"افغانانو پخپله خپل کلتوري میراث لوټ کړی دی"
د افغانستان ملي موزیم د ۱۲۹۸ لمریز کال د عقرب په ۲۴مه (د ۱۹۱۹ میلادي کال د نومبر په ۱۵مه) د شاه امانالله خان له خوا په رسمي توګه پرانیستل شو.
په تېرو ۱۰۷ کلونو کې دغه موزیم له ګڼو لوړو او ژورو سره مخ شوی دی. په ځانګړي ډول د کورنیو جګړو پر مهال د موزیم یو شمېر تاریخي اثار لوټ او ځینې نور یې زیانمن شول.
جولیان لېزلي، معمار او لیکوال چې د افغانستان د چارو په تړاو نږدې ۴۰ کلنه کاري تجربه لري، وایي چې دی پخپله شاهد و چې د جګړه کې ښکېلو ځینې کسانو د افغانستان ملي موزیم لوټ کړ.
د هغه په باور، داسې حال کې چې افغانستان د سیمې له مهمو تاریخي او کلتوري خزانو برخمن هېواد دی، خو لسیزو جګړو پرې سیوری غوړولی دی.
نوموړی په ۱۹۸۹ کال کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره د همکارۍ لپاره کابل ته راغی او له هغه وخت راهیسې یې په دوامداره توګه افغانستان ته سفرونه کړي دي.
هغه د افغانستان په اړه کتابونه لیکلي او په وروستیو کلونو کې یې د هېواد د تاریخي ودانیو او سیمو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې هم کار کړی دی.
هغه له بيبيسي خبریال ضیا شهریار سره په دې مرکه کې د نړۍ په کچه د افغانستان د کلتوري میراثونو د ارزښت، هغو زیانونو چې جګړو او بېثباتۍ د هېواد تاریخي اثارو ته اړولي، د دې میراثونو د ساتنې د ستونزو او د هغوی په پالنه او ساتنه کې د خلکو د رول د ارزښت په اړه خبرې کړې دي.
د دې مرکې بشپړه بڼه پر بيبيسي پښتو یوټیوب وګورئ.



