تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
انسټاګرام د خوندیتوب ټیکنالوژي بدله کړه ستاسو له شخصي پیغامونو سره څه کېږي؟
د انسټاګرام کاروونکي به نور نشي کولی خورا محرم او خوندي پیغامونه مخامخ د چا اکاونټ ته واستوي، ځکه چې د دغه اپلیکېشن دا ځانګړنه په نړیواله کچه بنده شوې ده.
له پیغامونو د "ایډ-ټو-اینډ انکریپشن " (E2EE) چې معنا یې ( له پای تر پایه کوډول) دي لیرې کول د میټا کمپنۍ له لوري یو لوی شاتګ دی. دغه ادارې وړاندې دا ټیکنالوژي د کاروونکو د محرمیت او خوندیتوب لپاره د "طلایي معیار" په توګه ستایله.
E2EE د انلاین پیغام رسونې ترټولو خوندي بڼه ده، چې یوازې لېږونکي او ترلاسه کوونکي ته د پیغامونو د لیدو اجازه ورکوي خو له ډېرې مودې راهیسې د هغو کمپاینرانو لخوا یې مخالفت کېږي چې وايي دا سیسټم اجازه ورکوي چې افراطي منځپانګه په انلاین ډول خپاره شي او چارواکي یې د مخنیوي لپاره لاس پر چاره کېدلی نه شي.
دا پر دې معنا ده چې د میټا پرېکړه د ماشومانو د خیریه بنسټونو په ګډون د یو شمېر ډلو له لوري ستایل شوې، خو د خوندیتوب د پلویانو لخوا غندل شوې ده.
د E2EE پر بندېدا سره به ، انسټاګرام اوس وکولی شي د انځورونو، ویډیوګانو او غږیزو نوټونو په ګډون
د مخامخ پر لیکه پیغامونو ټولو منځپانګو ته لاسرسی ولري.
په ۲۰۱۹ کال کې، میټا ژمنه کړې وه چې دا ټیکنالوژي به پر فیسبوک او انسټاګرام کې ځایوي او ویلي یې وو چې "راتلونکی خوندي دی."
دغه کمپنۍ په ۲۰۲۳ کال کې پر فیسبوک رسوونکي وسیلې (مسینجر) کې د دې سیسټم ځایولو چاره بشپړه کړه او وروسته یې پر انسټاګرام کې دا ځانګړنه د خلکو خوښې ته پرېښوده.
له اوو کلونو وروسته، میټا پرېکړه وکړه چې پر انسټاګرام دا سیسټم پراخ نه کړي، څه چې اوس یوازې "سټنډرډ انکریپشن" یا معیاري کوډونه وړاندې کوي. دا پردې معنا ده چې د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکی کولی شي د اړتیا پر مهال محرمې منځپانګې ته لاسرسی ومومي.
دا په ډېرو مشهورو انلاین خدمتونو لکه جی میل (Gmail) کې یو عام څه دي.
د ماشومانو د خوندیتوب ډلو د دې پرېکړې هرکلی کړی. ډېرو دغو بنسټونو له پخوا راهیسې خبرداری ورکړی و چې دا ټیکنالوژي ماشومان له خطر سره مخامخولی شي.
د یوه خیریه بنسټ استازې راني ګوینډر وویل: "موږ ریښتیا هم خوښ یو" هغې زیاته کړه چې E2EE "جرمي کړیو ته اجازه ورکوي چې له پېژندنې ځان وساتي او د ماشومانو د غولولو او ناوړه ګټې اخیستنې پټ پاتې کېدو ته لاره هواره کړي."
بلخوا، د خوندیتوب فعالان وايي چې دا ګام یو شاتګ دی. د "بیګ براډر واچ" په نوم یوه بنسټ استازې مایا توماس د دې پرېکړې له امله "نهیلي" وښوده او ویې ویل چې E2EE "یو له هغو کلیدي لارو و چې ماشومانو پرې خپل معلومات په انلاین ډول خوندي ساتل، نو موږ اندېښمن یو چې میټا د حکومت فشار ته تسلیم شوې وي."
د څو کلونو هڅې
له ۲۰۱۹ کال راهیسې، میټا د نیوکو پر وړاندې له خپلو پلانونو دفاع کوله، داسې حال کې چې فیسبوک او انسټاګرام ته د دې ټیکنالوژۍ د راوړلو پر تخنیکي ننګونو یې کار کاوه.
