تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"که د کلثوم ناروغي ژر تشخیص شوې وای، ژوندۍ به وه"
- Author, مامون درانی
- دنده, د بيبيسي افغانستان حقیقت موندنې څانګه
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
"د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې موږ ته وویل شول چې، دا نجلۍ په توره غاړه (توره ټوخلې) اخته ده."
دا د یو کلنې کلثوم د تره (اکا) احمدالله ذکي خبرې دي؛ هغه ماشومه چې د کابل په اندراګاندي (د ماشومانو د درملنې ملي او تخصصي) روغتون کې له عملیات دوه ورځې وروسته مړه شوه.
د کلثوم کورنۍ وايي، د افغانستان سویل کې یو حوزوي روغتون، دوه شخصي روغتونونه، یو دولتي روغتیایې مرکز او پنځه شخصي ډاکتران د دغې ماشومې د روغتیایي ستونزې په درملنه کې پاتې راغلل.
کلثوم نهه میاشتنۍ وه چې غیر طبیعي او پرله پسې سویو چېغو یې ټوله کورنۍ اندېښمنه کړه. هغه په خونه کې یوازي وه نو د کورنۍ غړو یې ګومان کاوه، چې ښایې وېرېدلې به وي.
څو شېبو لپاره یې ساه بنده شوه او رنګ یې تک شین واوښت؛ پلار یې پر شا وټپوله چې بېرته ساه واخلي.
د ډاډ لپاره یې د هغې خوله هم وکتله، خو څه یې پکې ونه موندل.
څو ورځې تېرې شوې، خو کلثوم لا هم په ساه اخیستلو کې له ستونزو سره مخ او له سینې یې یو ډول غږ راوت.
کله چې د کورنۍ لخوا یوناني درملنې اغېز ونکړ، ماشومه یې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ یو ځايي ډاکتر ته بوتله.
د هغې تره احمدالله ذکي بي بي سي ته وویل "ډاکتر یوه اندازه درمل ورکړل او ویې ویل چې د اندېښنې خبره نه ده او سینه یې لږه ستونزه لري."
یوه اوونۍ تېره شوه، خو کلثوم لا هم کړېدله. کورنۍ یې د ولسوالۍ په کچه روغتیايي مرکز ته بوتله.
هلته هم ډاکتران پرته له دې چې معاینات او یا هم د هغې عکس واخلي، درمل ورته لیکي او ورته وایي "سینه بغل شوې - د اندېښنې خبره نه ده" او بېرته یې کورته لېږي.
خو کلثوم روغه نه شوه؛ کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې کندهار ته یې ولېږدوي.
احمدالله ذکي وايي: "په کندهار کې مو دا ماشومه څلورو ډاکترانو ته وروستله؛ ځینو دوه ځلې درمل ورکړل او آن یوه یې موږ ته وویل چې دا ماشومه د زړه ستونزه لري."
د روغتیایې ستونزې پېژندنه کې د میرویس روغتون تېروتنه
د شخصي ډاکترانو له درملنې تر نهیلۍ وروسته، د کلثوم کورنۍ هغه د کندهار ښار د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې بستر کړه.
تره یې وايي، ډاکترانو له معایناتو وروسته ورته وویل: "دا نجلۍ په توره غاړه (توره ټوخله) اخته ده" کلثوم شپږ ورځې په میرویس روغتون کې بستر وه، خو وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېده.
میرویس روغتون د افغانستان په سوېل کې تر ټولو لوی او مهم روغتیايي مرکز دی، چې تر دوو کلونو وړاندې پورې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې لخوا ملاتړ کېده.
خو دا مرستې د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د بودیجې د کمښت له امله ودرول شوې.
د طالبانو مشر له څو میاشتنې ځنډ وروسته د میرویس روغتون د لګښتونو د پوره کولو لپاره د میاشتې ۴۶ میلیون افغانیو د ورکړې اعلان وکړ، خو دې مرستې یوازې شپږ میاشتې دوام وکړ.
دغه روغتون ته د ورتلونکو ناروغانو پایوازان وايي اړ دي، چې درمل او اړین طبي توکي پخپله له بازاره واخلي.
د کندهار یوه اوسېدونکي صدیق الله (مستعار نوم) بيبيسي ته وویل، چې د وینې معاینې لپاره یې ان د نمونې اخیستلو بوتلونه او د وینې پلاستیکي کڅوړه هم له بازاره اخیستې ده.
له میرویس روغتونه نهیلي
په میرویس روغتون کې دوو سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، بيبيسي ته ویلي د کلثوم په نوم د یوې کوچنۍ نجلۍ ناروغي په دغه روغتون کې د متخصص ډاکتر د نشتوالي له امله تشخیص نه شوه.
د دغو سرچینو په خبره که څه هم د کلثوم جراحي عملیات لپاره د برونکوسکوپۍ اړین وسایل په روغتون کې وو، خو د دې برخې د متخصص ډاکتر د نه شتوالي له امله ترې کار نه اخیستل کېږي.
بيبيسي د کلثوم د ناروغۍ په تشخیص کې د ځنډ او د ناروغانو د بنسټیزو اړتیاوو د نشتوالي د ادعاوو په اړه له میرویس حوزوي روغتونه وضاحت وغوښت، خو دغه روغتون له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
له دولتي روغتونه تر نهیلۍ وروسته یې کورنۍ هغه د ښار خصوصي روغتونونو ته ولېږدوله.
پایله کې د مهمند په نوم د یو شخصي روغتون ډاکترانو، له تخصصي معایناتو وروسته معلومه کړه چې د کلثوم په تنفسي لاره کې د "هډوکي یوه ټوټه" بنده ده او سپارښتنه یې وکړه، چې باید سملاسي یې جراحي عملیات وشي.
لږ ځنډ وروسته د دغه روغتون ډاکترانو د کلثوم کورنۍ ته خبر ورکړ، چې دغه عملیات د دوی له وسه پورته دي او ناروغه باید ژر تر ژره کابل ته ولېږدول شي.
د مهمند روغتون مشر ډاکتر عبدالکریم بارکزي بيبيسي ته وویل "موږ ځکه مداخله و نه کړه، چې د هډوکې ټوټه له ډېره وخت بنده وه او تر عملیاتو وروسته د وینې بهېدو شونتیا زیاته وه."
کابل ته لېږد او غمجنه پایله
د کلثوم کورنۍ نیمه شپه کې هغه یو ځل بیا میرویس دولتي روغتون ته بیایې، خو هلته بیا هم ډاکتران ونه توانېدل چې د هغې د رنځ په درملنه کې مرسته وکړي.
د کلثوم د کورنۍ یو غړی په همدې شپه پر فېسبوک د پېغور په بڼه ولیکل؛ "په ټول کندهار کې ډاکتر نسته، چې زموږ ناروغ له ستوني هډوکی وباسي."
دغه لیکنه د ټولنیزو رسنیو د لسګونو کاروونکو لخوا ډېر ژر لاس په لاس او ورسره هممهاله د افغانستان پر روغتیايي سیسټم پراخې نیوکې پیل شوې.
له دغو نیوکو وروسته د کندهار سیمه ییزو چارواکو د همدې شپې پر سهار په دوو ساعتونو کې کلثوم په یوې چورلکه کې کابل ته ولېږدوله.
کلثوم د ماشومانو د درملنې ملي او تخصصي روغتون اندراګاندي ته ولېږدول شوه او په یو بېړني جراحي عملیات کې یې له تنفسي لارې د هډوکي ټوټه وایستل شوه.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سملاسي دا عملیات بریالی اعلان کړ او دا یې هېواد لپاره یوه لویه طبي لاسته راوړنه وبلله.
خو کلثوم د ډاکترانو له هڅو سره سره، له عملیات دوه ورځې وروسته د اندرا ګاندي د روغتون پر بستر ساه ورکړه.
ډاکتر روحالله اصولي، چې د کلثوم د جراحي عملیاتو د ټیم غړی و وايي؛ "د روغتیایې ستونزې تشخیص کې د ځنډ له کبله کلثوم خپل ژوند بایلود. "
دا پېښه ښيي چې په ولایتونو کې د طبي تجهیزاتو، تخصصي کادرونو او پر وخت د بېړنیو روغتیایې چوپړونو کمښت لا هم یوه جدي ستونزه ده.
بي بي سي د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم د هغو عواملو په اړه وپوښتل، چې د یو کلنې کلثوم د مړینې لامل شول، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.