تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځمکنیو توتانو کې د ستنو راختل نیوزیلنډیان اندېښمن کړي
وروسته له دې چې په اسټرالیا کې ځمکنیو توتانو کې د ستنو راختلو خلک ووېرول اوس یې لمن نیوزیلنډ پورې خپره شوې او هلته هم د اوکلنډ سیمې یوې مغازې کې د ځمکنیو توتانو دننه ستنې راختلې دي.
د کونټ ډاون مغازو د لړۍ چارواکو ویلي چې دوی د اسټرالیا د ځمکنیو توتانو یو ډول له خپلو دوکانونو لېرې کړي دي.
د اسټرالیا په یو شمېر مغازو کې په ځمکنیو توتانو کې چې په انګلیسي یې سټرابېري بولي، د ستنو د راختلو تر ۱۰۰ ډېر رپوټونه ورکړل شوي. که څه هم ویل کېږي ځینې ادعاوې له نورو کاپي شوي او پر خواله رسنیو ټوکې دي.
په اوکلنډ کې ځمکني توتان چې د اسټرالیا په لوېدیځ کې کرل کېږي، تېره اوونۍ د نیوزیلنډ په کونټ ډاون مغازو کې په ملي کچه پلورل شوي ول.
دغې کمپنۍ په وینا پاڼه کې لیکلي چې "موږ خوړو کې د خوندیتوب مسله جدي نیسو." کمپنۍ ویلي "پېرودونکي کولی شي د ځمکنیو توتانو هرډول چې په کور کې لري د خپل خاطر د کرارولو لپاره بېرته کونټ ډاون مغازو ته ستانه کړي او خپلې پيسې ترلاسه کړي."
وینا پاڼه کې ویل شوي چې په نیوزیلنډ کې تر اوسه د کومې پېښې او ناروغۍ رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو له مشتریانو یې غوښتي چې هر اسټرالیايي ځمکنی توت دې لومړی ټوټې کړي او بیا یې وخوري.
نژدې یوه اوونۍ وړاندې لومړنۍ ستنه د اسټرالیا کوینزلنډ کې ځمکني توت کې وختله.
تېره اوونۍ د اسټرالیا حکومت میوو کې د مضرې لاسوهنې سزا له ۱۰ کلونو ۱۵ کلونو ته لوړه کړه او د معلوماتو په بدل کې یې د ۱۰۰ زره اسټرالیايي ډالرو انعام وټاکه.
د رپوټونو پر بنسټ د ځمکنیو توتانو بیه په ټولې اسټرالیا کې لوېدلې او په لوېدیځ کې د تولید تر لګښته هم ټیټه شوې.