دغه کمپنۍ په څرګند ډول د انسټاګرام لپاره د دې پلان د لغوه کولو اعلان ونه کړ. پرځای یې، په خورا خاموشۍ سره یې د مارچ میاشت کې د اپلیکیشن شرایط تازه کړل.
هغوی وویل: "پر انسټاګرام د ایډ-ټو-اینډ انکریپټ پیغامونو ملاتړ به د ۲۰۲۶ کال د مې له ۸مې وروسته پای ته ورسېږي. که تاسو داسې چټونه او خبرې لرئ چې له دې بدلون سره اغېزمنېږي، نو تاسو ته به لارښوونه وشي چې څنګه هغه پیغامونه ډاونلوډ کړئ چې غواړئ له ځان سره یې وساتئ."
میټا خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه ځکه شوې چې ډېرو لږو کاروونکو د دې ځانګړنې کارولو ته لېوالتیا ښودلې وه.
یو شمېر کارپوهان بیا دې پرېکړې ته له بلې زاويې ګوری. د سایبري امنیت کارپوهه ویکتوریا باینز، چې په ګریشم کالج کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ استاده ده، پر دې باور دي چې دا پرېکړه د خوندیتوب پر وړاندې د میټا په چلند کې بدلون منعکسوي. هغې وویل: "خواله رسنۍ زموږ له اړیکو، زموږ پوسټونو، لایکونو او پیغامونو پیسې ګټي چې هدف لرونکي اعلانونه وړاندې کړي." هغې زیاته کړه: " په پرخېدونکي ډول، د میټا په څېر شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا بڼو په روزلو پام ساتي، چې د پیغامونو منځپانګه ورته خورا ارزښتناکه کېدلی شي. زما په اند دا پرېکړه ډېره پېچلې ده."
انسټاګرام مخکې ویلي و چې شخصي پیغامونه د مصنوعي ځیرکتیا د روزلو لپاره نه کارول کېږي. دغه کمپنۍ د خوندیتوب په اړه د خپلې پرېکړې د بدلون په اړه له نورو خبرو ډډه وکړه، او د انسټاګرام مشر ادم موسیري د مرکې غوښتنه رد کړه.
تېره میاشت، میټا خپل کارکوونکو ته وویل چې په کاري وسایلو کې به د دوی فعالیتونه د کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو لپاره د روزنیزو معلوماتو په توګه راټولول پیل شي.
د "بیګ براډر واچ" په څېر ځینې کمپاینران وايي چې د میټا پرېکړه کولی شي د ټولنیزو رسنیو پر پراخ صنعت اغېزه وکړي. تر دې وروستیو پورې، د E2EE خپرېدل یو روښانه او معلوم لوری و:
فیسبوک، ګوکل، واټساپ او یو شمېر نورو اپلیکشنونو کې E2EE اصلي حالت (default) دی.
ټلیګرام : دا سیسټم د یو غوراوي په توګه وړاندې کوي، نه په اتومات ډول.
اېکس یا پخوانی ټویټر: د مخامخ پیغامونو لپاره ورته سیسټم لري، که څه هم ګوتنیونکي یې وايي دا د صنعت له معیارونو سره سمون نه لري.
سنف چټ: دا د عکسونو او ویډیو پیغامونو لپاره کاروي او مخکې یې ویلي و چې پلان لري متن ته یې هم وغځوي.
ډیکسورډ: پلان لري چې غږیزې او ویډیويي اړیکې په اتومات ډول E2EE کړي.
په مارچ کې، ټیک ټاک بي بي سي ته وویل چې د مخامخ پیغامونو لپاره د دې ټیکنالوژۍ د کارولو هیڅ پلان نه لري. څوارلس ورځې وروسته، انسټاګرام خپل شرایط تازه کړل چې ویې ویل، چې دوی به هم په دې برخه کې وړاندې لاړ نه شي.
د باینز په نوم څېر تبصره کونکي پر دې باور دي چې دا پرېکړې ښايي د E2EE پراخېدل ورو کړي، او په راتلونکي کې به دا ټیکنالوژي تر ډېره یوازې د پیغام رسونې په ځانګړو اپلیکېشنونو پورې محدوده پاتې شي.