اسټرالیا کې اور د اسمان رنګ هم سور کړ

ملاکوٹا میں لال آسمان
د خپرېدو وخت

د اسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې ملاکوټا سیلاني سیمه ده. دا له ملبورن ښار نږدې پنځه سوه کیلومتره لرې ختیځ کې پرته ده.

دلته نږدې زر کسان اوسېږي، خو کرسمس او نورو مراسمو کې یې د سیلانیانو تګ سره وګړي ډېرېږي، چې د رخصتیو تېرولو لپاره ورځي.

خو د د سې شنبې په ورځ زرګونه خلکو نورو سیمو کې له اور د بچېدو لپاره دې سمندرغاړې ته پنا وړې ده.

سهار کې د اسمان د نارنجي رنګ او لوګي له امله خلک بیدار شول، ځکه د ځنګل اور په نږدې کېدو سره اسمان هم سور رنګی شوی دی.

سهار اته بجې ټلۍ یا زنګوله وکړنګول شوه او له خلکو وغوښتل شول چې ژر تر ژره د اوبو په لور لاړ شي، نهه نیمې بجې اسمان تک تور او هرې خوا تیاره وه.

ملاکوٹا میں اندھیرا

زرګونه خلک سمندر ته لاړل او اور وژونکې ډلې هم ور سره وې.

د اور وژونکې ادارې ویاند سټیو وارنګټن وویل، موږ خپلې درې ډلې له خلکو سره ولېږلې، دوی پر سمندرغاړه ور سره دي.

ملاکوٹا میں آگ بجھانے والا عملہ

په دغه مهال ځینې خلک په کښتیو کې بلې خوا ته په منډه شول.

ملاکوٹا آگ آسمان لال

خلکو ته ویل شوي وو چې د ځان ژغورلو لپاره بل ځای لاړ شي، خو وروسته ورته وویل شول چې نه دې ځي، ځکه اوس ناوخت دی او دا حالت خطرناک دی.

لس او دېرش دقیقې د ملاکوټا سمندرګي سره یوې سیمې داسې منظره لرله، لکه چې خلک اوبو سره ځان له اور ژغوري.

ملاکوٹا میں لال آسمان

د وکټوریا ایالت ژغورونکې ادارې سې شنبه وویل، سمندر ته تېښته وروستی حل دی.

لوگ کشتیوں پر

لوګي د لمر رڼا ختمه کړه او پر سمندرغاړه د دوبي او ګرمۍ دا ورځ د شپې په څېر وه.

ملاکوٹا میں پانی بچنے کا ذریعہ

په دغه مهال ځینې ژغورونکو د اور سره د مقابلې هڅه کوله.

ملاکوٹا

د ورځې اسمان سور او نارنجي و او هرې خوا ته د لوخړو ورېځې وې.

ملاکوٹا

د وکټوریا سروزیر یا اعلا وزیر ډینیل انډریوس وايي، ښايي د بېړۍ له لارې د خوړو، اوبو او انرژۍ اړتیا پوره کړي.

هغه دا هم وویل چې د دې لپاره د لرې سیمو سمندري لارې کارول پکار دي.

ملاکوټا کې د سړي سر زیان یا ټپیانو خبره نشته، خو د اور لمبو کې د کورونو سوځېدل ښکاري.

ملاکوٹا میں گھروں میں آگ

۔