BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
طالبانو حکومت له کانونو پرته د نورو ټولو کاروبارونو او افرادو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، له کانونو پرته د نورو ټولو شرکتونو او دوکانونو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړې ده. چارواکي وايي، د دې ګام موخه پر سوداګرو او خلکو د فشار کمول او د بیو را ټیټول دي. دا په تېرو کلونو کې دویم ځل دی چې د طالبانو حکومت په ځینو برخو کې مالیات کموي او یا د ځینو برخو مالیات معافوي.
ژوندۍ پاڼه, د امریکا او ایران بریدونه: قطر د ایران بریدونه وغندل
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني سېنټکام ویلي، یوه اوونۍ کې پر ایران درېیمه جوپه بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ اهداف په نښه کړي دي. ایران بیا وايي د امریکا د "تېري" په ځواب کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د دغه هېواد پر پوځي اډوهدف ګرځولې دي
یو هندی فلمي ستوری راج پال یادوف په درېیو میاشتو بند محکوم شوی
د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې عالي محکمې (های کورټ) د هندي فلمونو ټوکمار اداکار راج پال یادو د یوه فلمي شرکت n پور نه پرې کولو له امله په درېیو میاشتو بند محکوم کړی دی. د راج پال یادو په خلاف د دوسیې وړاندې کوونکې کمپنۍ وکیل ویلي، " د محکمې قاضي سورنا کانټا د "چېک باونس په قضیه کې " په نوموړې د ملامتیا پخوانۍ پرېکړه بیا وکړه او راج پال یادو ته یې حکم وکړ چې شکایت کوونکې کمپنۍ ته خپلې پیسې زر ور وګرځوي."
د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ او ارجنټاین نیمه پایلوبو ته ووتل
انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په منځلوبو کې ناروې ته ۲-۱ ماته ورکړه او نیمه پایلو ته یې لار ومونده. د انګلنډ لپاره دواړه ګولونه جود بلېنګم ووهل. هغه تېره سیالۍ کې هم دوه ګولونه کړي وو.
د جرمني هغه ډاکتر چې ۱۵ ناروغان یې وژلي: "فکر مې کاوه له هغوی سره ښه کوم"
جرمني کې یو ډاکتر د خپلو ۱۵ ناروغانو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شوی دی. د برلین یوې محکمې د دې قضیې په تړاو د پرېکړې اورولو پر مهال ویلي چې "۴۱ کلن جوهانس ایم (مستعار نوم) د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې په لوی لاس ۱۲ ښځینه او درې نارینه ناروغان وژلي دي." چارواکو زیاته کړې چې دا وژنې ښايي د یوې لویې دسیسې یوازې یوه کوچنۍ برخه وي. د دې قضیې څارنوال ویلي، په لسګونو نورو مشکوکو پېښو کې هم د جوهانس اېم د احتمالي ښکېلتیا په تړاو څېړنې روانې دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ملګري ملتونه؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېږي
ملګري ملتونه اټکل کوي، د افغانستان نفوس به د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه ۴۸ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته ورسېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ "یوناما" دا شمېرې نن د جولای پر ۱۱مه، چې د نفوس له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړې دي.
ظاهر قدیر امریکا کې محکمې ته حاضر شو
د افغانستان جمهوري نظام ولسي جرګې پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، چې پرې د لګېدلو تورونو لړ کې محاکمه شي. پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
ولې میاشې ځینې کسان تر نورو ډېر چیچي؟
میاشې (میاسې) موږ ته د نژدې کېدو ډېر مخکې، له لرې واټنه هغه ځینې نښې احساسوي چې زموږ بدنونه یې خپروي. نو ایا ته د دې وینې څښونکو حشراتو له غوره هدفونو یې که نه میاشې چندان اغېز نه درباندې کوي؟
د طالبانو حکومت او هند د بهرنیو چارو وزارتونو له ګډې کمېټې څه غواړي؟
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د هند–افغانستان د ګډې کمېټې د غونډې څلورم پړاو ناسته چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري اېم انند پرکاش او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مشر شعیب بریالي د پلاوو مشري کوله، د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۹مه نېټه په نوي ډیلي کې وشوه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































