پنځه کاله وروسته نړۍ افغانانو ته شا کړې ده

د عکس سرچینه، Maisam Shafiey/NRC
د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي کړکېچ سره مخ دی، خو د ناټو هېوادونو هغه جدي ژمنې هېرې کړې دي چې له افغان ولس سره د درېدو لپاره یې کړې وې.
پنځه کاله کېږي چې لوېدیځو هېوادونو خپل سرتېري، دیپلوماتان او پراختیايي ادارې له افغانستانه ایستلي، خو اوس یې هغو ملکي وګړو ته شا کړې ده چې ورځ تر بلې له خرابېدونکي بشري وضعیت سره مخ دي.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د څه باندې شپږ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو په داسې هېواد کې بشري اړتیاوې لا زیاتې کړې دي چې له وړاندې له ګڼو پرلهپسې بحرانونو سره مخ دی.
تکراري اقلیمي ناورینونه، سیمهییز کړکېچونه او له واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو لپاره د فرصتونو د کمېدو وضعیت پر ټولنو لا ډېر فشار راوستی دی. په ورته وخت کې، د بشري مرستو او پراختیايي تمویلونو د پام وړ کمښت میلیونونه افغانان د ژوند د بقا لپاره له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د ناټو هېوادونو له افغان نجونو او هلکانو سره خپلې جدي ژمنې هېرې کړې او افغان ملکیانو ته یې شا اړولې ده. موږ په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو او د نجونو او ښځو لپاره د کمېدونکو حقونو په وړاندې په یوازې ځان پاتې کېږو. د تمویل د کسر زیاتېدل بشري مرستندویه ادارې اړ کوي چې بېکوره او له لوږې سره مخ افغان کورنیو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیايي مرستو کچه راکمه کړي."
میلیونونه افغان کډوال بېرته داسې نامعلوم ژوند او راتلونکي ته ستانه شوي چې باید هر څه له صفره پیل کړي. تر ۷۳ سلنې پورې بېرته ستانه شوي کسان لا هم بېروزګاره دي او د معیشت لپاره د کار فرصتونه ډېر کم دي.
ایګلنډ وویل: "سرپناه او د معیشت ملاتړ لا هم د بېرته ستنېدونکو کسانو له تر ټولو مهمو اړتیاوو څخه دي. د مرستو کمېدل دې معنا لري چې ډېرې کورنۍ د سر پر سر له مناسب چت پرته پاتې دي او د خپلو ماشومانو د خوړو برابرولو لپاره له ستونزو سره مخ دي."

د عکس سرچینه، Maisam Shafiey/NRC
افغان چارواکي پلان لري چې بېرته ستنېدونکو کسانو ته د ځمکو د وېشلو له لارې د هغوی د بېرته ادغام لپاره اساسي اقدام وکړي. خو د بېرته ستنېدونکو کسانو ډېر شمېر، د ځمکو د وېشلو د بهیر پېچلې کړنلارې، د کافي پانګونې نشتوالی او د اړینو خدمتونو کمښت د هغوی بریالی بیا ادغام ستونزمنوي.
له پاکستانه بېرته راستون شوي محمد جبار له NRC سره وویل: "زموږ په څېر ډېری بېرته ستنېدونکي عاجلې سرپناه او د عاید د ترلاسه کولو فرصتونو ته اړتیا لري. موږ غواړو چې د ځمکو د وېش بهیر ژر او د دغو عاجلو اړتیاوو پر وړاندې ځوابویونکی وي".
سره له دې بحرانونو او په ټول افغانستان کې د بشري مرستو د دوامداره اړتیاوو، د بشري مرستو لپاره تمویل په پام وړ ډول کم شوی دی. د ۲۰۲۱ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون کلنی پلان نږدې ۹۶ سلنه تمویل شوی و. په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه ۴۲ سلنې ته راټیټه شوه او سږ کال تر اوسه یوازې ۲۶ سلنه اړین تمویل برابر شوی دی.
ایګلنډ وویل: "NRC په افغانستان کې د اوږدمهاله حللارو او بیارغونې د ملاتړ لپاره د پراختیايي پانګونې د زیاتېدو غوښتنه کوي. په ورته وخت کې، نړیواله ټولنه باید له افغان چارواکو سره معنا لرونکې اړیکې ولري، چې ډاډ ترلاسه شي چې بشري غبرګون او د اساسي خدمتونو وړاندې کول د سیاستونو له امله اغېزمن نه شي او زیانمنې ټولنې وکولای شي هغه مرستې ترلاسه کړي چې د خپل ژوند د بیا جوړولو لپاره ورته اړتیا لري."


















