په عربي هېوادونو کې افغان مسافر د ایران جګړې څومره زیانمن کړي او ولې حال نه وايي؟

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

دوه اوونۍ مې هڅه وکړه چې په سعودي عربستان، قطر او متحده عرب اماراتو کې ځينې افغان مسافر وغږوم چې د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې یې ژوند او کاروبار څومره اغېزمن کړی دی. خو ډېریو یې یا ځواب نه راکاوه او یا به یې پر وټس‌اپ یوازې همدومره راته وویل او خپل پيغام به یې بېرته ړنګ کړ چې "وروره! څه نه شو ویلی. په حکومت مو مه ډېپورټوه [شړه]. زموږ هر څه څارل کېږي".

دا وېره له دې کبله ده چې د ایران جګړې پرمهال ځينو خلیجي هېوادونو هلته مېشت هغه کډوال ونیول، بنديان یې کړل او یا یې له خپل هېواده وشړل چې پر خواله رسنیو یې ځينې داسې ویډيوګانې او لیکنې خپرې کړې وې چې حکومتونو یې د خپل ملي امنیت په زیان، د خلکو تر منځ د وېرې خپرولو لامل او یا هم له ایران سره پر خواخوږۍ ورټول وبلل.

په عربي هېوادونو کې مېشت افغان مسافر هم ځکه ډارېږي چې که ووايي کاروبار او ژوند یې خراب شوی نو هسې نه حکومت یې دا د وېرې خپرول او یا د وضعیت خراب ښودل وګڼي او دوی هم یا ونیسي او یا یې له خپل هېواده وشړي. وېره یې ان تر دې کچې ده چې زما له دې خبرې وروسته یې هم له بي‌بي‌سي سره له خبرو ډډه کوله چې نه مو نوم اخلو، نه مو غږ خپروو او نه هم څېره. خو بلاخره مې په درو واړو هېوادونو کې ځينې افغان مسافر کارکوونکي او سوداګر رضا کړل چې خپل حال راته ووايي. خو ژمنه مې همدا وه چې پېژندګلوي یې نه په ډاګه کوو نو ځکه دلته ټول په مستعارو نومونو یاد شوي دي.

شرکتونو یا کارکوونکي رخصت او یا یې معاشونه ور کم کړي

په دوبۍ کې اوس وضعیت او ستاسې کار څنګه روان دی؟

پر وټس‌اپ زما د دې پوښتنې په ځواب کې د یوه افغان مسافر غږیز پیغام داسې پيل شو، "حالات هماغسې دي چې تاسې خبریالان ترې خبرېږئ. والله همدا اوس هم چورت وهم چې کلېپ [غږیز ځواب] در ولېږم او که ویې نه لېږم. ځکه چې خلک یې په یوه عکس او ویډيو هم ډېپورټ کړل... خو راځه، توکل په خدای..."

دغه کس چې دلته یې د نصیب په مستعار نوم یادوو، په متحده عرب اماراتو کې دی. هغه هېواد چې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر په ګډون یې ځينې سیمې ایران په دې نوم په توغندیو او ډرون بریدونو وویشتلې چې ادعا کوي، هلته د امریکا اړوند هدفونه په نښه کوي.

نصیب له یوه شرکت سره کار کوي خو په اړه یې ډېر جزیات نه شو درکولی چې د کار او هویت د ځانګړتیاو له کبله یې چارواکي و نه پېژني.

دی وايي چې د ایران جګړې د نورو غوندې د افغانانو کاروبارونه هم سخت خراب کړي او ګټه‌وټه یې نیمايي ته راټيټه شوې ده. د ده په وینا، که وضعیت همداسې روان وي نو وار د مخه زیان‌ګاللي افغان مسافر او شرکتونه به ډېر زیات تاواني شي.

نصیب زیاتوي، "که زه خپل مثال درکړم نو په لومړیو میاشتو کې زما تنخوا له ټاکلي معیار سره سمه وه. خو چې لارې او پروازونه بند شول او اماراتو ته د خلکو تګ راتګ ودرېد نو موږ له کمپنۍ سره دې هوکړې ته مجبور شوو چې زموږ تنخوا ۳۰ سلنه راکمه کړي. موږ ټولو نه یې په مارچ او اپرېل میاشتو کې ۳۰ فیصده معاش وګرځاوه".

نصیب د دې تاوان پړه پر شرکتونو نه بلکې پر جګړې وراچوي.

دی وايي، شرکتونه ملامت نه دي او اوس یې هم "ښېګڼه" کړې چې کارکوونکي یې بېکاره او رخصت نه کړل بلکې شاوخوا دوه میاشتې یې په نیم معاش وساتل. خو اوس د ده په ګډون په اماراتو کې ځينو شرکتونو خپلو کارکوونکو ته افغانستان ته د ستنېدو او پرته له معاشه پر کور د منتظر کېناستو سپارښتنه کړې ده چې که حالات ښه شول نو بېرته به یې دوبۍ ته کار ته ور وغواړي.

نصیب وايي، "دلته دوبۍ کې هر مسافر د میاشتې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ درهمه مصرف لري. همدا اوس هم چې کمپنۍ نیم معاش راکاوه، زموږ ګوزاره پرې ډېره سخته وه. ځکه چې په وطن کې کورنۍ هم ساتو او دلته ځان هم. د همدې لپاره مو دا هم ورسره ومنله چې بېرته کورونو ته لاړ شو چې دلته کېدونکي تاوان نه خو بچ شو کنه".

د شمېرو له مخې، تېر کال نږدې شل میلونه بهرنيو سیلانیانو دوبۍ ته سفر کړی و چې له امله یې دا ښار د نړۍ له تر ټولو ډېر لیدل کېدونکو ښارونو وشمېرل شو. خو له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې دوبۍ ته د سېلانیانو پر ورتګ ډېر منفي اغېز کړی او د نصیب غوندې یې هلته د خلکو کاروبارونه له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د اقتصادي تاوانونو ترڅنګ د ایران د بریدونو د لاسه په متحده عرب اماراتو کې لږترلږه د یوه افغان د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی چې د رپوټونو له مخې، د تېرې مارچ میاشتې په لومړیو کې په دوبۍ کې د ایران د توغندیز برید پرمهال په یوې چرې لګېدلی و.

"د ایران جګړې د کورونا وبا غوندې د خلکو کاروبارونه خراب کړي"

تر دوبۍ هاخوا سعودي عربستان هم هغه هېواد دی چې زرګونه افغانان پکې بېلابېلې مزدورۍ او تجارتونه کوي او د ایران، امریکا او اسرائیل په جګړه کې په منځني ختيځ کې له ځينو اصلي په نښه کېدونکو هېوادونو دی. هلته هم ایران د امریکا د ځينو پوځي اډو په ګډون د تېلو کارخونې هم په نښه کړې دي.

که څه هم سعودي کې د دې جګړې د لاسه کوم افغان ته د ځاني زیان رسېدو خبر نه دی ورکړل شوی خو له اقتصادي پلوه یې هلته هم اغېزمن کړي دي. هغوی هم له وېرې خپل وضعیت په زغرده له رسنیو سره نه شي شریکولی.

یو افغان سوداګر چې د سلیم په مستعار نوم یې یادوو، له تېرو شاوخوا ۸ کلونو راهیسې کله په دوبۍ او کله په سعودي عربستان کې کار کوي. دی وايي چې اوسني وضعیت د کورونا وبا د وخت غوندې د خلکو کاروبارونه ځپلي دي.

دی په خپله هم په هغو سوداګرو کې و چې یو ځل یې په ۲۰۱۹ کې کورونا تجارت ته زیان ورساوه او اوس هم د ایران جګړې.

سلیم زیاتوي، "موږ چې په خپل مارکیټ کې کومې هټۍ په کرایه ورکړې وې نو د لومړیو دوو میاشتو نیمه کرایه مو ورته وبښله" خو په وینا یې، "چې جګړه وغځېده او کارونه هماغسې خراب پاتې شول نو خلکو ته ګوزاره سخته شوه. اوس نیمايي نه ډېرې هټۍ تشې دي ځکه چې کرایه پرې راتله خو کار یې نه و".

سلیم همداراز وايي چې پخوا یې د خپل کار ترڅنګ ځينې موټر هم اخیستل او خرڅول خو اوس د ده په ګډون، افغانان او په دوبۍ او سعودي کې اکثره تجاران هڅه کوي چې ډېره پانګه او پیسې په کاروبارونو کې بندې نه کړي.

"کاش جګړه ودرېږي چې کور ته یو چکر لاړ شو"

په سعودي عربستان کې یو بل افغان مسافر چې د صدیق الله په مستعار نوم یې یادوو، په ډار او وېره راته وویل، "لکه څنګه چې د جنګ نوم بدبختي ده، زوال دی همداسې د ایران، امریکا او اسرائيلو جګړې دلته د خلکو ژوند له بدبختیو او زوال سره مخ کړی دی. دې جګړې نه هم اجنبیان [غیر عرب] او هم په خپله د سعودي خلک اغېزمن شوي دي. افغان مسافر بیا تر نورو ډېر له ستونزو سره مخ شوي".

صدیق الله پخپله هم یو تجار دی، دی وايي چې د کاروبارونو د خرابېدو ترڅنګ دې جګړې افغان مسافرو ته خپل هېواد ته تګ‌راتګ هم ستونزمن کړی دی.

دی زیاتوي، "د هغو هېوادونو مسافر چې له سعودي سره ځمکنۍ لارې لري، په اسانه خپلو کورونو ته لاړل. د هغوی خوا ته هوايي شرکتونه او پروازونه هم ډېر وو. خو افغانان چې څوک وطن ته تللي، هلته پاتې او له مشکلاتو سره مخ دي او څوک چې په سعودي کې دي او غواړي وطن ته لاړ شي، هغوی دلته ایسار پاتې دي. ځکه چې زموږ ویزې او وطن ته سفر ځينې محدودیتونه لري او کور ته تګ راته هغومره اسانه نه دی، نه هم هغومره پروازونه شته".

