BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • کونړ

    د طالبانو حکومت: په تېر یوه کال کې په طبیعي پېښو کې ۶۷۹ تنه مړه شوي

    طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت اداره وايي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي یا قدرتي پېښو له امله ۶۷۹ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۶۰۰ نور ژوبل شوي دي. له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې دا شمېرې نن سې‌شنبه د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۱) د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله اېکس‌پاڼه خپرې کړې دي.

  • الهان عمر

    د امریکا د کانګرس د غړې الهان عمر کور پلټل شوی

    عمر په صومالي کې زېږېدلې او په اته کلنۍ کې له جګړې له امله له خپله ټاټوبي وتلې او امریکا ته یې پناه یووړه. هغه لومړی وار په ۲۰۱۸ کال کې د کانګرس د غړې په توګه وټاکل شوه، او هغې د راتلونکې میاشتې ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو لپاره خپلې ټاکنیزې منډې ترړې ګړندۍ کړې دي.

  • د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار

    اسحاق ډار: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان پرته بل غوراوی نه و

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې مرستیال لومړي وزیر هم دی، په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت او د والي واکمنۍ د اعلانېدو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې "له حکومت سره له بېړني حالت پرته بل هېڅ غوراوی نه و پاتې."

  • مجاهد او تارړ

    تارړ ادعا کړې، د ټي‌ټي‌پي له ۶ زرو ډېر وسله‌وال په افغانستان کې دي؛ مجاهد: "پروپاګند کول ناکام سیاست دی"

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي،‌ "د پاکستاني چارواکو له خوا د بې ځای تورونو لګول، د مذاکراتو بهیرونو سبوتاژ کول او د حل پر ځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند، ناکام سیاست دی." هغه نن دوشنبه (د اکتوبر ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې د پاکستاني چارواکو لخوا پر افغانستان د "خپلو ناکامیو" د پړې اچول هېڅ ستونزه نه حل کوي. ځینې راپورونه وایي، ښاغلي مجاهد دغه بیان ظاهرآ د پاکستان د اطلاعاتو د وفاقي وزیر عطالله تارړ څرګندونو ته په غبرګون کې خپور کړی دی.

  • صدیق الله اتل او حشمت الله شهيدي

    د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبې وروستۍ ورځ؛ افغان لوبغاړي توپوهنه کوي

    د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ افغانستان توپوهنه کوي. بنګله دېش په څلورمه ورځ د دريو وېکټو په لرلو سره افغان لوبغاړو ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

  • ارشیف تصویر

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدل؛ بي بي سي یې زیانونو ته کتنه کړې

    د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو یو کال پوره کېږي چې نه یوازې یې د دواړو هېوادونو پر اقتصاد بلکې پر سیمه ییز تجارت هم ژور اغېز کړی دی. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له وسله والو نښتو او بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې تجارتي لارې وتړلې. له دې کبله په افغانستان او پاکستان کې د میلیونونو ګروندګرو، صنعتکارانو، تجارانو، ترانسپورترانو او نورو اړوندو کسانو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.

  • يوه ښځه چې ماسک یې مخکې ته نيول او خپه ښکاري.

    ظاهرا خوشحاله ژور خپګان څه دی او څه ډول پرې پوهېدای شو؟

    د يوه داسې کس تصور وکړئ چې په خپګان اخته وي، ښايي تاسو فکر وکړئ چې هغه به هېڅ نه غواړی له بسترې پورته شي او په ښکاره به له ستونزو سره مخامخ ښکاري. یا کېدی شي هغه به ژاړي، له ملګرو به ځان ګوښی ساتي، یا به ډېر کم انرژي لري. تمه به مو نه وي‌ چې همدا کس به د ډوډۍ پر مهال ټوکې کوي، په ګڼو ټولنيزو فعاليتونو به بوخت وي او په خپلو چارو کې به بریالی وي. خو هغه کسان چې نه ښکارېدونکی ژور خپګان لري یا په زړه کې ډېر خپه وي خو د نورو ترمخ بیا خندانه څېره لري او هر ځای خاندي‌ او ټوکي کوي نو داکټران وایي، دا ډول ژور خپګان ته (smilling depression) ویل کېږي.

