یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم دریځونه افغان ولس لا پسې ځوروي

د کابل ښار یوه څنډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

یو شمېر افغان لیکوال، شاعران، او اکاډیمیک شخصیتونه وايي، په افغانستان کې د ژبو، ادب او فرهنګي رنګارنګي او تنوع د ټولو افغانانو ګډ ''معنوي میراث'' دی، چې باید د ''بېلتون او تقابل'' پر ځای باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره محور شي.

په یوه ګډ بیان کې چې تېره ورځ (سپتمبر) شپږمه مشهور شاعر، لیکوال او د افغانستان اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني پر خپله فېسبوک پاڼه هم خپره کړې، ویل شوي، په دا وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو ځینو ''خورا پاروونکو، ناعلمي، متخاصمانه او د ملي یووالي پر خلاف څرګندونو'' ته په اشارې سره ویل شوي، چې ''دغسې ناسم دریځونه به د بېلابېلو ستونزو او ناورینونو ځپلی افغان ولس لا پسې وځوروي.''

په اعلامیه کې د دې افغان لیکوالو او فرهنګیانو په استازیتوب ویل شوي، " موږ چې په اوسنیو شرایطو کې له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره لاس و ګریوان یوو، باید په خپل فرهنګ او ګډه تاریخي حافظه کې له ستونزو څخه د راوتلو پر معقولو او علمي لارو چارو فکر وکړو او نه ‌ښايي په بې‌ معنی او نامنطقي شخړو واټنونه زیات کړو.''

په دغه اعلامیه کې د مشهورو افغان لیکوالو، شاعرانو او علمي شخصیتونو، حبیب الله رفیع، زلمي هېوادمل، عبدالباري جهاني، محمد اصف صمیم، زرین انځور، محمد بشیر دودیال، بریالي باجوړي، پیرمحمد کاروان، عبدالغفور لېوال او لعل پاچا ازمون نومونه یاد شوي، چې په شریکه اعلامیه کې یې ویلي: ''زموږ په باور له خپلې مورنۍ ژبې سره ریښتینې مینه دا ده، چې په علمي او فرهنګي هڅو یې پیاوړې کړو، نه دا چې د نورو ژبو او فرهنګونو په وړاندې یې د جګړې په وسله او وسیله بدله کړو.''

په یاده اعلامیه کې دغه راز ویل شوي:

''له ټولو فرهنګي شخصیتونو، لیکوالو، ځوانانو، رسنوالو او په ټولیزو رسنیو کې فعالو افغانانو څخه په جدیت هیله کوو، چې دغو خوابدوونکیو او ناعلمي شخړو ته د پای ټکی کېږدي او تر دې زیات د افغانانو ملي یووالی زیانمن نه‌ کړي.''

د فرهنګیانو اعلامیه

د عکس سرچینه، Facebook/Abdul Bari Jahani

دغه بحث ولې راپورته شو؟

که څه هم د افغان فرهنګيانو په اعلامیه کې په مشخص ډول د کوم کس یا کسانو یادونه نه ده شوې، چې دغه بحث یې راپورته کړی او دوی غبرګون ورته څرګند کړی، خو پر خواله رسنیو دغه بحث له هغه وروسته زور واخیست، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت عمومي مفتش مفتي لطف الله حکیمي وویل، "پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي، او پښتو د افغانستان ملي ژبه ده".

د اګست پر ۳۱ مه له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو پنځه کلونو بشپړېدو په مناسبت له شخصي ټلویزیون 'شمشاد' سره یوه مرکه کې له نوموړي وپوښتل شول، چې په څو ژبو خبرې کولای شي، ده په ځواب کې وویل، چې په پښتو، دري، عربي او اردو هم خبرې کولای شي.

نوموړي وویل: ''دري د افغانستان رسمي ژبه ده، البته د افغانستان ملي ژبه پښتو ده، ملي (ژبه) هغه بولي، چې په افغانیو (بانک نوټونو او سکو) کې لیکل شوې وي، هغه ملي ژبه وي. خلک کله - کله وايي، دوې ملي ژبې دي، دوې ژبې ملي نه وي، په دې خبره خلک راپورې خاندي، ملي (ژبه) یوه وي او بله رسمي وي، رسمي (ژبې) لس هم کېدای شي.''

نوموړي له دې وروسته هند یې د بېلګې په توګه یاد کړ، چې د ده په وینا "۲۲ رسمي ژبې لري، خو ملي ژبه یې یوازې هندي ده، چې په روپیو کې لیکل شوې" ده.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له قوله ویل شوي وو چې د دري او پښتو ژبو ترمنځ باید هېڅ ډول توپیر ونه شي، او هر څوک چې له دې اصله سرغړونه وکړي، پر ضد به یې اقدام وشي.

په خواله رسنیو کې ځینو د ښاغلي حکیمي خبرو ته غبرګون ښودلی و او تر ډېره په دې ټینګار شوی و چې د خلکو ترمنځ "ژبني تعصب ته" لمن و نه وهل شي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت عمومي مفتش مفتي لطف الله حکیمي وویل، "پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي، او پښتو د افغانستان ملي ژبه ده".

د عکس سرچینه، SHAMSHAD TV/YOUTUBE

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت دفاع وزارت عمومي مفتش مفتي لطف الله حکیمي وویل، "پښتو او دري دواړه د افغانستان رسمي ژبې دي، او پښتو د افغانستان ملي ژبه ده".

د طالبانو حکومت اوسمهال رسمي اساسي قانون نه لري، خو د افغانستان د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون د ۱۶مې مادې له مخې، پښتو او دري د دولت رسمي ژبې بلل شوې وې.

د اساسي قانون له مخې، په افغانستان کې د مروجو پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوچي، پشه‌يي، نورستاني، پامیري او نورو ژبو له ټولګې پښتو او دري د هېواد رسمي ژبې بلل شوې دي.

دغه راز په یاد اساسي قانون کې هېڅ یوه ژبه د (ملي ژبې) په توګه نه ده نومول شوې، بلکې یوازې د دولت د رسمي ژبو حیثیت یې ټاکل شوی و.

د افغان علمي، ادبي او فرهنګي شخصیتونو په دې ګډه اعلامیه کې د دې ترڅنګ د ‏(سیمه‌ییزو لهجو، معیاري ژبې او واحد لیکدود) په نامه یوه بل ''ناسالم بحث'' ته هم اشاره شوې، چې د اعلامیې په ټکو د ''سرسري، ناعلمي او بې‌ځایه ناندریو لامل ګرځېدلي دي.''

اعلامیه زیاتوي، ''په دې اړه زموږ قاطع او پرېکنده نظر دا دی، چې لهجوي تنوع د یوې ژبې د غنا نښه ده او زموږ ژبې له خپلو ټولو رنګارنګیو سره ښکلې او خوږې دي. زموږ په ژبو کې ګړدودي توپیر هيڅکله دومره نه‌دی چې ټول ویونکي یې پرې‌ ونه‌پوهیږي. که یې بهرنیانو ته په ورزدکړه کې څه وړې ستونزې وي، هم د حل‌ کولو او معیاري میتودونو د وضع‌کولو ځایونه یې علمي او اکاډمیک مراجع دي، نه اشخاص. په دې اړه علمي اجماع هم ملي ثبات او هراړخیزې مساعدې زمینې ته اړتیا لري او اوس یې وخت نه‌ دی.''

اعلامیه زیاتوي: ''افغانستان همدا اوس د خپلو خلکو د انساني ژوند د شرایطو ښه والي ته اړتیا لري او ټول باید د یوه واحد ملت په توګه له هغو ستونزو څخه د وتلو هڅه وکړو، چې زموږ ګډ ملي ژوند ګواښي.''