پاکستان سره د لارو تړل کېده؛ له دې وروسته به له کابله هره ورځ ډيلي ته د توکو لېږد لپاره دوه الوتنې کېږي

- Author, سید عبد الله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د افغانستان دولتي هوايي لیکې (اریانا افغان) ویلي، هند ته به د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره له دې وروسته هره ورځ دوه الوتنې ولري چې شاواخوا شپېته ټنه توکي به لېږدوي.
له دې وړاندې په اوونیز ډول د کابل ډیلي ترمنځ د توکو د لېږد لپاره څو الوتنې کېدلی چې وخت ناوخت یې مهال وېش بدلېده. د اریانا افغان هوايي شرکت په یوه ویناپاڼه کې ویلي "د دې منظمو او ورځنیو کارګو الوتنو له لارې به افغان سوداګر او شرکتونه خپل سوداګریز توکي په چټک، خوندي او باوري ډول د افغانستان او هند ترمنځ لېږدولی شي."
د طالبانو حکومت کې د "اماراتي شرکتونو" ویاند محمد نبي بهار له بي بي سي سره خبرو کې وویل" دا د پرمختګ خبر ځکه دی چې موږ به هره ورځ د څه دپاسه ۶۰ ټنو سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد ولرو." هغه وویل تر دې وړاندې یوازې یوه الوتنه کېدله چې د سوداګرو ډېره اړتیا یې نه پوره کوله. دا ګام له هغه وروسته پورته کېږي چې اریانا افغان هوايي شرکت له عربو اماراتو د توکو د لېږد (۳۳۰بي-۷۰۰) الوتکه کرایه کړه. ښاغلی بهار وايي، اوسمهال له کابله هند، ترکیې، عرب اماراتو او پاکستان ته د توکو د لېږد(کارګو) الوتنې شته چې " د اړتیا له مخې یې د پراخېدو هڅې کېږي."
له افغانستان هند او نورو هېوادونو ته تر ډېره انجه، نور درملیز بوټي، وچه مېوه، زعفران او غالۍ دي. له نورو هېوادونو بیا درمل اوصنعتي توکي افغانستان ته وړل کېږي.

ښاغلي بهار وویل، د اریانا افغان هوايي شرکت په خوا کې د کام او ترکیش هوايي لیکې هم د توکو د لېږد چوپړونه لري خو د طالبانو حکومت پام پر دې دی چې د افغانستان دولتي هوايي لیکې له لارې دا چاره لا پراخه شي.
له پاکستان سره د کړکېچ له رادبره کېدو سره له کال ډېره موده کېږي چې پر ډیورنډ کرښه د توکو د لېږد رالېږد نږدې ټولې لارې تړل شوي. کابل له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپله سوداګري ډېره کړې ده خو د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري که څه هم ارزانه نه ده خو د افغان سوداګرو هغه ستونزې کمولی شي چې اسلام اباد سره د سیاسي او امنیتي ناکرارۍ له درکه پېښې شوې دي.
د تېر کال په نومبر کې د طالبانو حکومت یو لوړپوړی پلاوی ډیلي ته لاړ او هلته یې له هندي چارواکو سره د سوداګریزو اسانیو پر لارو چارو خبرې کړې وې. هغه مهال د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزيزی ډیلي ته تر تګ مخکې بيبيسي ته ویلي وو، د خبرو اترو ټول پام به د "چابهار له لارې هند ته د رسېدونکو افغان مالونو لپاره د اسانتیاو برابرول وي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت له روسیې پرته نور هېوادونه په رسمیت نه پېژني او د ښځو پر کار او زده کړو د محدودیتونو له امله له یو لړ نړیوالو بندیزونو سره هم مخ دی. د سیمې په کچه د سوداګرۍ پراختیا نه یوازې د طالبانو حکومت ته د اړیکو پراخېدو فرصت ورکوي په ټولیز ډول د هېواد له اقتصادي ټیکاو سره هم مرسته کولی شي.


















