د چټ‌ جي پي ټي جوړونکي وايي، د اوپن ای آي باټونو د امریکا د دولتي ادارو وېب پاڼو ته نفوذ کړی

او پن‌ ای آي د چټ‌ جي‌ پي ټي جوړونکې کمپنۍ ده.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اوپن ای آي ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا باټونو هڅه کړې، چې له "حکومتونو، پوهنتونونو، عامه ادارو او نورو بنسټونو "معلومات راټول کړي، چې په دې ډله کې د امریکا د اسهامو او ارزښتمندو پاڼو کمېسیون، د سرشمېرنې اداره او د امریکا د پوهنې وزارت هم شامل دي.

دا ښکاره بیان څو ورځې وروسته له هغه په ډاګه شوی، چې د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز اعلان وکړ، د اوپن‌یای‌ آي مصنوعي ځیرکتیا عاملینو د دغه هېواد د دولتي روغتیايي خدمتونو په وېب پاڼه کې غیرعامه فایلونو ته لاسرسی موندلی دی.

د اګست له میاشتې راهیسې، د هغو احتمالي جدي او ان ګواښونکو پایلو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي، چې ښايي د انسان له کنټرول څخه د مصنوعي ځیرکتیا وسایلو د وتلو له امله رامنځته شي.

اوپن ای آي ویلي، چې د ځینو معلوماتو ته لاسرسی د مصنوعي ځیرکتیا د عاملینو له خوا شوی و.

دا عاملین په حقیقت کې هغه روباټونه دي، چې نسبتاً خپلواک فعالیت لپاره طرحه او روزل شوي او دنده یې د "عامه معلوماتو د باوري سرچینو " موندل دي.

خو دې شرکت څرګنده کړې، چې ځینو دغو روباټونو تر دې هم وړاندې ګام اخیستی او هڅه یې کړې چې د وېب پاڼو امنیتي تدابیر له منځه یوسي یا یې تېر باسي.

د بېلګې په توګه، شرکت ویلي، چې د سرشمېرنې ادارې څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا عاملینو داسې وسایل کارولي، چې د سافټویر د پراختیاکوونکو لپاره ځانګړي شوي وي.

اوپن ای آي ویلي، چې د حکومتونو ټول هغه معلومات چې د باتونو له خوا ورته لاسرسی شوی، عامه معلومات وو.

خو شرکت زیاته کړې، هغه معلومات، چې د دې باټونو له خوا د امریکا د اسهامو او مهمو پاڼو له کمېسیون څخه ترلاسه شوي وو، وروسته د مصنوعي ځیرکتیا د عاملینو له خوا په یوه بله وېب پاڼه کې خپاره شوي دي.

دا کمېسیون د امریکا د ونډو د بازار څارونکی او د پانګه والو ملاتړی بنسټ دی.

د چټ جي پي ټي جوړونکي شرکت ویلي، چې دا اقدام له مخکې نه وه پلان شوی او ناڅاپي و.

د اوپن ای آي شرکت د مصنوعي ځیرکتیا د نه مهار شویو فعالیتونو له کبله د نویو اندېښنو سرچینه ګرځېدلې.
د عکس تشریح، د اوپن ای آي شرکت اجرائیه مشر. دا شرکت د مصنوعي ځیرکتیا د نه مهار شویو فعالیتونو له کبله د نویو اندېښنو سرچینه ګرځېدلې

په نورو مواردو کې چې اوپن ای‌ آي د جمعې په ورځ افشا کړل، څرګنده شوې، چې د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا عاملینو معلومات په داسې شرایطو کې لېږدولي، چې د دې کار اجازه یې نه لرله.

دا غیرمجاز فعالیت لږ تر لږه ۵۳ ځله تکرار شوی.

په دې فعالیت کې د مصنوعي ځیرکتیا یوه عامل د چټ جي پي ټي پر مخ د یوه کارونکي د فعالیت انځور اخیستی او بل ځای ته یې لېږدولی دی.

شرکت ویلي، په ټولو هغو مواردو کې چې د کارونکي انځور د مصنوعي ځیرکتیا د عامل له خوا کارول او لېږدول شوی، کاروونکو مخکې خپله رضایت ورکړی و، چې اوپن ای آي کولای شي د دوی معلومات د ماډلونو د روزنې لپاره وکاروي.

خو شرکت منلې، چې "د معلوماتو د کارولو دا طریقه مناسبه نه ده. "

شرکت ویلي، چې د کاروونکو د انځورونو افشا کېدل د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې لپاره د نویو امنیتي تدابیرو له پلي کېدو مخکې رامنځته شوي وو، او دوی هڅه کوي، د کاروونکو ټول هغه انځورونه، چې درېیم ګړو ته لېږدول شوي، حذف کړي.