په هرات کې د یهودانو تاریخي حمام، د طالبانو حکومت وايي د پلور لپاره نه دی

په هرات کې د یهودانو حمام ګنبد، چې په سر او یوه خوا کې زینه لري.
    • Author, یاسین رسولي
    • دنده, د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په دې وروستیو کې د هرات د یهودانو پاتې شوې تاریخي ودانۍ چې "حمام موسایي‌ها" نومېږي، د پلور لپاره د وړاندې کېدو خبرونه رسنیز شو.

د بي‌بي‌سي افغانستان څانګې له دې تاریخي ځای څخه لیدنه کړې او د دې سیمې له یو شمېر اوسېدونکو سره یې د دې ځای او د هرات د یهودانو د ژوند د مخینې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړي کال کې، د هرات د لرغوني ښار په چارسو سیمه کې د دې تاریخي ودانۍ د بیا رغونې چارې، چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ وه، پیل شوې او په ۲۰۲۴ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه ګڼ شمېر کسان چې بي‌بي‌سي ورسره خبرې کړې، وایي دا حمام شخصي ملکیت دی. ویل کېږي چې دا ودانۍ د "۱۲ میلیونه افغانیو" په بیه د پلور لپاره ایښودل شوې وه.

وروسته له دې چې دا موضوع رسنیزه شوه، د پلور اعلان یې د ځمکو او کورونو د یوې معاملاتي ادارې له انسټاګرام پاڼې څخه لېرې شو.

د طالبانو د حکومت د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس، احمدالله متقي، بي‌بي‌سي ته په دې هکله وویل:

"دا یو تاریخي ځای دی چې د تاریخي اثارو په ریاست کې د بیا رغول شوې ودانۍ په توګه ثبت ده. نه هغه څوک چې قباله لري کولای شي دا وپلوري او نه هم دولت داسې کوم پلان لري."

د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړي کال کې، د دې تاریخي ودانۍ د بیا رغاونې چارې چې د ویجاړېدو په حال کې وه، د هرات د دودیزې معمارۍ په سبک د نوي حکومت په ملاتړ د تاریخي اثارو د ساتنې د بنسټونو له لوري پیل شوې، او په ۲۰۲۴ کال کې یې کار بشپړ شو.

د دې حمام ساتونکی او مسئول محمد نبي وایي، له بیا رغاونې وروسته شاوخوا یوولس میاشتې له دې ځایه کار اخیستل کېده.

تاریخي ودانۍ باید وساتل شي

ویل کېږي چې د دې حمام پلور ته د اېښودو دلیل دا و چې له بیا رغاونې وروسته د حمام ګرمخونې اوبه ښې نه ګرمولې.

د هرات د کلتوري میراثونو د ملاتړ د ټولنې رئیس عبدالقیوم وزیري بي‌بي‌سي ته ووویل:

"هر څوک چې دا ودانۍ واخلي، باید ویې ساتي او ویجاړولی یې نه شي. هغه کسان چې د دې ملکیت یې درلود، د هغوی لمسیانو موږ ته وویل چې شاوخوا درې سوه کاله کېږي دا حمام په همدې حالت کې دی. په تېرو کلونو کې لږ ویجاړ شوی و او ګنبدونه یې را لوېدلي وو."


څو کسان په همدې حمام کې د لمبېدو په حال کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۰ کال کې د یهودانو عمومي حمام

هرات د خپلو تاریخي آثارو له امله پېژندل کېږي.

تر ۱۳۶۰ لمریزې لسیزې پورې، یو شمېر یهودي وګړو په هرات کې له مسلمانانو سره یو ځای ژوند، کار او سوداګري کوله.

د حمام پر دېوال په لګېدلي لیک دړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هغو دوو بنسټونو نومونه لیکل شوي چې د دې ودانۍ د بیا رغونې چارې یې ترسره کړې دي.

