هغه شېبه چې لندن کې د موبایل یو غل له غلا کولو وروسته ونیول شو

د ویډیو تشریح، هغه شېبه چې لندن کې د موبایل یو غل له غلا کولو وروسته ونیول شو
هغه شېبه چې لندن کې د موبایل یو غل له غلا کولو وروسته ونیول شو
د خپرېدو وخت

د لندن د پولیسو د ډرون الوتکې په ویډیو کې ښکاري چې پولیسو یو ۱۸ کلن د موبایل غل، چې د برېښنايي بایسکل په وسیله د لندن په مرکزي برخه کې د تېښتې هڅه کوله، تعقیب کړی او بالاخره یې د چېلسي پر پله نیولی دی.

وسلي رودریګز، چې د لندن په ختیځ کې د والتهمستو اوسېدونکی دی، د څارنې د ډرون له کارولو یوازې ۱۵ دقیقې وروسته وپېژندل شو او ونیول شو. پولیسو له هغه سره غلا کړي پنځه موبایلونه هم وموندل.

رودریګز، چې چړه یې هم له ځان سره لېږدوله، د غلا، په خطرناکه توګه د موټر چلولو او د وسلې د ساتلو تورونه ومنل او اوس په بند محکوم شوی دی.