که عبد الرحمن السيد ټاکنې وګټي د امریکا د سنا لومړی مسلمان غړی به شي، خو ولې یې ټرمپ مخالف دی؟

عبدالرحمان السيد

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, انتوني رېچرز
    • دنده, بي بي سي شمالي امریکا
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د امریکا په مېشېګن ایالت کې د سنا یا مشرانو جرګې لپاره د عبدالرحمان محمد سید چې په عبدالسيد نوماندي د هغه لپاره يوه لويه ټاکنيزه بریا ده.

که عبدالسید ټاکنې وګټي د امریکا د سنا لومړی مسلمان غړی به شي، خو ولې یې ټرمپ مخالف دی؟

د امریکا په مېشېګن ایالت کې د سنا یا مشرانو جرګې لپاره د عبدالسيد نوماندي د هغه لپاره يوه لويه ټاکنيزه بریا ده.

د ډيموکراټ ګوند له نوماندۍ وروسته به اوس عبدالسيد په نومبر مياشت کې د ټرمپ له ملاتړي جمهوري غوښتونکي نوماند مايک راجرز سره د سيالۍ ډګر ته وځي. که عبدالسيد په دې سيالۍ کې بریالی شي نو هغه به لومړنی مسلمان وي چې د سنا غړيتوب ترلاسه کوي او له دې سره به د امریکا په سياست کې یو نوی تاریخ جوړ کړي.

د عبدالسيد نوم لا له وړاندې هم د امریکا په سياست کې ډېر يادېږي، خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه د نوماندۍ په اړه يو څه ناخوښه ښکاري.

ټرمپ تر دې وړاندې د زهران ممداني په اړه هم ورته ناخوښي څرګنده کړې وه خو ممداني د نيويارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د خپلو پاليسو له مخې روان دی.

زهران ممداني د عبدالسيد ملاتړ کړی، خو ټرمپ هغه "کمونيست" بللی او ادعا یې کړې چې نوموړی"له يهودانو او اسرائیلو" کرکه لري.

ټرمپ د تېرې چارشنبې پر ورځ د اسرائیلو په اړه د السيد پر دريځ سخته نيوکه وکړه.

نوموړي وویل نوموړی به د نومبر په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي نوماند مايک راجرز پر وړاندې ماته وخوري.

د امریکايۍ رسنۍ سي اېن اېن په وینا، عبدالسيد هېڅکله په عامه توګه نه دي ويلي چې له يهودانو کرکه لري.

خو نوموړي د غزې د جګړې پر مهال پر اسرائیلي حکومت د "نسل وژنې" تور لګولی و.

هغه د اسرائیلو لپاره د امریکايي مرستو د پای ته رسولو ملاتړ کوي او دا پوښتنه یې هم راپورته کړې چې ايا اسرائیل د يوه يهودي دولت په توګه د پاتې کېدو حق لري که نه.

عبدالسيد د چارشنبې پر ورځ هڅه وکړه چې يهودي رايه ورکوونکو ته ډاډ ورکړي، او زياته یې کړه چې د دوی امنيت ته ژمن دی او له يهوديت ضد کړنو سره مخالفت لري.

Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

ټرمپ ولې پر عبدالسيد غوسه دی؟

د امریکا په لاس وېګس کې د يوې غونډې پر مهال ټرمپ وويل، "هغه (عبدالسيد) له يهودانو او اسرائیلو کرکه لري. هغه له کرکې ډک سړی دی. اوس وايي چې زه له ټولو سره مينه لرم. خو داسې نه ده. کله چې واک ته ورسېږي، بيا به پوه شئ چې هغه له چا سره مينه لري".

ټرمپ وويل، د السيد سياست به "چټلي، جرمونه، مرګ، ویجاړۍ او شرم" راوړي.

"تاسو به خپل کور له لاسه ورکړئ، خپل اپارتمان به له لاسه ورکړئ. کمونيستان به موږ سل په سلو کې همغې خوا ته بوځي. کله چې زه عبدالسيد ګورم، داسې احساسوم چې هغه له کرکې ډک دی".

ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل هم پر السيد نيوکه وکړه.

هغه ليکلي، "د مېشېګن ایالت کمونيست ډيموګرات (د ډيموکراتانو لپاره د ټرمپ ظنزي نوم) عبدالسيد په خپله ټاکنيزه مباره کې چې پر کومې مسئلې تر ټولو ډېر ټينګار کوي، هغه د فلېبسټر ختمول دي".

"ما پرون وليد، هغه د فليبسټر د ختمولو پر مسئله په بشپړه توګه بوخت دی".

"که هغه بریالی شي، ډیموکراتان به څلور اضافي سناتوران، اته اضافي قانون جوړونکي، په ټاکنيز کالج او ولسي رايو کې به لويه ګټه ترلاسه کړي. په ستره محکمه کې به د قاضيانو شمېر ۲۳ ته لوړ شي. او بيا له بدمرغه هر څومره چې موږ ښه فعاليت هم وکړو، زه به د امریکا وروستی جمهوري غوښتونکی ولسمشر وم".

فليبسټر د امریکا په سنا کې یوه پارلماني کرڼلاره ده چې له مخې یې د يوه قانون د تصويب د مخنيوي يا ځنډولو لپاره اوږد بحث ترسره کېدی شي. په ډېرو مواردو کې د د ۶۰ سناتورانو ملاتړ ته اړتيا وي.

د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې عبدالسید پر ټولنيزې رسنۍ اېکس په طنزيه ډول وليکل، "زه د خپل ځان په اړه تر دې ښه څه نه شم ويلی".

کله چې سي اېن اېن له عبدالسيد څخه د ټرمپ د څرګندونو په اړه د غبرګون پوښتنه وکړه، هغه وويل، "دی پر ما په شخصي ډول ډېر تمرکز کوي، په داسې حال کې چې هېواد له تاريخي انقلاسيون سره مخامخ دی، خلک په هر ګيلن پټرولو نژدې پنځه ډالر ورکوي، ځکه چې هغه جګړه پيل کړې ده".

د ټرمپ نيوکې او ګوزارونه ښيي چې په مېشېګن کې د سنا دا څوکۍ څومره مهمه ده.

دا سيالي په دې ټاکلو کې مهم رول لوبولی شي چې د امریکا د سنا کنټرول به د کوم ګوند په لاس کې وي.

په يوه داسې کال کې چې جمهوري غوښتونکی ګوند د ټاکنيز ډګر له څرګندو ستونزو سره مخامخ ښکاري، د ډيموکرات ګوند په مقدماتي ټاکنو کې رايه ورکوونکو پر يوه کيڼ اړخي نوماند باور کړی دی.

له همدې کبله په نومبر کې د کېدونکو سنا ټاکنو ارزښت لا زيات شوی، ځکه همدا سیالي د سنا د عمومي کنټرول پرېکړه کولی شي.

اوس پوښتنه دا ده چې ايا عبدالسيد هغه تګلاره چې له مخې یې د ګوند بنسټيز ملاتړي وهڅول او د هغوی غوسه یې ځان ته راواړوله، پر عامو رايه ورکوونکو هم اغېز کولی شي؟ او ایا يو په ښکاره ډول کيڼ اړخی ډيموکرات کولی شي په داسې ايالت کې بریالی شي چې د دواړو سترو ګوندونو ترمنځ سخته سيالي په کې روانه وي؟

د تېرې سې شنبې په ورځ په پنځو ایالتونو کې د لومړيو ټاکنو پايلې راووتې، چې په منځمهاله ټاکنو کې یې د امریکايي رايه ورکوونکو د سوچ یو لنډ انځور وړاندې کړ.

له پايلو څو مهم ټکي ترلاسه کېږي.

X

د عکس سرچینه، X

يو نوی کیڼ اړخی مبارز

د سې شنبې په شپه په مېشېګن کې د سنا نوماندۍ لپاره د ګوند دننه سياليو کې د عبدالسيد بریا د ډېرې حيرانتیا وړ نه وه. هغه له څو اوونيو راهيسې د کانګرېس له غړې هېلي سټيونز مخکې و.

عبدالسيد د سناتور برني سنډرز، سناتورې اليزابت وارن او د کانګرېس د غړي الکساندريا اوکاسيو کورټېز په څېر د مشهورو لېبرال مشرانو ملاتړ درلود.

هېلي سټيونز بيا په واشنګټن کې د ډيموکرات ګوند د مشرتابه له ملاتړه برخمنه وه.

هغې په مېشېګن کې د یوې تجربه‌کارې ټاکل شوې سیاستوالې په توګه هم شهرت درلود او د ټاکنيز کمپاین لپاره یې ډېر مالي امکانات درلودل. هغې د امریکا د اسرائیلو د عامه چارو له کمېټې (AIPAC) څخه ۳۲ میلیونه ډالر هم ترلاسه کړي وو. سربېره پر دې، بهرنیو ملاتړو ډلو هم د عبدالسید پرتله نژدې نهه برابره ډېر د هغې ملاتړ کړی و.

خو دا ټول د هغې په ګټه تمام نه شول.

په مناظرو او ټاکنيز کمپاین کې عبدالسید لا اغېزناک نوماند ثابت شو. ډیموکراتو رایه ورکوونکو د نوموړي له هغو پالیسیو سره لېوالتیا وښوده چې پکې دولتي روغتیايي بیمه، د درملو د بیو راکمول، پر شتمنو خلکو د لوړو مالیاتو لګول او د ټاکنو د تمویل په نظام کې اصلاحات شامل دي.

د هغه د انتخاباتي کمپاین مشهور شعار دا و، "له سیاست پیسې وباسئ او د خلکو جیبونو کې یې واچوئ."

دا شعار په دې ټاکنيزه دوره کې د ډېرو کیڼ اړخو نوماندانو د کمپاینونو مهمه برخه ده.

په عمومي ټاکنو کې به عبدالسید د جمهوري غوښتونکي ګوند له غړي مایک راجرز سره سیالي وکړي، چې پرته له کوم سیال څخه د خپل ګوند نوماند شوی دی. دا به ښايي تر ټولو مهمه ازموینه وي چې وښيي ایا یو کیڼ اړخی نوماند په رښتیا هم په داسې ایالت کې عمومي ټاکنې ګټلی شي چې د دواړو سترو ګوندونو ترمنځ سخته سیالي وي.

څرنګه چې عبدالسید مقدماتي ټاکنې په نسبتا لږ توپیر سره ګټلې دي، نو د نومبر له ټاکنو وړاندې به اړ وي چې د خپل ګوند د یو موټي کولو لپاره ډېر کار وکړي.

عبدالرحمن السید د لوستو او لیبرال رایه ورکوونکو ښه ملاتړ ترلاسه کړ، خو اوس باید هغه کم‌عاید لرونکي رایه ورکوونکي هم ځان ته راواړوي چې په کلیوالو سیمو کې یې تر ډېره د هېلي سټیونز ملاتړ کاوه.

که عبدالسید له مایک راجرز ماته وخوري، دا به د ډیموکرات ګوند لپاره یوه لویه ضربه وي، ځکه جمهوري غوښتونکي ګوند له ۱۹۹۴ کال راهیسې په مېشیګن کې د سنا هېڅ ټاکنې نه دي ګټلي.

خو که عبدالرحمن السید بریالی شي، نو کیڼ اړخو ډیموکراتانو ته به دا استدلال په لاس ورشي چې د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یو کیڼ اړخی نوماند کولی شي له هغو دودیزو او معتدلو نوماندانو څخه ډېر بریالی شي چې ګوند په وروستیو ټاکنو کې نومولي وو.

مېشیګن د ډیموکرات ګوند په ولسمشریزو مقدماتي ټاکنو کې له مهمو ایالتونو شمېرل کېږي. له همدې امله، چې د ګوند راتلونکی ولسمشریز نوماند به څوک وي، د دې پرېکړې په برخه کې به هم د دې ایالت اغېز ډېر زیات وي.

ځوانانو د عبدالرحمن السيد په پلوۍ کارډونه پورته کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځينو اسرائیلي پلوو ډیموکراتانو لپاره شپه ښه نه وه

هېلي سټیونز د هغو نوماندانو له ډلې تر ټولو مشهوره وه چې د ایپیک (AIPAC) ملاتړ یې ترلاسه کړی و، خو هغې د سې ‌شنبې په شپه ټاکنې وبایللې.

