حزب الله د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه رد کړه

د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو له برید وروسته د لبنان په سویل کې له نباطیه سیمې لوګی پورته کیږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو له برید وروسته د لبنان په سویل کې له نباطیه سیمې لوګی پورته کیږي.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په لبنان کې وسلوالې ډلې حزب‌ الله په سختۍ سره د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان تر منځ د اوربند شرایط رد کړي دي.

په یوې توندې اعلامیې کې، د ایران له ملاتړه د برخمنې دې ډلې مشر نعیم قاسم وايي، خبرې ''بې‌ګټې'' او د لبنان لپاره ''سپکوونکې'' وې، او دا د لبنان د ''ډېرو خلکو'' لخوا په څرګنده رد شوې دي.

دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې اسرائیل او لبنان د نازک اوربند د بیا نوې کولو اعلان وکړ، چې له مخې یې په لبنان کې د''ازمایښتي'' امنیتي سیمو جوړول شامل دي، چې پکې به د حزب‌ الله غړي منع وي.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا توافق ''د حزب‌ الله لخوا د ټولو بریدونو په بشپړه توګه بندېدو'' پورې تړلی دی.

بل لور د حزب ‌الله مشر چې په دې خبرو کې شامل نه و پر پنجشنبه خبرداری ورکړ، چې تر هغه مهاله چې د لبنان پر کليو بمبارۍ کېږي، د اسرائیلو شمالي سیمې به خوندي نه وي.

له دې څو ساعته مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون وویل چې د امریکا په منځګړیتوب اوربند د لبنان لپاره د ریښتینې سولې وروستی فرصت دی.

په همدې حال کې، اسرائیلو ټینګار کړی چې اوربند به د حزب‌ الله پر ضد د ځمکني برید مخه ونه نیسي.

د حزب‌ الله مشر زیاته کړه، چې ''تش په نوم اوربند'' چې له مخې یې د حزب ‌الله لخوا د بریدونو درول او له اسرائیلو سره له سویلي پولو د ځواکونو ایستل دي، اصلاً تسلیمېدل دي او د اسرائیلو غوښتنې پوره کوي.

د لبنان پلازمېنې سویلي څنډو (ضاحیه) سیمه کې هم ورته چاپېریال و، چې د حزب‌ الله مهم مرکز بلل کېږي. هلته یو دوکاندار د دې تړون په اړه شک څرګند کړ.

سامي، چې ۲۵ کاله کېږي هلته سوداګري کوي، بي‌بي‌سي ته وویل:

''یو اړخیز اوربند نه شي کېدای، یا به دواړه لوري اوربند کوي، یا به هېڅ اوربند نه وي.''

هغه زیاته کړه چې د پنجشنبې پر ورځ هم په لبنان کې بریدونه شوي دي او پوښتنه یې وکړه چې که دا اوربند وي، نو بیا دا څه ډول اوربند دی؟

هغه وویل:

''دا تسلیمېدل دي. دا د سولې هوکړه نه ده، بلکې د تسلیمۍ هوکړه ده.''

د سړک ها غاړې ته، هادي، چې د کورنۍ دوکان یې ۳۵ کاله پخوانی دی، وویل چې هېڅ هیله نه ویني، او دا نوی احساس نه دی.

هغه وویل:

''زما نسل، زما د پلار نسل، او زما د نیکه نسل ـ دوی هېڅکله له دې خلکو کومه ښه هیله نه ده لیدلې؛ له اسرائیلي خلکو نه، خو ویلای شو د اسرائیلو له حکومته.''

د اسرائیل او لبنان ترمنځ هوکړه کې څه ویل شوي؟

د اسرائیل او لبنان ترمنځ دا هوکړه، چې په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د خبرو له څلورم پړاو وروسته شوې، په دې شرط ولاړه ده چې ''د حزب‌الله ټول غړي'' له هغې سیمې ووځي چې د اسرائیلو له پولې تر لیتاني سیند پورې (شاوخوا ۳۰ کیلومتره شمال ته) غځېدلې او دا سیمه اوسمهال د اسرائیلي ځمکنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د تړون له مخې به امریکا د ''ازمایښتي سیمو'' په جوړولو کې لارښود رول ولري، چې پکې به د لبنان وسله‌ وال پوځ پر سیمه بشپړ او ځانګړی کنټرول ولري او هېڅ غیردولتي ډلو ته به هلته اجازه نه ورکول کېږي.

خو په دې هوکړه کې کومې نقشې نه دي ورکړل شوې چې دا ازمایښتي سیمې به چېرې وي او نه هم دا روښانه شوې چې دا به په عملي ډول څنګه پلي شي.

دا هوکړه وروسته له هغې مخې ته راغلی چې د دوشنبې پر ورځ یو جزوي اوربند اعلان شو او لبنان ویلي وو له مخې به یې اسرائیل پر پلازمېنې بیروت بمبارۍ نه کوي، او په بدل کې به حزب‌ الله پر اسرائیلو برید نه کوي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو استازي به د جون پر ۲۲مه بیا سره وګوري، چې نورې خبرې وکړي او هڅه وکړي چې یو هر اړخیز تړون ته ورسېږي.

له اسرائیلو سره د دغوکمسارې خبرو په پیلولو سره ښايي د لبنان حکومت دا هیله لرله چې حزب‌ الله به په دې بهیر کې ورسره یو ځای شي او دا به ورته سخته وي چې د سولې مخالفت وکړي.