د پاکستان پوځ: د خیبرپښتونخوا هنګو کې یو پوځي افسر او ۷ وسله‌وال وژل شوي

د وژل شوي پوځي افسر حمزه اکرم په اړه ویل کېږي چې ۲۷ کلن او د پنجاب د نارووال اوسېدونکی و

د عکس سرچینه، OfficialDGISPR

د عکس تشریح، د وژل شوي پوځي افسر حمزه اکرم په اړه ویل کېږي چې ۲۷ کلن او د پنجاب د نارووال اوسېدونکی و
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان پوځ وايي،‌ د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د عملیاتو پر مهال نښته کې ۷ وسله‌وال او د پوځ یو افسر وژل شوی دی.

د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر نن سهار پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې دغه عملیات پرون جمعه د وسله‌والو د حضور په تړاو د استخباراتي اطلاعاتو پر بنسټ وشول، خو وسله‌والو په یوه جومات کې پناه واخیسته او له ورغلو امنیتي‌ ځواکونو سره یې نښته پیل کړه.

ای‌اېس‌پي‌ار وژل شوي وسله‌وال د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي بللي، چې د پاکستان پوځ او حکومت یې فتنه الخوارج بولي.

بیان کې زیاته شوې د ډزو په تبادله کې وژل شوی افسر، چې د خپلې ډلګۍ مشري یې کوله، تورن حمزه اکرم نومېږي، ۲۷ کلن او د پنجاب د نارووال اصلي اوسېدونکی دی.

ای‌اېس‌پي‌ار وايي، په سیمه کې چاڼیز عملیات لا روان دي، چې د نورو وسله‌والو د حضور له اړخه ډاډ ترلاسه شي.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې همدلته په هنګو کې د پولیسو د خزینې بانډې پر پوستې په وسله‌وال برید او ورپسې د عملیاتو پر مهال نښته کې د یوه افسر (ډي اېس پي) په ګډون لږترلږه لس پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

د پاکستان پوځیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادونې ده چې له څه مودې راهیسې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې پام وړ ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ د سوات په کبل کې د پولیسو د تاڼې مخې ته ځانمرګي برید د اوو پولیسو په ګډون ۱۷ کسان وژلي وو.‌

څو ورځې ورمخکې د ټانک سیمې پر مانجي خېل امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې په وسله‌والو بریدونو او ورپسې پوځي عملیاتو کې ۸۱۹ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي.

د یادونې ده، له پاکستانه نږدې هره ورځ د پوځي عملیاتو او د وسله‌والو د وژلو رپوټونه هم خپرېږي.

د پاکستان پوځ تېره او وړمه ورځ په دوو اعلامیو کې ادعا کړې وه، د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان او دیر او د بلوچستان په واشک او مسټونګ ولسوالیو کې په جلا جلا نښتو او عملیاتو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي.

پاکستان کې دغه هېواد کې ګڼو امنیتي پېښو ته د پاکستاني طالبانو تحریک سره تړاو ور کوي او وايي دغه وسله‌وال په افغانستان کې مرکزونه او ملاتړي لري.

خو د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او پاکستان کې امنیتي پېښې د دغه هېواد کورنۍ مسله ګڼي.