BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • عراقچي د مایکونو شا تر ناست پر خبرو ښکاري.

    عراقچي امریکا ته: که بېرته جګړه پیل کړئ نو "له ډېرې حیرانۍ" سره به مخ شئ

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ګواښه ډکو هغو څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړی چې پر ایران یې د بیا پوځي برید خبرداری ورکړی و. ښاغلي عراقچي ویلي، "ډاډه اوسئ، جګړې ته راستنېدل به مو له ډېرو حیرانیو سره مل وي". خو د امریکا مرستيال ولسمشر جي ډي وېنس بیا ويلي چې د امریکا او ایران تر منځ په خبرو کې "د پاموړ پرمختګ" شوی او په وینا هېڅ لوری نه غواړي چې پوځي اقدام بيا پيل کړي.

  • چین

    د چين او روسيې ترمنځ څه شریک دي؟

    په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.

  • Yang Shuang-zi

    "د تایوان یونلیک" د بوکرز جایزې ګټونکی ناول

    سږ کال د کتاب نړیواله بوکر جایزه "د تایوان یونلیک" ناول ته ورکړل شوه چې تایوانۍ لیکوالې یانګ شوانګ زي لیکلی دی. دا ناول په چینایي (ماندرین) ژبه لیکل شوی او د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوی دی. د بوکرز جایزې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ماندرین ژبې ژباړل شوی اثر پکې ګټونکی اعلانېږي.

  • ارشیف تصویر

    'د شاتو مچیو ګڼ شمېر افغان کاروباریان له پاکستانه افغانستان ته لېږدېدلي دي'

    په افغانستان کې د شاتو د مچیو ساتونکو ټولنې بي بي سي ته ویلي، چې په دې وروستیو کې ګڼو افغانانو خپل دغه کاروبارونه له پاکستانه افغانستان ته لېږدولي، چې ورسره په دغه هېواد کې د شاتو د تولید صنعت غوړېدلی دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې د شاتو د مچیو له درې زرو ډېر فارمونه فعال دي.

  • وېراټ کوهلي او روهېت شرما

    هند افغانستان سره ټېسټ لوبې او يو ورځنيو سياليو لپاره لوبغاړي اعلان کړل

    د هند کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (۲۰ مې) د افغانستان پر وړاندې يوې ټېسټ لوبې او د دريو يو ورځنيو لوبلړۍ ته د ۱۵ کسيزه لوبغاړو نوملړونه په ډاګه کړل.

لنډې ویډیوګانې

  • د یوې نجلۍ انځور چې د سرو زرو ګاڼې یې اچولې دي.
  • طارق وزیر
  • US JETS
  • ترکیه
  • Peshawar
  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي