرکتونو ته د خپلو ضمانتونو د ورکولو پرېکړه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره یې خپلې پیسې امانتې اېښې وې. په عادي ډول حکومتونه د لویو پروژو د پلي کولو په تړاو له کمپنیو د ضمانت په توګه امانتې پیسې اخلي او پروژو کې د کومو ستونزو رامنځته کېدو پرمهال بیا ترې ګرځول کېږي.

  • د طالبانو حکومت یو امنیتي کس کلاشينکوف په لاس دریشي کړی ولاړ دی، تر څنګ یې د سرې میاشتې رضاکاران یو تابوت عیدګاه جومات ته لېږدوي.

    کابل کې د روږدو د درملنې مرکز کې د وژل شوو کورنۍ: باید له پاکستانه د "دغه جنایت" پوښتنه وشي

    په یوه باراني ورځ او ساړه سهار مسعوده د کابل په شمال لوېدیځ کې پر غونډۍ جوړې هدیرې کې د خپل کشري ورور میرویس قبر ته دعا ته ور روانه ده. میرویس له هغو لږترلږه ۲۶۹ کسانو و چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ووژل شول.

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟
  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د جنازې مراسمو په دغه عکس کې ګڼ تابوتونه ایښي چې د پاکستان بیرغ پرې اچول شوی او شا ته یې ملا او ورپسې مقتدیانو د جنازې لمونځ ته اقتدا کړې ده.

    د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟

    "اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتح‌خېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټر‌بم او وسله‌وال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځ‌ته شوې؟

  • کابل له لوړ ځایه

    د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.

  • قطر

    د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز

    د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.

  • جنگ ربات ها

    په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

    د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۳ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي