د امریکا سنا د افغان وګړو لپاره د موقت خونديتوب حالت لایحه معرفي کړه

افغان کډوال

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, فرهاد محمدي
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا مشرانو جرګې یا سنا کې د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۶مه) د 'افغانستان د موقت خونديتوب حالت' په نوم یوه لایحه وړاندې شوه چې د ملاتړو په وینا یې، دا مهال د کانګرېس تر ټولو مهم ګام دی چې د امریکا د حکومت د افغان متحدینو د ساتنې لپاره اخیستل شوی دی.

د 'افغان ایوک' سازمان د معلوماتو له مخې، دا لایحه په سنا کې د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د یو شمېر سناتورانو له خوا وړاندې شوې ده. که تصویب شي، افغانستان به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د موقت خونديتوب حالت (ټي پي اېس) تر پوښښ لاندې راولي او هغو ارزول شویو افغانانو ته چې له وړاندې په امریکا کې اوسي، له اخراجه د خوندیتوب او د کار حق بېرته ورکړي.

د دې سازمان مشر او بنسټ ایښودونکي شان وانډایور د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې اقدام ملاتړ وکړ او وايي: ''موږ په ویاړ سره د دې لایحې ملاتړ کوو او له هغو سناتورانو مننه کوو چې پرېکړه یې وکړه د هغو خلکو تر څنګ ودرېږي چې د امریکا لپاره یې درېځ نیولی و.''

هغه امریکايي رسنیو ته ویلي:''موږ محافظه کاري نه کوو، موږ پر ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو دواړو سختې نیوکې کوو او په ډاګه وایو چې خلک په کومو برخو کې بریالي کېږي او په کومو کې پاتې راځي.''

منتقدین وایي چې افغانان له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د امریکا او د هغې د متحدانو سره د همکارۍ لپاره، د امریکا د حضور پر مهال په افغانستان کې جذب شوي وو. امریکايي چارواکو هغوی سره ژمنه کړې وه چې متحده ایالات به هېڅکله هغوی هېر نه کړي او نه به یې پرېږدي، خو په عمل کې یې ''ډېری پرېښودل شول.''

د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې د کډوالۍ په بهیر کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي. ټرمپ واک ته د بېرته ستنېدو په لومړۍ ورځ د کډوالو د بیا مېشتېدو ټول پروګرامونه ودرول، او د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې یې د افغانستان د پاسپورټ لرونکو لپاره د سفر بندیز هم نافذ کړ.

په بشپړه توګه د ویزې ورکولو ځنډول او د غوښتونکو لپاره ناڅرګندتیا

یو شمېر غوښتونکي په یوه خونه کې راټول شوي دي. یو یې له بهرنیو ځواکونو سره د کار کولو سند لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، له ۱۷۵ زرو ډېرو افغانانو په افغانستان کې د امریکا د 'ماموریت د مشر' تائید ترلاسه کړی دی چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې (اېس ای وې) لپاره مهم شرط ګڼل کېږي. دا په دې معنی دی، چې د هغوی امنیتي او اداري ارزونې بشپړې شوې دي او یوازې د مرکې پړاو ورته پاتې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له درخواست ورکوونکو غوښتي چې خپلې مرکې ترسره کړي، خو د افغان ایوک سازمان مشر شان وانډایور وایي: ''هر څوک چې مرکې ته حاضرېږي، د سفر بندیز له امله بې‌صلاحیته ګڼل کېږي.'' له همدې امله، ملاتړي بنسټونه افغانانو ته سپارښتنه کوي چې تر هغې خپلې مرکې وځنډوي، چې د اوسنیو شرایطو په اړه بدلون راشي.

ویل کېږي چې د کانګرېس له خوا تصویب شوې نږدې شپږ زره ځانګړې کډوالۍ ویزې (اېس ای وې) هم بندې پاتې دي او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې د افغانستان د پاسپورټ لرونکو لپاره هېڅ ویزه نه ده صادره شوې.

وانډایور په دې اړه امریکايي رسنیو ته ویلي: ''صفر، نه دا چې څو کسان، بلکې صفر. ولسمشر ټرمپ امریکا ته د افغانانو ننوتل په بشپړ ډول درولي دي.''

سربېره پر دې، لږ تر لږه ۱۳۲ زره نورې د اېس ای وې ویزې غوښتنلیکونه لا هم د ماموریت د مشر د تایید په تمه دي. دغه راز، شاوخوا ۵۹ زره د پناه غوښتنې متقاضیان او له ۹ زرو څخه ډېر د امریکايي وګړو او دایمي استوګنې لرونکو کسانو د کورنیو غړي لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د افغانانو د حقونو ملاتړو او مدني فعالانو د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چې د امریکايي چارواکو د پرېکړو په تمه دي، یو شمېر مشخصې غوښتنې مطرح کړې دي. په دغو غوښتنو کې د کانګرېس لخوا د مخکې تصویب شویو نږدې ۶ زره ځانګړو کډوالۍ ویزو صادرول، د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام بیا پرانیستل، او په امریکا کې د مېشتو شاوخوا ۱۲ زره افغانانو لپاره د موقتي خونديتوب حالت (ټي پي اېس) بېرته نافذول شامل دي.

''افغان کډوال به په ارامۍ سره ژوند وکړي''

امریکا ته نوي راغلي کډوال بس د ختلو په حال کې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

فیض الرحمن میرزاده، چې په امریکا کې د 'افغانستان د خلکو شورا' مرستیال دی، له بي بي سي دري څانګې سره په خبرو کې د دې لایحې معرفي کېدو هرکلی وکړ او وايي، د دې په تصویبېدو سره به په امریکا کې د ګڼ شمېر بې برخلیکه افغان کډوالو اندېښنې راکمې شي او هغوی به په ډاډ سره خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ښاغلي میرزاده وویل چې د دې بهیر له بشپړېدو وروسته به هېڅوک ونه شي کولای افغان کډوال ''په کار ځای، کور، جومات یا د پېرود پر مهال'' وځوروي. د هغه په وینا، کډوال به وکولای شي د خپلو اسنادو چارې په اسانۍ پر مخ یوسي او د قانوني استوګنې لوري ته ګامونه واخلي.

هغه دغه راز تائید کړه چې اوسمهال په امریکا کې ډېر افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، د وېرې او اندېښنې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د 'افغان ایوک' سازمان هم په خپلې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ای سي اې) د مامورینو له خوا د افغان متحدانو د ځورونې او نیونې په اړه راپورونه زیات شوي دي. دغه سازمان د سنا له ټولو غړو او د استازو جرګې له استازو وغوښتل چې د 'افغانستان د موقتي خونديتوب حالت' لایحه پرته له ځنډه تصویب کړي.

د سازمان په وینا، د دې لایحې تصویب به زرګونو افغانانو ته د اخراج پر وړاندې خوندیتوب، د کار قانوني حق او د خپل راتلونکي په اړه زیات ډاډ ورکړي.