۱۲ متره ژورې څاه ته لوېدلې نادره توره پړانګه
۱۲ متره ژورې څاه ته لوېدلې نادره توره پړانګه
د خپرېدو وخت
د هند د مهاراشترا ایالت په رتناګیري کې یوه نادره یو کلنه توره پړانګه ۱۲ متره ژورې څاه ته غورځېدلې وه.
ځايي چارواکي وايي، دوی چې کله دا پړانګه ژغورله نو هغه لاندې څاه کې پر یوې ډبره ناسته وه.
مرستندویانو له څاه تر را ایستلو وروسته لومړی معاینه او بیا بېرته طبعیت کې خوشې کړه.