دی وايي، د پخوا پرتله د الوتکو ټېکټونه هم قیمته شوي‌دي او زیاتوي، "پخوا افغان مسافر په اسانه کابل ته تلای شول خو د جګړې د لاسه ځينې مسافر اوس له سعودي ترکیې ته ټېکټ کوي، له ترکیې دوبۍ او بیا کابل ته... دې لاره اوږده او ټېکټونه یې قیمته کړي. نو مسافر دې ډېرۍ قیمتۍ او هم دې نه خپلو کورونو ته تګ ته زړه نه ښه کوي چې هسې نه هلته ایسار پاتې شي".

له کوېته هم یوه افغان مسافر صفي الله (مستعارنوم) راته وویل چې د ایران جګړې یې کار او ژوند اغېزمن او "خپل کور" ته تګ ورته "له خطره ډک" کړی دی.

دی وايي، "د ایران جنګ نه مخکې مې زړه و چې وطن ته لاړ شم ځکه چې دا دوه کاله نه یم تللی. خو اوس نه شم تللی. کاروبارونه خراب دي، کور ته پیسې لېږل خو پرېږده چې اوس ځان هم وساتو نو توره به مو کړې وي. خدای دې د دوی ترمنځ د خیر اوبه توی کړي چې دا جنګ ودرېږي، د خلکو کاروبارونه بېرته سم شي او موږ په کرار زړه یو چکر خپل وطن ته لاړ شو. اوس ډېره سخته ده".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم مني چې د ایران جګړې په ایران او عربي هېوادونو کې مېشت افغانان هم له ځاني او هم له مالي پلوه اغېزمن کړي دي.

مجاهد: د ایران جګړه کې ۲۶ افغانان وژل شوي دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته وویل چې د ایران او امریکا جګړې له کبله په ایران کې تر اوسه "ټولټال ۲۶ افغانان شهیدان شوي او له ۴۲ تر ۴۵ نور ژوبل شوي دي".

ښاغلی مجاهد وايي چې په ایران او عربي هېوادونو کې افغانانو ته مالي تاوانونه هم اوښتي خو وايي چې په هکله یې تر اوسه "کره معلومات نه شته".

دی زیاتوي چې په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې هم د ځینو افغانانو "کاروبارونه خراب شوي او د ځینو دفترونه زیانمن شوي دي" او وايي، "هیله‌من یم چې دا جګړه بیا تکرار نه شي او په ایران کې مېشت افغانان هم ترې زیانمن نه شي".

د یادولو ده چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام تر سقوط او پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د متحده عرب اماراتو، ځینو ګاونډيو او نورو عربي ملکونو په ګډون، ګڼو هېوادونو افغانانو ته د ویزو ورکړه یا بیخي درولې، یا یې محدوده او سخته کړې او یا یې هم قیمته کړې ده. هلته مېشت مسافر وايي چې اوس یې ځینې د دوی ویزې هم نه نوې کوي.

که څه هم کره شمېرې په لاس کې نه شته خو له کلونو راهیسې سلګونه زره افغانان په متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان، قطر، کوېت او ځينو نورو عربي هېوادونو کې بېلابېلې مزدورۍ، تجارتونه او درانه کارونه کوي. ګڼو یې د دغو هېوادونو د ویزو لپاره خپل پټي ګرو، موټر او یا ځمکې خرڅې کړې او یا هم له خلکو په دې نیت پیسې قرض کړې وي چې هلته به ګټه‌وټه وکړي او ځان به له پورونو خلاص او د کورنۍ ډوډۍ به غوړه کړي. دوی له دې پلوه د افغانستان په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او سلګونه زره کورنۍ یې پر ګټې‌وټې بسیا او تکیه دي. خو اوس د ایران، امریکا او اسرائيل جګړې چې دوی له هېڅ لوري هم پکې ښکېل نه دي، له درنو تاوانونو سره مخ کړي دي او کورنۍ یې هم ترې اغېزمنې شوې دي.

دا دی پر ایران د امریکا او اسرائیلو پر برید اوس تر دوو میاشتو ډېره موده اوړي. که څه هم ترمنځ یې اوربند شوی خو د هرمز تنګي پر سر په سیمه کې لا هم وضعیت نه دی نورمال شوی او په جګړه کې د ښکېلو اړخونه ژبه لا هم تونده ده.

نو په داسې حالت کې معلومه نه ده چې د صفي الله هغه هیله به کله رنګ راوړي چې وايي، "کاش ترمنځ یې د خیر اوبه توی شي چې جګړه ودرېږي، د خلکو کاروبارونه بېرته سم شي" او دوی په کرار زړه یو چکر خپل کور او وطن ته لاړ شي.