BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • افغان کرېکټ لوبډله

    افغانستان د هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ پایلوبه وګټله

    اسټرالیا د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په ځوابي لوبه کې افغانستان په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې لا پاتې وو، د دوو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

  • جرمني

    جرمني کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې

    د شنبې په شپه د جرمني د فرانکفورت ښار په مرکز کې لاریون کوونکو وروسته له هغه یو شمېر دوکانونه لوټ کړل، چې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد د جرمني په ځینو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو. د فرانکفورت ترڅنګ، چې د جرمني اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په برلین، کولون او هامبورګ ښارونو کې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي. پولیس وايي، د اور وژنې او بېړنیو خدمتونو پر کارکوونکو د اورلوبو توکو، ډبرو او بوتلونو له غورځولو وروسته یې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د اوبو توپونه وکارول.

  • ټرمپ

    ټرمپ: له ایران سره مذاکرات ښه روان دي، خو د باور وړ نه دي

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له ایران سره خبرې سمې روانې دي او ایران جوړجاړی غواړي. د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د خبرو په اړه د ده اصلي اندېښنه دا ده، چې پر ایران ډېر باور نه شي کېدای.

  • اجمل جواد او ذبيح الله مجاهد

    مجاهد: پاکستان د کړکېچ سوله‌ییز حل ته چمتو نه دی؛ اسلام اباد وايي د طالبانو حکومت دې له خپلې خاورې د ترهګرۍ مخه ونيسي

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ګڼو هڅو باوجود له پاکستان سره یوه جوړ جاړي ته د دوی د نه رسېدو لوی لامل دا دی، چې پاکستاني چارواکي د ده په وینا پر خپلو ناکامو پالیسیو ټینګار کوي او دې ته چمتو نه دی چې پر سوله‌ییزه لاره مخ ته ولاړ شي.

  • دا عکس دشت برچې کې لیدل کېږي

    د ښارونو نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وايي‌ کابل میلیونونو کسانو لپاره د یوه هوسا او سوکاله ژوند پر ښار بدلیدای شي

    د ملګر ملتونو د استوګنې یا اسکان اداره 'یو این هبیتات' وايي، اټکل دا دی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو یو افغان په ښارونو کې ژوند کوي او دا چې دغه وضعیت له فرصتونه او ننګونې دواړو ډک دی. دا اداره زیاتوي، که کابل ښار ته پام لا ډېر شي نو کېدای شي چې دا ښار د میلیونونو کسانو لپاره د هوسا او سوکاله ژوند په ښار بدل شي. کابل، چې شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي لري، د هغو پلازمېنو له ډلې دی چې په چټکۍ پراخېږي.

  • له امریکا د ایستل کېدونکو کډوالو یو ارشیفی عکس

    امریکایۍ رسنۍ: د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي لسګونه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه کړي

    مریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له متحدو ایالتونو وباسي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې او اېن‌بي‌سي نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ټاکل شوې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته واړول شي. د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو د ټرمپ د ادارې پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.

  • د افغانستان کرېکټ لوبغاړي

    د هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ چې افغانستان پکې له استرالیا سره پایلوبې ته وتلی

    افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د سکاټلنډ له ماتولو وروسته د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

  • هېتي کې طالبان ډله

    ولې په هېتي او کېنیا کې ورانکارې ډلې ځانونه "طالبان" بولي؟

    په یوه ویډیو کې ښکاري، یو ځوان چې د باسکیټ بالرانو جامې یې اغوستې دي او څپلۍ یې په پښتو دي، په هوا کې یې ډزې کوي. له دې شېبې وروسته په یوه بله ویډیو چورلکه ښکاري چې د پرواز په حال کې ده. پر تصویر لیکل شوي وو: "Taliban Yo atè a" "طالبان ښکته/پر ځمکه دي".

  • د اوکرایین پوځ

    امریکا پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه وکړه

    د امریکا متحده ایالاتو پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه کړې ده. اوکرایین د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره دغو توغندیو ته سخته اړتیا لري. د دغو توغندیو د پلورلو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې اوکرایین اعلان وکړ، په تېرو څو میاشتو کې د دغو توغندیو د لېږد بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • آس نېزه
  • کرېکټ
  • .
  • زهران ممداني
  • Keyframe #1
  • عظمت الله عمرزی
  • راشد خان
  • ګاډي ایزنکوټ
  • Keyframe #3
  • photo

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر و نظر۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده

    برنامه نظر و تحلیل شنوندگان

  • واورئ, غرمني خبرونه۱ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي