تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې دولتي رسنۍ وايي، د دمشق په چایخانه کې د چاودنې له کبله شپږ کسان وژل شوي
د سوریې دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، د دې هېواد پلازمېنې دمشق په یوه کیفې کې د بمي چاودنې له کبله شپږ کسان وژل شوي او لږترلږه ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت او دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، پېښه د دمشق په مرکزي برخې حجاز په یوه کیفې کې د یوه داسې بم چاودنې له کبله شوې، چې په لاس چمتو شوی.
چارواکي وايي، د نړېدلې کیفې په خاورو، خځلو کې د پاتې کسانو لټون چارې روانې دي او د مرګژوبلې شمېر زیاتېدو اندېښنه څرګنده شوې. تر اوسه پورې چا د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
دا په دمشق کې له هغه راهیسې تر ټولو خونړی برید و، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې پر یوې کلیسا د ځانمرګي برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي وو.
سرایا انصار السنه نومې جهادي ډلې، چې په نسبي ډول ډېره مشهوره نه ده، ادعا کړې وه چې د هغه برید مسؤوله ده، خو چارواکو یې پړه پر اسلامي دولت (داعش) ډلې واچوله.
محمد الذهبي، چې د نننۍ چاودنې د ځای ترڅنګ د عینکو دوکان لري، وویل چې د پنجشنبې ورځې دغه برید هغه چاودنې ورپه یادې کړې چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال به په دمشق کې رامنځته کېدې.
هغه فرانس پرېس خبري اژانس (اې ایف پي) ته وویل:
''ما د زورور فشار احساس وکړ او ټوله سیمه ولړزېده. ما سملاسي د پېښې ځای ته ورمنډه کړه او ومې لیدل چې خلک پر ځمکه پراته وو او هر لور ته وینې بهېدلې وې.''
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لږ تر لږه دوه سړي د کیفې د بهرنۍ ناستې په برخه کې پر ځمکه بېحرکته پراته دي.
رپوټونو کې ویل شوي، له چاودنې وروسته په سیمه کې وېره خپره شوې او د کیفې ترڅنګ ځینو نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی.
له پېښې وروسته د مدني دفاع مرستندویانو ډلګۍ او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي او روغتونونو ته یې د ټپیانو لېږدولو چاره پیل کړې. امنیتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي او د سیمې له کلابندۍ وروسته یې پلټنې پیل کړې دي.
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د اسلامپالو یاغي ځواکونو له خوا د بشار الاسد د حکومت تر نسکورېدو او د سوریې د ۱۳ کلنې ویجاړوونکې کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په دمشق کې څو امنیتي بریدونه شوي دي.
لنډمهالی ولسمشر احمد الشرع واک ته له رسېدو راهیسې هڅه کوي چې پر ټول هېواد خپل کنټرول ټینګ کړي او امنیت بېرته تامین کړي، خو په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.
په دې موده کې د حکومتي ځواکونو او د سوریې د علوي او دروز مذهبي لږکیو د غړو ترمنځ څو ځله خونړۍ فرقه ییزې نښتې هم شوې دي، چې ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.