BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
مجاهد: تېر کال افغانستان کې د یو اعشاریه درې میلیونه ماشومانو زېږونونه ثبت شوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د تېر یوه کال په اوږدو کې د افغانستان په روغتونونو او روغتیايي کلینکونو کې څه باندې میلیون ماشومانو زېږونونه ثبت شوي دي. ښاغلي مجاهد د ''حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې'' تر سرلیک لاندې د طالبانو حکومت د فعالیتونو د تشریح لړۍ په وروستۍ ورځ خبري کنفرانس کې په تېر کال کې د روغتیا، چاپېریال او ورزش په برخو کې د حکومت لاسته راوړنې بیان کړې.
له پاکستانه د روغتیا برخې افغان محصلانو د ایستلو په اړه پراخ غبرګونونه څرګند شوي
افغان محصلانو ته پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پياېمډيسي) اړوندو طبي بنسټونو او ادارو ته امر کړی چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي، د پاکستان دې کار خپله پاکستان، افغانستان او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه ایستل کېدونکو افغان محصلانو ته افغانستان کې د پاتې روغتیايي زدکړو د دوام زمینه برابروي.
د احمد شاه مسعود له وژل کېدو ۲۵ کاله وروسته؛ د هغه د قضیې برخلیک څنګه شو؟
د افغانستان د سیاست له مشهورو څېرو، احمد شاه مسعود، له ترور څخه ۲۵ کاله تېرېږي. د نوموړي کورنۍ وايي، د افغانستان حکومتونو د احمد شاه مسعود د ترور د قضیې د تعقیب او څېړنې په برخه کې لازمې همکارۍ نه دي کړې.
د یمن حوثیانو ته د پاکستان دفاع وزیر خبرداری: پر سعودي عربستان برید ښايي د مکې دفاعي تړون فعال کړي
پاکستان د یمن حوثیانو ته د خبرداري پر مهال ویلي، د مکې دفاع د نوي جوړ شوي ایتلاف په هر غړي برید، پر دریو واړو غړو برید ګڼل کېدای شي. سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان د دې تړون اوسني غړي دي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی پر سعودي عربستان د حوثیانو تر بریدونو وروسته، دا تړون علمي بڼه خپلولی شي.
د ناروې د کډوالو شورا: کورنۍ د سقوط په حال کې دي، پرېښودل شوې او له پامه غورځول شوې
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې کورنۍ له داسې کړکېچ سره مخ دي چې هره میاشت لا پسې سختېږي. دغې ادارې په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، د بېځایه کېدو، جګړو، اقلیمي ناورینونو او جنسیتي تبعیض له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي. د ناروې د کډوالو شورا یا (اېنارسي) سرمنشي یان ایګلانډ دا اونۍ افغانستان ته سفر کړی او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان په بشپړه توګه پرېښودل شوی او د دې وضعیت تر ټولو بدې پایلې ښځې او نجونې زغمي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې د ښځو ښکنځل کول بد ګڼل کېږي؟
په هند کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ځوانو ښځو نوي انځورونه چې پکې ښکنځلې کوي، یو غیر معمولي بحث راپورته کړی دی: ایا کله چې د ښځو له خولې سپکې خبرې راوځي، بد ګڼل کېږي؟ په دې بحث کې تازه ورګډ شوی کس، د هند د اصلي اپوزیسیون ګوند مشر راهول ګاندي دی، چې د ځوانو ښځو د ښکنځلو په اړه یې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر څرګندونو نیوکه کړې، چې دا یې "کلتوري شاک" بللی و.
سېنټکام: د ایران پنځه تېل وړونکي بېړۍ مو له منځه یووړې؛ سپاه: دوه امریکایي جنګي بېړۍ مو په نښه کړي
د ایران او امریکا ترمنځ د فارس خلیج په سیمه کې د بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده. د سې شنبې شپې په نیمایي کې او څو ساعته وروسته له هغې چې سپاه پاسداران د امریکا د یوې بې پیلوټه اوبتل د "ښکار" خبر ورکړ او انځورونه یې خپاره کړل، سېنټکام اعلان وکړ چې د خپلو بېړیو پر وړاندې د ایران د برید په غبرګون کې یې پر پنځو ایراني نفت لېږدوونکو برید کړی او هغه یې "له منځه وړي" دي.
د کابل پوهنتون د ادبیاتو پښتو او دري څانګو ته د خپلواکو پوهنځیو درجه ورکړل شوه
د افغانستان پلازمېنې کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو او دري څانګو ته د پوهنځیو درجه ورکړل شوې ده. پر سې شنبه د کابل پوهنتون پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د لوړو زدکړو عالي شورا په غونډه کې شوې، چې له مخې یې: ''د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او ادبیاتو څانګړې د دوو خپلواکو پوهنځیو کچې ته لوړ شول.'' په اعلامیه کې دا پرېکړه ''لويه علمي او کلتوري لاسته راوړنه'' بلل شوې ده.
د طالبانو حکومت او یوه سعودي شرکت تر منځ د تېلو او ګازو د تړون لاسلیک، زلمي خلیلزاد هم پکې ګډون درلود
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ (۷ سپټمبر) په پلازمېنه کابل کې د ډېلټا انټرنېشنل په نامه له يوه سعودي شرکت سره د کشک - تيرپل د نفتو او ګازو حوزې د لټون او استخراج تړون لاسلیک کړ.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