په مېشیګن کې په یوه بله سیالۍ کې دیموکرات سوسیالیستې ډوناون مک‌کیني د کانګرېس اوسنی غړی شري ټېنېډر مات کړ. ټېنېډر د امریکا له خوا د اسرائیلو د دوامدار ملاتړ له څرګندو ملاتړو بلل کېده.

ویلیم لارنس، چې اسرائیلو ته د امریکايي وسلو د پلور د سملاسي درولو غوښتنه کوي، د مېشیګن په ټاکنيزه حوزه کې یې دوه منځلاري دیموکرات نوماندان مات کړل. دغه حوزه د نومبر په ټاکنو کې له مهمو سیالیو یوه بلل کېږي.

ميک کني او عبدالرحمن السيد د يوه او بل ملاتړ وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ميک کني او عبدالرحمن السيد د يوه او بل ملاتړ وکړ

که د مېشیګن، نیویارک او کولوراډو وروستیو ټاکنو داسې انګېرنه رامنځته کړې وي چې ځینې دیموکرات رایه ورکوونکي د اسرائیلو له پلویو سیاستوالو څخه مخ اړوي، نو په مېسوري او واشنګټن کې وضعیت بل ډول و.

د واشنګټن ایالت د کانګرس غړې ماري ګلوسنکمپ پېریز، چې د اسرائیلو لپاره د پوځي مرستو ملاتړ کوي، یوه کیڼ اړخې نوماند ته په اسانۍ سره ماته کړه.

بل لور ته، د میسوري په یوه پیاوړې لېبراله حوزه کې وېسلي بېل د کوري بوش د بیا بریا هڅه ناکامه کړه.

د ټرمپ ملاتړ لا هم (په ډېرو مواردو کې) مهم دی

د سې ‌شنبې شپه په ټوله کې د هغو جمهوري غوښتونکو نوماندانو لپاره ښه وه چې د ډونلډ ټرمپ ملاتړ یې ترلاسه کړی و، او له دغو نوماندانو ډېرو په خپلو لومړنیو ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه.

جان جېمز په مېشیګن کې د والي لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندي وګټله، سره له دې چې د هغه شتمن سیال د ټاکنيز کمپاین لپاره تر هغه ډېرې پیسې لګولې وې. ټرمپ نه یوازې د جان جېمز ملاتړ کړی و، بلکې تېره اوونۍ یې له هغه سره په یوه ټاکنيزه غونډه کې هم ګډون کړی و.

په کېنساس کې هم جمهوري غوښتونکو رایه ‌ورکوونکو د والي لپاره د ټرمپ د خوښې نوماند وټاکه، سره له دې چې په سیالۍ کې څو نوماندان موجود وو. همدارنګه، د واشنګټن ایالت په یوه سیالۍ کې چې د جمهوري غوښتونکي کانګرېس غړي ډین نیوهاوس د خالي شوې څوکۍ لپاره ترسره شوه، د ټرمپ له ملاتړه برخمنې نوماندې امانډا مک‌کیني هم تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې.

۷۱ کلن ډین نیوهاوس، چې له سیاست څخه تقاعد کېږي، دې څوکۍ ځکه ځانګړی ارزښت درلود چې نوموړی د هغو وروستیو دوو جمهوري غوښتونکو کانګرس غړو له ډلې و چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶مه د امریکا پر کانګرېس له برید وروسته یې د ټرمپ د استیضاح په حق کې رایه ورکړې وه.

خو ټرمپ هر ځای ونه توانېد چې د خپلې خوښې پایلې ترلاسه کړي.

په مېشیګن کې توماس سمېت د ټرمپ له ملاتړ څخه برخمن نوماند امیر حسن ته ماتې ورکړه. امیر حسن پخوا د قانون د پلي کولو په یوه اداره کې افسر و او هغه هم د ټاکنيز کمپاین پر مهال له ټرمپ سره پر سټېج راڅرګند شوی و. په زړه پورې خبره دا ده چې توماس سمېت تېره میاشت له ټاکنيزې سیالۍ څخه لاس اخیستی و، خو نوم یې لا هم پر رایه‌پاڼه کې موجود و او په پای کې بریالی شو.