د لندن په ګډون د نړۍ لویو ښارونو کې دفلسطینیانو ملاتړ لپاره لاریونونه شوي

لندن
د عکس تشریح، لندن کې د فلسطینیانو ملاتړ لپاره پراخ مظاهره وشوه
د خپرېدو وخت

د لندن او پاریس په ګډون د نړۍ په څو لویو ښارونو کې د اسراییل پر ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه شوي دي. لاریونوالو د روانې شخړې د پای ته رسولو غوښتنه کوله او د خپلواک فلسطین شعارونه یې ورکول.

په پاریس کې د لاریون پرمهال اخ و ډب شوی او پولیسو د لاریون مخنیوي هڅه کړې ده.

بل لورته د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرۍ په روانه شخړه کې له نړیوال قانونه د احتمالي سرغړونې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

په لندن کې د زرګونه کسانو په لاریون کې خلکو له ځان سره شعارونه لیږدول چې پرې لیکل شوي وو، ''پرغزې بریدونه ودروئ. ''

مظاهره

لاریونوالو په داسې حال کېد خپلواک فلسطین شعارونه ورکول چې د اسرايیل سفارت پر لور روان وو.

د اسپانیا په مدرید کې د پراخ لاریون ډېر ګډونوال ځوانان وو. دوی له ځان سره د فلسطین بیرغونه لېږدول، پر فلسطنیانو بریدونه یې غندل او روانه شخړه یې ''جګړه نه بلکې ټولوژنه '' بلله.

په فرانسه جرمني، لبنان او د نړۍ په څو نورو لویو ښارونو کې هم نن شنبه د فلسطینیانو په ملاتړ پراخ لاریونونه وشول.

لاریون
د عکس تشریح، په اردن او عراق کې هم د فلسطین ملاتړ لپاره لاریونونه شوي

په اردن او عراق کې هم د فلسطین ملاتړ په موخه لاریونونه شوي.

په پاریس کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت او پولیس د اوبو په شیندلو هڅه وکړه چې لاریون پای ته ورسوي. چارواکو ویلي دا لاریون له رسمي اجازې پرته پيل شوی و.

تېره اونۍ په بیت المقدس کې د الاقصی جومات په شاوخوا کې د فلسطینیانو او یهودانو ترمنځ له شخړې وروسته اسرايیل پولیس سرتېري د دې جومات حریم ته ننوتل.

عراق
د عکس تشریح، د عراق پلازمېنه بغداد کې د شیعه ګانو ځايي مشر مقتدی الصدر په غوښتنه لاریون وشو

حماس ډلې چې پر غزې واک لري اسراييل ته خبر داری ورکړ چې د جومات له حریمه سرتېري وباسي، که نه نو بریدونه پرې وکړي، خو داسې و نه شول او حماس ډلې پر اسراييلي سیمو راکټي بریدونه وکړل.

اوس دا شخړه پراخه شوې او لمن یې نورو فلسطیني سیمو لکه د اردن سیند لویدیځه تړانګه او نورو سیمو ته غزیدلې.

جرمني
د عکس تشریح، د جرمني پلازمېنه کې د فلسطینیانو ملاتړ لپاره لاریون شوی

په اسرايیلي سیمو کې هم اخ و ډب شوی او تر ټولو خونړۍ نښتې په اسرايیلي ښار لد کې د عربو او یهودانو ترمنځ وشوې.

بل لورته د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرې میشیل باشلیټ وايي چې په استوګنیزو سیمو بمبارۍ، راکټي بریدونه او د اسراييلي ځواکونو لخوا پر لاریونوالو ډزې ښايي جنګي جرمونه وبلل شي.

اسپانیا
د عکس تشریح، لاریونیان د اسپانیا مادرید په پلازه ديل سول پورې د فلسطین بیرغ تړي

هغې یوه بیان کې ویلي په تېرو لسو ورځو کې وضعیت د خطر تر لوړ کچ رسېدلی.

مېرمن باشلیټ د تاوتریخوالي پای ته رسول غوښتي او له نړیواله قانونه د احتمالي سرغړونو په اړه یې پر خپلواکو څېړنو ټېنګار کړی دی.