BBC News, پښتو - کور پاڼه

افغانستان، زلزله

کابل کې د زلزلې له کبله اته کسان مړه شوي دي

په کابل کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تائید کړه چې د جمعې په ماښام د دې ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې د یوې نسبتا قوي زلزلې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی. دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه چې د افغانستان هندوکش غرونو په لړۍ کې د ۱۸۱ کیلومترو په ژوروالي کې د ۵.۸ درجې شدت زلزله ثبت شوه.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • ماو نینګ
  • ArtemisII
  • زین العابد عابد
  • Artemis II launch
  • Bierut
  • ایران
  • خارګ ټاپو
  • جیټ
  • یوه افغانه نجلۍ چې د ښوونځي بکس یې په شا کړی دی او روانه ده
  • ډیورنډ کرښه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • حسین علي احمدي او دوه لوڼې یې ریحانه او یګانه پر ری ښار برید کې ووژل شول

    پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي

    د ایراني رسنیو د راپورونو او هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي دي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي. په هغو تصویرونو کې چې د مارچ پر ۲۷مه د تهران په سویل کې اخیستل شوي، مرستندویه کارکوونکي د وژل شویو کسانو مړي لېږدوي.

  • ارتمیس ۲

    ناسا سپوږمۍ ته د دایمي اډې جوړولو د هڅې په موخه ارټمیس ۲ فضايي بېړۍ واستوله

    د ناسا ارټمیس ۲ فضایي بېړۍ فضا ته له اوریون کپسول سره وتوغول شوه، هغه چې تر اوسه د ناسا تر ټولو لوی توغندی ګڼل کېږي. ارټمیس ۲ څلور ستورمزلي لري، چې درې یې امریکایان (ریډ وایزمن، کریستینا کوچ، ویکتور ګلوفر) او یو کاناډایی (جرمي هنسن) دی او د امریکا پر ختیځ وخت د ماښام پر ۶:۳۵ بجو د فلوریډا له ناسا کینيډي فضایي مرکزه فضا ته واستول شوه.

  • Image shows Donald Trump

    ټرمپ ولې د ایران د جګړې په اړه مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پرېښې؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې ماښام له سپینې ماڼۍ خپله وینا وکړه، ‎- سره له دې چې مخکې یې ځینې اټکلونه کېدل - تر ډېره هغه خبرې بیا تکرار شوې چې هغه یې د ایران جګړې په اړه له څو ورځو راهیسې کوي.

  •  دملګرو ملتو دوه کار کوونکي

    ملګرو ملتو افغانستان کې "په سم لاسی ډول" پر ښځینه کارکوونکو د بنديز لرې کولو غوښتنه کړې

    د ملګرو ملتو کارپوهانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ددې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګېدلی بندیز په سم لاسي توګه لرې کړي. دې کارپوهانو په یوه اعلامیه کې پردې بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه کارکوونکو مېرمنوپه حقونو مخامخ ګذار" بللی دی.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي