د طالبانو پنځه کلنه واکمنۍ کې سپورت څنګه بدل شوی؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
په وروستیو کلونو کې د افغانستان سپورت له پراخو بدلونونو سره مخ شوی؛ په سیالیو کې د ښځو پر ګډون له بشپړ بندیز نیولې، د ځینو برخو تر بندېدو او پر ځینو نورو تر محدودیتونو، چې د افغانستان د سپورت څېره یې بدله کړې.
د رزمي هنرونو ګډوله یا MMA او شطرنج هم هغه دوه سپورتي برخې دي چې د طالبانو حکومت منع کړې. خو چارواکي يې وايي چې له لامبو او فوټبال نیولې تر سوک وهنې او آس ځغلونې پورې په سلګونو سپورتونه په هېواد کې اجازه لري او هڅه کوي چې د سیمهییزو ورزشونو د فدراسیون له لارې د وزلوبې، نښه ویشتنې او غشي ویشتنې په څېر ورزشونه هم دود کړي.
د طالبانو د حکومت د ورزش ادارې چارواکو ویلي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا یو ملیون او درې لکه ورزشکاران په بېلابېلو برخو کې په تمرین بوخت دي.
بندیزونه او محدودیتونه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو حکومت پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د یو شمېر سپورتي برخو په جوړښت او فعالیتونو کې بدلونونه راوستي او ځینې یې بشپړ منع کړي؛ هغه پریکړې چې تر ټولو زیات اغېز یې د ښځو پر سپورت او سپورت او هغو برخو کړی چې د طالبانو له نظر او د دوی له قوانینو سره ټکر کې دي.
ښځې او نجونې په بشپړ ډول له سپورته منع شوې او ورسره جوخت د رزمي هنرونو ګډوله یا MMA هم ممنوع اعلان شوې دي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې اېم اېم اې د دوی په وینا د «تاوتریخوالي» او له اسلامي شریعت سره د نه مطابقت له امله منع کړه؛ هغه پریکړه چې د دغهمشهور ورزش د مینه والو او ورزشکارانو له پراخ غبرګون سره مخ شوه.
د افغانستان د MMA یو پیژندل شوی لوبغاړی باز محمد مبارز وايي، دا ممنوعیت د لوبغاړو او مینه والو د ناهیلۍ لامل شوی.
هغه وايي " اېم اېم اې سپورت چې په تېره بیا په ځوانانو کې ډېر پلویان لري او ډېرو یې تمرین کاوه او په سیالیو کې یې ګډون کاوه خو طالبانو په داخل کې د دغه سپورت د سیالیو پر جوړولو او په بهر کې یې د افغان لوبغاړو په ګډون بندیز لګولی. په دې کې شک نشته چې دا د اېم اېم اې د لوبغاړو او د هغو مینهوالو د ډېرې خواشینۍ او اندېښنې لامل شوی".
شطرنج

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
له MMA وروسته، شطرنج هم د مجاز رشتو له لېسته وایستل شو. دغه لوبه تېر کال له قمار سره د تړاو د اندېښنو له امله، د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په اډانه کې "تر بلې خبرتیا" وځنډول شوه. د سپورت ادارې وویل چې د شطرنج دوام له اسلامي قوانینو سره د هغې د مطابقت له ارزونې سره تړلی دی.
د افغانستان د شطرنج فدراسیون رئیس غلام علي ملکزاد چې اوس په جرمني کې دی، بي بي سي ته وویل چې په هېواد کې دننه د شطرنج پر ممنوعیت سربېره، فدراسیون هڅه کړې چې په نړیوالو سیالیو کې د افغان شطرنج لوبغاړو حضور وساتي او ټاکل شوې چې ښځې هم د سمرقند په المپیاډ کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.
هغه زیاتوي: "موږ اوس په افغانستان کې د شطرنج حضوري فعالیت نه لرو او په آنلاین بڼه فعالیت کوو. په روان کال کې د شطرنج نړیوال فدراسیون په همکارۍ او مالي ملاتړ پلان لرو چې د سمرقند اولمپیاد کې ګډون وکړو. د افغانستان د شطرنج فدراسيون ټول پروګرامونه د شطرنج نړیوال فدراسیون په ملاتړ کېږي. موږ وکولی شو له مودو وروسته مو د ښځو ډله فعاله کړه او سږ کال له ډېر وخت وروسته لومړی ځل په سمرقند اولمپیاد کې د افغانستان د نجونو یوه ډله هم ګډون کوي".
د بدن ښکلا یا پرورش اندام بله رشته ده چې له محدودیتونو سره مخ شوې. د نویو مقرراتو له مخې، جامې باید تر زنګون لاندې وي، که نه نو د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.
له محدودیتونو تر جلاوطنۍ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
که څه هم د سرچینو په وینا، د دې محدودیتونو پلي کېدل تل یو ډول نه وو او ځینو لوبغاړو په محدودو شرایطو کې تمرین یا سیالۍ کړې دي، خو د ښځو د سپورت ممنوعیت پراخې پایلې لرلې دي.
ډېری ښځینه لوبغاړو د کرېکټ او فوټبال د ملي ټیمونو د غړو په ګډون، د خپلو مسلکي فعالیتونو د دوام لپاره هېواد پرېښود او په جلاوطنۍ کې یې ملي ټیمونه جوړ کړل.
تازه فیفا د هغو ښځینه لوبغاړو لوبډله په رسمیت وپېژندله چې له هېواده له بهر افغان ښځینه فوټبالرانو جوړه ده.
په ورته وخت کې، له هېواده بهر افغان لوبغاړي په MMA، شطرنج او بدن ښکلا نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي چې د افغانستان نوم او بیرغ ژوندی وساتي؛ په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه د ورزش ډګرونه ورځ تر بلې محدودېږي.
"تېر کال د سپورت لپاره ښه کال"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، تېر ۲۰۲۵ کال په نړیوالو او سیمهییزو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو لپاره یو ډک لاسه کال و او د دې ادارې د شمېرو له مخې افغان ورزشکارانو وکولای شول له سلو ډېر مډالونه وګټي.
چارواکي دا لاسته راوړنه د ورزشکارانو د هڅو او د افغانستان ورزش ته د حکومت د پام پایله بولي.
کابل د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشت کې هم د سیمهییزې دودیزې غېږ نیونې د سیالیو کوربه و چې د طالبانو د حکومت د جګپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزیر پرانیستې او د منځنۍ اسیا د شپږو هېوادونو، ایران او ترکیې لوبغاړو ګډون پکې کړی و.
د طالبانو د حکومت د بدني روزنې او سپورت اداره وايي چې دا مهال په افغانستان کې پنځوس ورزشي فدراسیونونه فعال دي او له مالي او تخنیکي ستونزو سره سره، افغان لوبغاړي په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي او ویاړونه ګټي.
د دغې ادارې ویاند، اتل مشواڼي بي بي سي ته وویل چې په دې وروستیو کې څو نوو ورزشي برخو فعالیت پیل کړی.
هغه وايي: "په افغانستان کې د ورزش له ادارې سره په رسمي ډول ۵۰ ورزشي فدراسیونونه ثبت دي. له بلې خوا په وروستیو کلونو کې څو نوې ورزشي رشتې رامنځته شوې دي، لکه د نښه ویشتنې فدراسیون، د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون، د فریزبي فدراسیون او ځینې نور ورزشونه."
د طالبانو په حکومت کې د المپیک، بدني روزنې او سپورت ادارې مشر احمدالله وثیق په نړیوالو سیالیو لکه د اسلامي هېوادونو د پيوستون لوبو کې د افغان لوبغاړو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې له دې سیالیو د لسګونو مډالونو ګټل دا ښيي چې حکومت یې د سپورت جدي ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې "له افغانستان څخه هم ګڼ شمېر ورزشکارانو په بېلابېلو رشتو کې په دې نړیواله پېښه کې برخه اخیستې وه او د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه یې وګټل. دا ښيي چې اوسنی حکومت او د ورزش اداره له ورزش څخه ملاتړ کوي، ورزشکارانو ته یې اسانتیاوې او د ورزش زمینه برابره کړې او ورزشکاران یې تر هغه ځایه رسولي چې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي او افغانستان ته ویاړ وګټي".
ښاغلي وثیق زیاته کړه چې د هغو لوبغاړو شمېر چې په کابل او ولایتونو کې بېلابېل سپورتونه کوي شاوخوا یو میلیون او درې لکه کسانو ته رسیږي.
د دې ادارې مسؤلین ټینګار کوي چې د لوبغاړو د وړتیا لوړول د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دي.

د عکس سرچینه، @gdpes_gov_afg
د اولمپیک ملي کمیټې ویاند اتل مشواڼي وویل چې سیمهییزو او نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبغاړو د چمتو کولو او لار موندنې په هدف، په دوامداره توګه سیمهییزې سیالۍ جوړوي.
د هغه په وینا "په تېر یوه کال کې په اوسط ډول په میاشت کې نږدې پنځه سوه سیمهییزې سیالۍ په مرکز او ولایتونو کې شوې دي.
همدا رنګه په هېواد کې دننه لوي لیګونه لکه د فوټبال، فوتسال، وزلوبې او والیبال لیګونه او همدارنګه د کورش، پهلوانۍ، بډمنټن او ځینو نورو سپورتونو لویې سیالۍ مو پیل کړې دي.
د دې ټولو سیالیو لګښت د بدني روزنې او ورزش ادارې له بودیجې څخه ورکړل شوی او په ځینو مواردو کې خصوصي سکتور هم له موږ سره همکاري کړې ده".
د طالبانو حکومت وايي چې تېر ۲۰۲۵ کال د افغانستان د سپورت لپاره بریالی و چې په کې افغان لوبغاړو له سیمهییزو او نړیوالو سیالیو له سلو ډېر مډالونه وګټل. همدارنګه په ملي ټیمونو کې د کورنیو لیګونو او سیمهییزو سیالیو له لارې د نویو څېرو پېژندل کېدل نورې لاسته راوړنې یادېږي.
مسؤلین وايي، د اقتصادي ستونزو او د فدراسیونونو د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله له پراخو خنډونو سره سره، دوی په هېواد کې دننه د ورزشکارانو ملاتړ ته ژمن دي او په نړیوالو سټیجونو کې د افغانستان د سپورت راتلونکي ته هیله مند دي.
په افغانستان کې د بدني روزنې او ورزش ادارې ویاند وايي چې د المپیک نړیواله کمیټه او نړیوال فدراسیونونه له کورنیو فدراسیونونو سره مالي مرسته نه کوي او یوازې له هېواده بهر په ځینو المپیکي سپورتونو کې د افغان لوبغاړو د ګډون لګښتونه تامینوي.


