په هغه معلوماتي لوحه چې د بلال جومات پر دېوال لګېدلې، لیکل شوي چې دا ودانۍ په هرات ښار کې د "څلورو مهمو کنیسو" له ډلې وه او د هرات د نسبتاً لویې یهودي ټولنې د استفادې لپاره جوړه شوې وه."

ویل شوي چې د دې ځای د بدلون لپاره، منځنی تخت له اصلي ځای څخه لرې شوی، او د ستنو په یوه برخه کې یې محراب جوړ شوی او د قرآن کریم په آیتونو سینګار شوی دی.

 یو کس په هرات کې د یهودانو حمام په مخکې خبرې کوي.

د سیمې خلک د هرات له یهودي وګړو ښې خاطرې لري

له دې حمامه ګډه ګټه اخیستل کېده او هرات خلک لا هم د هغه مهال خاطرې له ځان سره لري.

د شلمې پېړۍ په پیل کې، چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ زره یهودان اوسېدل، ورو ورو هغوی له هرات او د هېواد له نورو ښارونو څخه وکوچېدل. تر څلورو لسیزو مخکې یوازې څو سوه کسان پاتې وو.

یو سپین ږیری، محمد عمر وایي، هغه مهال چې یهودان په هرات کې وو، شاوخوا اووه کاله یې په همدې حمام کې کار کړی دی. دی وايي هغه وخت په دې سیمه کې یوازې یو د مسلمانانو کور او پاتې نور ټول د یهودانو کورونه وو. د ده په خبره یهودانو له نورو سره ډېر ښه چلند کاوه.

"په سودا او خپل کاروبار کې ډېر ښه وو، ریښتیني وو، مهربانه او زړه سواند وو."

پر حمام سربېره په دې سیمه کې د یهودانو درې کنیسې هم شته، چې یوه یې د حضرت بلال په جومات بدله شوې. پاتې دوه کنیسې، یوه یې د ویجاړېدو په حال کې ده او تړلې ده، او بله د یوه ښوونیز مرکز په توګه کارېږي.

د رویټرز خبري اژانس د ۲۰۰۹ کال د جون په ۲۴مه نېټه په دې کنیسه راپور ورکړی و:

"هغه ځای چې پخوا به د یهودانو د عبادت غږونه پکې پورته کېدل، اوس پکې افغان ماشومان د ماشومانو سندرې وایي"

غلام سخي مجاهد، چې د دې کوڅې یو بل اوسېدونکی دی، وایي دا سیمه د خپلو شاوخوا کوڅو او سړکونو له امله مشهوره ده او خلک د ځای معلومولو او ادرس ورکولو لپاره همدې ته اشاره کوي.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، شاوخوا ۲۸۰ یهودان په افغانستان کې پاتې وو، چې ډېری یې په هرات او کابل کې اوسېدل.

د ویډیو تشریح، .

له "کابله تر کویینز په نوم کتاب کې چې سارا اهرون لیکلی، او "د افغانستان یهودان او امریکا ته یې د کډوالۍ په تړاو لیکل شوی، راغلي: "په هرات کې د نولسمې پېړۍ له پیل راهیسې څلور لویې کنیسې وې. د شلمې پېړۍ په پیل کې، د هرات یهودي ټولنې هرې کنیسې ته کوچنۍ برخې هم ورزیاتې کړې وې چې نارینه‌وو به په عادي ورځو کې هلته عبادت کاوه."

د "آرټ نیوزپیپر" ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال د نومبر پر ۲۶مه نېټه، د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو درې میاشتې وروسته راپور ورکړی و چې د دې کنیسې او حمام د بیا رغونې پروژې شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره لګښت درلود، چې د سویس مېشت "الیف" بنسټ له لوري تمویل شوې وه.

جولیان لېسلي، چې د افغانستان د کلتوري میراث د یوې ادارې سلاکار دی، دې ورځپاڼې ته ویلي و چې د بیا رغاونې لپاره د ځایي چارواکو ملاتړ ترلاسه شوی و او: "ټول خلک د دې دواړو ودانیو له تاریخي شالید څخه خبر دي او دا موضوع جنجالي نه ګڼل کېږي."