کیېف ته نږدې د روسیې تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، کیېف ته نږدې د روسیې له تازه بریدونو وروسته لګېدلی اور
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

اوکرایین کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنې کیېف ته نژدې د روسیې په تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه درې کسان وژل شوي دي.

د شنبې سهار وختي په دغو بریدونو کې د کیېف ختیځې سیمې په نښه شوې دي.

عیني شاهدانو د درنو چاودنو رپوټ ورکړی دی.‌

څو ورځې مخکې د اوکرایین بېلابېلو سیمو کې د روسیې بریدونو ۲۱ کسان وژلي وو.

د سیمه‌ییزې پوځي ادارې مشر تېمور تکاچینکو ویلي چې د بالستیک توغندیو دغو تازه بریدونو د درېیو کسانو پر وژلو سربېره درې نور ټپیان کړي هم دي.

هغه زیاته کړې چې د توغندیو د پاتې شونو غورځېدو استوګنیزو ودانیو او موټرو ته زیان رسولی او په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

هممهاله د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو پر ټېلېګرام لیکلي چې د بیړنيو خدمتونو ادارې کارکوونکي پلازمېنه کې په یوې ودانۍ او د تېلو په یوه ټانک د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.

د اوکرایین د بیړنیو خدماتو دولتي ادارې لخوا خپورو شویو تصویرونو کې ښکاري چې کیېف کې څو ځایه اورونه لګېدلي دي.

دې ادارې زیاته کړې: "د قربانیانو د شمېر د روښانولو هڅې روانې دي."

هټیو کې د اور لمبې ښکاري چې لوګي ترې پورته کېږي

د عکس سرچینه، Ukraine state emergency service DSNS

د عکس تشریح، د روسیې د تازه بریدونو پایله کې پر یوې ودانۍ سربېره هټیو او ورکشاپونو کې هم اور لګېدلی

کیېف کې دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په لومړي ځل د سربیا پلازمېنې بلګراد ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې هغه د سربیا له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره پر اقتصادي اړیکو، امنیتي مسایلو او له اروپایي ټولنې سره پر اړیکو خبرې وکړي.

زېلېنسکي هڅه کوي چې اوکرایین لپاره پراخ نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، خو ووچیچ تر اوسه پر روسیې د بندیزونو له لګولو ډډه کړې ده.

سربیا غواړي چې د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي. بلګراد اوکرایین سره پر مرستو سربېره دا ژمنه هم کړې چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به له دغه هېواد سره د بیارغونې برخه کې همکاري وکړي.

زېلېنسکي تېره اوونۍ ویلي وو چې د متحدانو له خوا د بالستیک توغندیو ضد دفاعي سیستمونو په ورکړه کې ځنډ د "ویرونکې مرګژوبلې او ویجاړۍ" لامل ګرځي.

هغه زیاته کړې وه چې د توغندیو د شنډولو پیاوړي ظرفیت کولی شول، چې د وروستیو خونړیو بریدونو پر مهال د خلکو ژوند وژغوري.

د اوکرایین ولسمشر وروسته دا هم وویل چې سږ کال د متحدانو له خوا د دغو دفاعي توغندیو ورکړه "پام وړ کمه" شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوکرایین په روسیه کې دننه د تېلو دوه چاڼ‌خونې او همدا راز په تور سمندرګي کې د مسکو اړوندې کښتۍ په نښه کړې.

زېلېنسکي ویلي، د دغو بریدونو موخه دا وه چې هغه عواید محدود کړي چې روسیه یې د اوکرایین پر ضد د جګړې تمویل لپاره کاروي.

د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو وروستۍ هڅې له خنډ سره مخ شوې، چې له کبله یې د دواړو لورو ترمنځ بریدونه لا زیات شوي دي.