تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال نړیوال جام: د اویارزبال دوه ګولونه؛ اسپانیا اتریش ته ماتې ورکړه
د فیفا فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اسپانیا لوبډلې اسټریا (اتریش) ته د صفر مقابل کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره ټیمونو پړاو ته ورسېده.
دغه لوبه چې د امریکا په لاس اینجلس کې وشوه، تر ډېره توپ د اسپانوي لوبغاړو په ولکه کې و.
د اسپانیا مایکل اویارزبال د لوبې لومړۍ نیمايي په ۳۶مه دقیقه کې ګول وکړ او د دمې ترمهاله لوبه یو صفر پاتې شوه.
د دویمې نیمايي له پیل وروسته د لوبې په ۶۶مه دقیقه کې پیدرو پورو توپ د اسټریا ګول ته ورساوه او د لوبې رسمي وخت له پای ته رسېدو یوه دقیقه مخکې اویارزبال خپل دویم او د اسپانیا لپاره درېیم ګول وکړ.
د صفر مقابل کې د درې ګولونو له دې بریا سره اسپانیا لوبډله د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته ورسېده.
په لاس اینجلس کې د بي بي سي سپورت خبریال ګیري روز په خپل رپوټ کې وايي، د اسپانیا د ریال سوسییداد ۲۹ کلن بریدګر لوبغاړي دوه ګولونه ووهل، چې ورسره د اروپا اوسنیو اتلانو وکولای شول اتریش ته په اسانۍ سره درې صفر ماتې ورکړي.
په دې بریا سره اسپانیا لوبډلې له ۱۶ کلونو وروسته د حذفي پړاو خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه او د سیالیو ۱۶ پړاو ته یې لاره ومونده.
دغه بریدګر د لوبې مهم ستوری و، ځکه د هغه دوو ګولونو د اسپانیا بریا یقیني کړه او د اروپايي اتلانو د مخ پر وړاندې تګ لپاره یې مهم رول ولوباوه.
اتریش، چې له ۱۹۵۴ کال راهیسې یې د نړیوال جام په حذفي پړاو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوله، د ګول وهلو یو ښه فرصت ترلاسه کړ. بدیل لوبغاړي ساسا کالایجډزیچ میدان ته له ننوتلو سره سم د خپل لومړي تماس په وسیله د سر ضربه ورکړه، خو توپ د دروازې له پاسه ووت.
خو له دې فرصت وروسته اتریش ډېر جدي ګواښ رامنځته نه کړ او د اسپانیا دفاع ته یې ډېرې ستونزې جوړې نه کړې.