د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د ایران روحاني مشر د جنازې مراسمو ته ولاړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

بي‌بي سي ته سرچینو تائيد کړې چې د طالبانو حکومت یو جګپوړی پلاوی چې مشري یې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ځینو نورو چارواکو په ګډون د ایران د مخکېني وژل شوي مشر ایت‌الله خامنه‌اي د جنازې مراسمو کې تهران ته تللی.

په افغانستان کې د ایران سفیر رضا بېکدلي دا څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومتي چارواکو ته رسمي بلنه ورکړې وه چې د ایران د مخکېني مشر ایت الله علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.

د علي خامنه‌اي تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو د حکومت ريس الوزراء (لومړي وزیر) محمد حسن اخند په خپل پیغام کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ته د هغه د مړینې په اړه تسلیت وړاندې کړی و.

په دې پیغام کې ویل شوي وو: "افغانستان ډاډ لري چې د ایران لوی ملت به د ملي مقاومت او همبستګۍ په روحیې سره دا سخت پړاو هم په بریالیتوب تېر کړي."

د ایران د پخواني مشر علي خامنه‌اي تر وژل کېدو درې میاشتې زیات وخت تېر شوی دی.‌

خامنه‌اي د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا-اسرائیل د برید په لومړۍ ورځ وژل شوی و.

د ایران د رهبر د اثارو د خپرولو دفتر څو ورځې مخکې د هغه د شپږ ورځني جنازې او خاور ته سپارلو پروګرام اعلان کړی و.

د رسمي اعلامیې له مخې، د جنازې مراسم به د چنګاښ (سرطان) پر ۱۳مه په تهران کې پیل شي او د سرطان پر ۱۸مه به په مشهد کې د امام رضا په حرم کې د هغه د خاور سپارلو سره پای ته ورسېږي.

د هغه د کورنۍ د ځینو نورو غړو د جنازې او خاور سپارلو مراسم هم په همدې وخت کې ترسره کېږي، چې ویل کېږي له هغه سره یو ځای د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي وو.

دا مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره شي.

د تهران د ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیال محمدامین توکلي‌زاده مخکې ویلي وو چې د دې مراسمو مسؤلیت د سپاه پاسداران په غاړه دی او درې ورځې "د خلکو د بدرګې" لپاره ځانګړې شوې دي.

نوموړي همدارنګه ویلي وو: "موږ پلازمېنه کې د ۱۵ تر ۲۰ میلیون کسانو د ګډون لپاره تیاری نیسو."

۲۰۰۰ افغانانو ته د ایران وېزې

بل خوا، بي‌بي‌سي ته ځینو سرچینو دا هم ویلي چې په هرات د ایران کونسلګرۍ څه باندې۲۰۰۰ وېزې افغانانو ته ورکړي چې په ایران کې د جنازې په مراسمو کې ونډه واخلي.‌

د سرچینو په وینا، دغه لنډمهالې وړیا وېزې تر ډېره افغان مدني او فرهنګي فعالانو ته ورکول شوي چې ډېره برخه به یې د هرات له لارې ایران ته ولاړ شي.