اسټرالیا د 'اېچ‌۵اېن‌یو' مرغانو انفلونزا لومړۍ پېښه تایید کړه؛ دا وېروس اوس هرې وچې ته رسېدلی

د دنداسي رنګه سکوا مرغه انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ناروغي په یوه دنداسي رنګه سکوا مرغه کې موندل شوې ده.
    • Author, ېیوتي تان
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اېچ پنځه این یو(H5N1) ډوله د مرغانو انفلونزا وېروس لومړی ځل دی، چې اسټرالیا ته ورسېد او دا خبر د دغه هېواد د کرنې وزارت تایید کړی.

معنا دا چې د دې ناروغۍ خورا ساري بڼه اوس د نړۍ هرې وچې ته رسېدلې ده.

د کرنې وزیرې جولي کولینز د شنبې په ورځ وویل، چې دا ناروغي په یوه کډوال سمندري دنداسي رنګه مرغه سکوا کې د لوېدیځې اسټرالیا په لرې پرته سیمه کې موندل شوې ده.

د سیمه‌ ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه مرغه د کیپ لي ګرانډ ملي پارک په یوه ساحل کې موندل شوی، چې سپرانس ښار ته نژدې موقعیت لري او د پرت ښار شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره (۴۳۴ میله) سوېل ختیځ ته پروت دی.

اسټرالیا تر دې وړاندې یوازېنۍ وچه وه، چې یاده د مرغانو انفلونزا پکې نه وه موندل شوې.

دغه وېروس کولای شي د کورنیو چرګانو او وحشي مرغانو ترمنځ په چټکۍ خپور شي. له دې ناروغۍ سره تړلې انساني پېښې لا هم کمې دي.

کولینز یوې خبري غونډې ته وویل: "موږ ټول پوهېدو چې نه شو کولای د تل لپاره د مرغانو له انفلونزا خوندي پاتې شو. "

هغې زیاته کړه، چې د مرغانو د انفلونزا یوه بله مشکوکه پېښه هم شته؛ یو "سوېلي پیټرل" مرغه چې د سپرانس په یوه ساحل کې ستړی او کمزوری موندل شوی و.

هغې زیاته کړه، چې "تر اوسه د مرغانو د ډله ‌ییزې مړینې هېڅ شواهد نشته".

د ګواښل شوو ژوو کمیشنرې فیونا فریزر ویلي، چارواکي به "په څو ورځو کې" معلومه کړي، چې ایا وېروس د اسټرالیا په نورو حیواني ټولګو کې هم شته که نه.

د اسټرالیا ملي خپرندویې ادارې اې بي سي‌ د راپور له مخې، د هېواد مشرې وترنرې بیت کوکسن ویلي، چې چارواکو "له ډېر وخت راهیسې د دې پېښې لپاره چمتووالی نیولی و" او د حیواني ناروغیو د بېړنیو حالاتو کمېټه د شنبې په ورځ راغوښتل شوې وه.

د "اېچ پنځه این یو" مرغانو انفلونزا وېروس تېر کال اکتوبر میاشت کې د اسټرالیا په لرې پرتو سیمو، هېرډ او مکډونالډ ټاپوګانو کې هم موندل شوی و، چې د هند سمندر په سوېلي برخه کې موقعیت لري.

یوه څېړنه، چې د روانې اوونۍ په پیل کې خپره شوې، اټکل کوي، د تېر کال له اګست راهیسې په هېرډ ټاپو کې د ۱۷ زرو وړو سمندري فیلانو (seal pups) له ډلې شاوخوا ۱۳ زره د د اېچ پنځه این یو(H5N1) ویروس له امله مړه شوي دي، چې د ټولې ډلې له ۷۵ سلنې څخه ډېر دي. څېړونکو همدارنګه د پینګوینانو په ټولګو کې د تمې خلاف د مړینو لوړه کچه هم ثبت کړې ده.

ساینسپوهان باور لري، چې دغه ویروس ښايي تېر اګست د فرانسې تر مالکیت لاندې د کروزیټ ټاپوګانو څخه د مهاجرو مرغانو له لارې دې ټاپوګانو ته انتقال شوی وي.

کروزیټ ټاپوګان له دې سیمې شاوخوا ۱٬۸۰۰ کیلومتره لرې دي.

مرغیو انفلونزا یوه ناروغي ده. د داسې ویروس له امله رامنځته کېږي، چې مرغان اخته کوي او کله ناکله نورژوي هم، لکه لېوان، اوبسپیان یا Seals او سګ‌لاووګان (otters یو ډول اوبیز ژوي) ناروغه کوي.

د دې ناروغۍ تر ټولو مهمه بڼه، چې اوس مهال د نړۍ په کچه د وحشي مرغانو ترمنځ خپره ده، د ویروس هغه ډول دی چې اېچ پنځه این یو(H5N1) نومېږي.

دا ویروس د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې په چین کې راښکاره شو.

د مرغانو کډوالۍ (مهاجرت) د دې لامل شوې، چې ناروغي د کورنیو او وحشي مرغانو ترمنځ خپره شي، او په ډېر نادرو مواردو کې یې انسانان هم اخته کړي دي، چې معمولاً د ناروغو ژویو سره د تماس له امله وي.