  • پېښور کې امنیتي وضعیت کنټرول لپاره اضافي پولیس

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او ګڼ نور مشران یې نیول شوي

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) وايي په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت تر اعلانېدو وروسته د اعلی وزیر سهیل اپریدي په ګډون د دغه ګوند ګڼ شمېر مشران نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. د پي ټي ای د اطلاعاتو مرستیال سکرتر اکرام خټانه ویلي چې په نیول شویو کسانو کې خیبر پښتونخوا لپاره د ګوند مشر جنېد اکبر، د ایالتي اسمبلۍ رییس بابر سلیم سواتی او د قامي اسمبلۍ غړی شاهد خټک هم شامل دي. هممهاله د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په ادارو او پولیسو کې پراخ بدلونونه پیل شوي دي.

  • پر ریاض هوایي ډګر برید

    پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو برید ته د نړیوالو غبرګون

    د یمن حوثيانو وسله والې ډلې ټولو هوايي شرکتونو ته نوی خبرداری ورکړی چې د سعودي عرب هوايي ډګرونه ونه کاروي. د دغې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عرب د هوايي ډګرونو او فضايي حریم د کارولو په هکله خپل پخوانی خبرداری بیا تکراروي. د نوموړي په وینا، دا ځکه چې یاد هوايي ډګرونه او فضايي حریم "زموږ د ځواکونو د عملیاتو احتمالي هدفونه او ساحې" ګڼل کېږي. یحیی سریع ویلي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سیمې له دې خبرداري مستثنا دي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • مجاهد او تارړ
  • ګورنر راج
  • د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید
  • د تایلنډ ملکه جټ الوځوي
  • جاپان
  • خبریال کامرې ته ګوري او څنګ ته یې د نضال حسن عکس دی.
  • نقاشي تشرېح کېږي
  • زیب النسا
  • خبریال کامرې ته ګوري او شا ته یې د نانا پاټېکر عکسونه پر یوه سپينه تخته لګېدلي دي.
  • Drones
  • ډرونونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یو ماشوم له څاه رایستل کېږي

    ژورو څاه‌ګانو ته لوېدل؛ د افغان ماشومانو پټ قاتل

    د افغانستان سویل چې وچکالۍ ځپلی دی، د اوبو لپاره نا هیلې پلټنې د سلګونه زرو ژورو، تنګو او نېغو څاګانو د کیندلو لامل شوې دي چې د کروندګرو ځمکې یې د مرګ په لومو بدلې کړې دي. هغه ژوره څاه چې زین الله پکې لوېدلی و، دوه کاله وړاندې وچه شوې وه. ځايي کروندګرو چې دا څاه یې کیندلې وه، د هغې خوله یې په لرګیو او خاورې پټه کړې وه، خو د وخت په تېرېدو لرګي وراسته شوي وو او خاوره شړېدلې وه.

  • د دوشنبې په ورځ د هند اپوزېسیون یو مشر راهول ګاندي د یوې خبري غونډې پر مهال د هند د اساسي قانون یوه کاپي پورته کړه.

    هند کې اپوزېسیون فعالان ولې د سترې محکمې پر لور د لاریون چمتوالی کوي؟

    د هند اپوزېسیون ګوندونو مسوولین وايي، په پام کې لري چې پلازمېنه ډیلي کې د سترې محکمې پر لور لاریون وکړي او د ټاکنو کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه وکړي. دوی ادعا کوي چې په ټاکنیزو چارو کې درغلۍ شوې دي. دا به په ډیلي کې د وروستیو پرلپسې اعتراضونو او مظاهرو یوه بله برخه وي.

  • ولسمشر زرداري د لومړي وزیر شهباز شریف په مشوره په صوبه کې ایمرجنسي نافذه کړې.

    په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان؛ 'اعلیٰ وزیر او صوبايي وزیران باید سملاسي خپلې دندې پرېږدي'

    د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د لومړي وزير د سلا پر بنسټ په خيبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي واکمني یا ګورنر راج نافذ کړي. د پاکستان فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې د ولسمشر له لوري د بېړني حالت (ایمرجنسي) د نافذېدو رسمي 'ګزټ خبرتیا په افغانستان کې ورته رسمي جریده ویل کېږي' خپره کړې ده. په خبرتیا کې ویل شوي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اساسي قانون د ۲۳۲(۱) او ۲۳۴(۱) مادو له مخې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ کړی دی.

  • په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.

    د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"

    په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي