لغمان کې د کډوالو بار وړونکی ټیلر سیند ته لوېدلی؛ ۲۲ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو یو ټېلر لغمان ولایت کې سېند ته لوېدلی چې لږ تر لږه ‍۱۲ کسان پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.‌

په یاد ټیلر کې ۲۲ تنه سپاره وو.‌

د طالبانو حکومت د 'خالد بن ولید قول اردو' ویلي، پېښه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان سرخکان ولسوالۍ خیرو خېلو سیمه کې تېره شپه ناوخته دوولس بجې شوې ده.

ددغه قول اردو ویاند وحیدالله محمدي رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي "د ژغورنې ځواکونه او مسلکي پرسونل له درنو نظامي وسایلو سره سیمې ته استول شوي دي او تر اوسه یې ۴ جسدونه او ۸ ټپیان له سینده را ایستلي، خو ۱۰ کسان لا هم ورک دي".

د هغه په وینا، د موټر ټېلر هم له سینده را ایستل شوی او خوندي سیمې ته لېږدول شوی دی.

د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

دا خبر تازه کېږي.