BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کویت کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی: خلیج له کابله څه غواړي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کویت د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی چې دې سره په خلیج هېوادونو کې د طالبانو حکومت د استازولیو یوه بله هغه هم ور شمېر شوه. دې ګام ته له کابل سره د منځي ختیځ د هېوادونو د اړیکو ارزښت په سترګه کتل کېږي.
د ټکټونو لوړې بیې ته غبرګون: 'د نړیوال جام مینهوال یم، خو د ټکټونو بیې یې ډېرې لوړې دي'
ګویدو پېرالټا، چې یو محاسب او د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې دایمي ملاتړی دی، په قطر کې د تېر نړیوال جام له پای ته رسېدو سره سم د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د پیسو سپما پیل کړه. خو هغه داسې فکر نه کاوه چې د دومره ډېرو پیسو سپما ته به یې اړتیا پېښه شي. هغه چې تر پایلوبې پورې یې ټولو سیالیو ته ټکټونه اخیستي، بي بي سي ته وویل: "قطر کې مې ټکټونه ۱۴۷۰ ډالره وو. د دې نړیوال جام لپاره مې لا دمخه ۶۹۶۰ ډالر پر ټکټونو ورکړي دي."
کرېکټ: د افغانستان او هند تر منځ یوازینۍ ټیسټ لوبه
د افغانستان او هند تر منځ د کرېکټ یوازینۍ ټیسټ لوبې سیالي د هند په نیو چنديګړ کې روانه ده، چې لومړۍ ورځې برخه پکې پای ته ورسېده. کوربه هندۍ لوبډلې په دې برخه کې ۹۶ منډې جوړې کړې او یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړ. د افغان لوبډلې په ګټه سلیم ساپي یوه ویکټ ترلاسه کړې ده.
پوتین د زیلېنسکي د مخامخ لیدنې غوښتنه رد کړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، دی د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي سره د مخامخ لیدنې هېڅ اړتیا نه ویني. ولسمشر پوتین دا څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د اوکرایین ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه.
د امریکا پوځ د ایران د "رادار مرکزونه" بمبار کړی او د ایران سپاه کویت او بحرین کې "امریکايي اډې" په نښه کړې
د امریکا پوځ اعلان کړی چې د خپل "ځان دفاع" په موخه یې په ایران کې د رادار پر ځینو مرکزونو وروسته له هغه بریدونه کړي دي، چې امریکايي ځواکونو څلور ایراني یواړخیز بریدکوونکې بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) وغورځولې چې د هرمز تنګي پر لور توغول شوې وې. دا خبره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) کړې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مطیع الله ویسا د فرانسې د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه
افغانستان کې د قلم لار ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا په فرانسه کې د دغه هېواد د ازادۍ جایزه تر لاسه کړه. ښاغلی ویسا، چې د جایزې تر لاسه کولو لپاره فرانسې ته تللی، له بيبيسي پښتو سره خبرو کې وویل، افغانستان کې د قلم لار ټولنې د ښوونیزو فعالیتونو ستاینه په نړیواله کچه، دوی ته د لا نور کار انرژي ورکوي.
"د ایورېسټ غره معجزه"؛ غرختونکو مړ ګڼلی لارښود شپږ ورځې وروسته ژوندی راغی
د غرختونکو یو نیپالی لارښود چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایورېسټ ته د ختلو پرمهال شپږ ورځې ورک و او د مړه ګمان پرې شوی و، اوس ژوندی موندل شوی دی. دی د ورکېدو پر شپږمه ورځ په داسې حال کې خلکو لیدلی و چې د ایورېسټ غره وروستي پنډغالي ته په ښویېدو ښویېدو ور روان و.
په نړیوال جام کې تر ټولو پخواني لوبغاړي څوک دي؟
د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده. امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.
په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی
په دې وروستیو کې د هرات د یهودیانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې «حمام موسایيها» نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه یې رسنیز شوو. د بيبيسي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودیانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































