پوتین د چین د سفر پر مهال "اټومي بکس" هم ځان سره وړی و
پوتین د چین د سفر پر مهال "اټومي بکس" هم ځان سره وړی و
د خپرېدو وخت
د روسیې یوه دولتي تلوېزیون چین ته د سفر پر مهال له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مل پلاوي د یوه غړي په لاس کې د روسیې د "اټومي بکس" د لیدل کېدو ویډیو خپره کړې ده.
پوتین د اسیا-پاسفیک قتصادي همکاریو سازمان (اپېک) په سرمشریزه کې د ګډون او تر څنګ یې له خپل امریکايي او چیني سیال سره کتنو لپاره چین ته تللی و.
د "اټومي بکس" په اړه ویل کېږي، چې د احتمالي اټومي برید لپاره کارول کېدای شي.
د روسیې "اټومي بکس" چې "چېګېت" یې بولي، په دودیز ډول د سمندري ځواکونو یو افسر لېږدوي.
دا بکس تل د روسیې له ولسمشر سره وي، خو په کمره کې ډېر کم راخیستل کېږي.
په دې ویډیو کې ګورئ چې یو خبریال د دغه بکس لېږدونکي افسر ته ورنږدې کېږي او ترې پوښتي چې ایا دا "اټومي بکس" دی؟ افسر هم دا خبره تاییدوي.



